آرشیف

2021-1-12

شاه ولی آرین

نړیوالې استعماري لوبې (افغانستان)

لومړۍ برخه
 
د پورتني سرلیک لاندې مقاله کې به د بشري تاریخ، تکامل، د انسانانو پر هڅو، اړتیاوو او غوښتنو. د افغانستان پر جیوپولیټیک مو قیعیت، په هیواد کې د نړیوال استعماري ځواکونو دسیسې او دا چې ولی زموږ په هیواد کې جګړه دومره وغزیده لنډه کتنه او شننه تر سره شي.
 
بشري هڅې:
 
د بشري تاریخ د پرمختګ په لومړنیو پیړیو کې انسانانو هڅه کوله چې د ژوند د اړتیاوو په بسیا کولو سره د طبعیت پر ناخوالو بری و مومي او د لومړني ساده وضعیت نه ځان خلاص د پرمختګ او مدنیت په لور ګامونه اوچت کړي، نو ځکه انسانانو د مادي نعمتونو په ډیروالي او د تولیدي وسایلو په پرمختګ سره بشري ټولنې ته د ترقي او پرمختګ پر لور حرکت ورکړ. بشري ټولنې ورو- ورو پرمختګ وکړ، ټولنیز نظم جوړ شو او بیا د ټولنې د کنترول لپاره تشکیلات او حکومتونه رامنځته شوول.
له بله پلوه د علم او تکنالوژۍ د پرمختګ سره انسانان وتوانیدل چې داسې وسایل تر لاسه کړي، چې د طبعي پیښو په مقابل کې له ځان نه ساتنه او دفاع وکړي او د طبعیت په ناخوالو غلبه حاصله کړي. څرنګه چې انسانان یو ډول نه دی خلق شوي، ځنې قوي، ځنې ضعیف، ځنې د استعداد لرونکي او ځنې یې لږ استعداد لرونکي، نو ځکه د حرکت په بهیر کې په ټولنه کې بد لونونه رامنځ ته شوول او بشري ټولنې په بیلا- بیلو بڼو خپل ټولنیز نظامونه جوړ کړل. د ټولنې د تکامل د خاصو شرائطو له کبله انسانان په ټولنیز ژوند کې په بیلا- بیلو بڼو را څرګند شول. ځنې غني ځنې غریب، ځنې عالم او ځنې بی علمه، ځنې هیواد پالونکي او ځنې بې تفاوته، نو ځکه هر دولت مجبور و چې د سیاسي نظام په جوړښت کې د ټولنې دغه تفاوتونه په نظر کې ونیسي او د هغې مطابق خپل سیاستونه جوړ کړي. څرنګه چې په بشري ټولنو کې انسانان او د هغوي تمایلات متفاوت وو، حکمتونه یې هم په متفاوته بڼو جوړ شوول او خپلي سیاسي تګلارې یې جوړي کړي. د دغو هیوادونو مشرانو د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي شرائطو په نظر کې نیولو سره خپل سیاسي او ټولنیز نظامونه په مختلفو بڼو جوړ کړل. دغو حکومتونو چې ځنې یې دموکرات ځنې یې استبدادي، ځنې یې فدرال، ځنې قوي مرکزي حکومتونه او ځنې یې لبرال وو رامنځ ته شول چې د بشري تاریخ په بهیر یې لوي تاثیر درلود. یو شمېر دولتونه چې د دغو تفاوتونو پر اساس راجوړ شوول ټول یو ډول نه وو، ځنې دولتونه په دې بریالې شول چې خپل یووالي وساتي، ځواکمن اقتصادي او دفاعي قووت جوړ کړي، نه یوازې د خپل ځان نه دفاع وکړي بلکې په نورو هیوادونو هم یرغل وکړي او هغه د ځان تابع کړي او بیا دومره ځواکمن شې چې په نړۍ کې په نورو هیوادونو واک وچلوي او د زبر ځواک په توګه خپل لوړ موقف ثابت کړي لکه بریطانیه، فرانسه، هسپانیه، پرتګال، تزاری روسیه او بیا وروسته شوروی اتحاد او امریکا.
د یادولو وړ هم ده چې په مقابل کې داسې هیوادونه هم وو، چې د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي پلوه یې پرمختګ و نه شو کولای، خپل ملي یووالي یې ونه شو ساتلي په نفاق اخته شول د ځواکمنو هیوادو د استعمار لاندې واقع شول، خپل استقلال یې له لاسه ورکړ او د نورو غلامان شول.
د دغو هیوادونو مثالونه په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې تر اوسه لیدل کیږی، چې افغانستان هم په دغه ډله کې یادولي شو. د دغو بشري ضد استعماري ځواکونو د واکمنیو د زغلولو نور ترخه مثالونه د یونان د مقدوني سکندر، د مغولي چنګیز او نورو نه را پاتې ناخوالې دي چې د نړۍ بیلا- بیل هیوادونه یې تر اوسه د خورا سترو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.
 
د نړیوالې دوهمې جګړې وروسته د نړۍ حالت:
د دغې جګړې د ختمیدو وروسته د ملګرو ملتونو سازمان جوړ او فعال شو. د بشري حقونو منشور د مستقلو هیوادونو د خود ارادیت حق د هیوادونو تر منځ رسمي پولو ته احترام د نړیوالو قوانینو رعایت په یو بل باندې تیری نه کول د هیوادونو په سیاسي مناسباتو کې متقابل احترام د ټولو هیوادونو له لورې په منل شوو وصولو بدل شول، نو ځکه د نړۍ ستر قدرتونه شوروی او امریکا مجبور وو چې د ملګرو ملتونو له منشور نه اطاعت وکړي. مګر وروسته ولیدل شول چې د کلونو په تیریدلو سره نړیوال نظم د ګواښونو سره مخامخ شو. سره له دې چې په دوه قطبي نړۍ کې نسبي توازن موجود و. یوازې دواړو سترو قدرتونو هڅه کوله چې د نړۍ کمزورې هیوادونه په خپل منځ کې سره وویشي، او کمزوری هیوادونه هم اړ وو، چې د دغو هیوادونو په نړیوالو تشکیلاتو کې داخل او د ځواکمنو هیوادو غوښتنې پر ځان ومني. د شوروی او امریکا شدید نظامي او اقتصادي رقابت د دې علت وګرزید، چې هغوې نړۍ خپل تر منځ وویشي او یو د بل په مقابل کې نظامي پیمانونه جوړ کړي. نو ځکه د امریکا او غربي هیوادو له خوا په ۱۹۴۹ ز کال کې «ناتو» چې مرکز یې بروکسل کې و.«سیتو» د اسیا په جنوب شرق کې په ۱۹۵۴کال کې او «سنتو» چې مرکز یې بغداد و په ۱۹۵۵ کال کې جوړ شول. همدا ډول بی پرې هیوادونه مجبور شول چې د خپل مستقل سیاست لپاره د بې پرې هیوادونو کنفرانس او غورځنګ جوړ کړي. چې افغانستان هم د دغه کنفرانس موسس غړی و.
افغانستان:
افغانستان د اسیا په زړه کې پنځه زره کلن لرغوني تاریخ لري. دغه تاریخ د میلاد نه څو زره کاله د مخه پیل شوي دي. د افغان نوم په لرغوني اریانا کې یو تاریخي نوم دي. ښاغلی ډاکتر خوشنظر پامیرزاد د فردوسي په شاهنامه کې څیړنه کړي ده او هغه اشعار یې را په ګوته کړي دي، چې په هغو کې د افغان نوم څو ځله اخیستل شوي دي. هغه داسې دي:

بیک سوی او دشت و چرګاه بود
د ګر دشت زی هندوان راه بود
نشسته در ان دشت بسیار کوچ
ز افغان و لا چین و کرد و بلوچ
نژادش ز افغان سپاهش هزار
همه ناوک انداز و ژوبین ګذار
نژادش ز اوغان سپاهش بلوچ
زهر دست خرګاه بګیرند کوچ
با هر یکی لشکری صد هزار
سوارو پیاده بلوچان بکار
هزاران سوار افغان ګروه
ز لاچین دلیران بر ګرد کوه

رستم ګفت….

ندارم امشب ایدرز کهن
مګز سوی افغان و خرګه زمین
بخندید رستم ز ګرز ګردان
که اینست پیکار افغانیان
چو بهزاد افغان از او این شنفت
بدو ګفت کاهریمنت باد جفت

همدا ډول په تیر تاریخ کې افغانستان د سترو مدنیتونو مرکز او د اسیا زړه وو. د افغانستان یو شمېر ولایتونه د شاو خوا سیمو لپاره چې اوس مستقل هیوادونه دی، پلازمینه وه. مثلا بلخ د باختر او اریائي تمدونونو مرکز وو، د غور ولایت فیروزکوه د غوریانو د لوی امپراطورئ چې تر هند پورې غځیدلی وه د ایران، هند، او ترکستان لپاره مرکز وو. بګرام د کوشانیانو مرکز، کندهار د هو تکیانو او لوی افغانستان مرکز وو، نیمروز د صفارینو او طاهریانو مرکز وو، چې ایران یې برخه وه. هرات د غور سوری او کرت شاهانو او تیموری ګورګانینو مر کز وو. چې ایران یې برخه وه. بابر هم چې په هند کې د مغولي سلطنت موسس شو، چې د هرات د تیموری ګورګانیانو د کورنۍ غړي و. غزنی د غزنویانو مرکز چې هند او ایران دواړه یې د کنترول لاندی وو. د سرپل ولایت چې د ابومسلم خراساني مرکز و، چې د اموی سلسلې نه یې خلافت عباسي سلسلې ته انتقال کړ او داسې نور، زموږ
د هیواد په تاریخ کې د افغانستان جوړیدل د هیواد د خلکو د لویو قربانیو او هڅو نتیجه ده. افغانستان زموږ د هیواد د ستر اتل او ملی رهبر احمد شاه بابا چې د پښتنو ابدالی ټبر پوری اړه درلوده، د قربانیو او فداکاریو په نتیجه کې جوړ شوی دی. نهضت نظیف الله«افغانستان او انقلاب» لومړی اونهم مخونه.
همدا ډول د افغان د کلیمی لرغونتیا د ښاغلی اسد سهاک د لاندی لیکنی په تائید د یادونی وړ بولم.
«مروری به حقایق تاریخ افغانستان نویسنده: اسد سهاک
گر چند ذکر نام افغان در تاریخ های باستان یونان، چین، هند و عرب صورت گرفته است که معنی اسب سوار ماهر و رزمنده را دارد و به تمام ساکنین این سرزمین خطاب شده است و من در سلسله تاریخ قبلا به صورت مفصل آن را توضیح داده ام، ولی این کشف جدید از اهمیت خاص برخوردار است. چونکه برای اولین بار مورخین به اسنادی دست اول از باختر قدیم دستیابی می یابند که در آن از نام افغان ذکر گردیده است
در یک کشف اخیر، نام افغان در واقع در چهار سند قطعه ای باختری یافت شده استαβαγανο ، αβγανο که آن را به قدیمی ترین گواهینامه نام "افغان" یعنی اواخر قرن ۴ میلادی که مطابق به اواخر دوران کوشانیان است تبدیل می کند. این اسناد تاریخی قدمت نام افغان را تقریبا 1600 سال قبل از امروز نشان میدهد و به نظر نمی رسد که نام "افغان" از یک کلمه واقعی پشتو تشکیل شده باشد. نام افغان میتواند اصطلاحی باشد که به صورت محلی، یعنی توسط یک مردم دیگر اندو ایرانین زبان، احتمالاً به عنوان " اسم مستعار" برای همسایگان خود ساخته باشند. بدین لحاظ این یک نام قومی نه بلکه به باشندگان یک جغرافیه بزرگ نسبت داده میشود. بعد از زمان کلاسیک یعنی ( post-Hellenistic) ساکنین این سرزمین بیشتر به عنوان "افغان" شناخته می شوند. امروز هم این نام به تمامی مردم شریف افغانستان اطلاق می گیرد و بدون استثنا همه باشندگان افغانستان در جهان به نام افغان شناخته میشوند. این اولین بار است که در چندین سند قطعه ای باختری از اواخر قرن 4 میلادی نام افغان به عنوان " افغان αβαγανο ~ afġān نوشته شده است که این گواهی تصدیق قدمت آن را می دهد
نوت: من در این قسمت از تبصره اجتناب می ورزم و به این خلاصه میکنم که، این اسناد نه تنها شواهد پرشکوهی از تاریخ باستان کشور عزیز است بلکه سیلی محکمی نیز به روی فرزندان ناخلف این مرز و بوم میباشد که آنها واژه افغان را به قرن هجدهم میلادی مربوط به دوران امپراطوری احمدشاه بابا و حتی یک تعداد دیگر آن را به دوران امیر عبدالرحمن خان نسبت میدهند و می فرمایند که این یک نام تحمیلی است و به واسطه انگلیس ها ساخته و گذاشته شده است وبی شرمانه برای خوشی بادران خارجی خویش ازتاریخ کشورخویش وهویت ملی خود انکار می نمایند. تا یک نفر افغان است زنده افغانستان است».
 
نور بیا