آرشیف

2021-1-18

شاه ولی آرین

نړیوالې استعماري لوبې (افغانستان)

دویمه برخه
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت:
 
د اسیا په زړه کې دغه تاریخي هیواد د سیمې اونړۍ د جیوپولیټیک با ارزښته موقیعیت له امله د تاریخ په اوږدو کې د زبرځواکو د یرغل، ښکیلاک او نیواک له امله کرار نه دی پاتې، زموږ ګران هیواد او هیواد والو د سترو او نه جبرانیدونکو سرښندنو او قربانیو په ورکولو سره د هیواد د ازادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د ساتنې او بیرته لاسته راوړلو په لار کې د غلیمانو پښې په ګونډو کړې او تیښتې ته یې اړ ایستي دي. د مقدوني اسکندر، مغولو، چنګیزیانو یرغل تاراجونه او د افغان انګلیس جګړې یې نه هیریدونکې بیلګې په ګوته کولای شو. د هیواد په تېر تارېخ کې غیرتمنو افغانانو سوریانو، غوریانو، هوتکیانو او ستر احمد شاه بابا هم د هیواد د ساتلو او د نړۍ د سترو امپرتوریو د مخ نیوې په خاطر پرمخ تګ کړی او د هغی زمانې د اړتیا او غوښتنو سره سم یې سترې امپراتورۍ جوړې کړي چې تر اوسه یې د برم او ځواک د هیرې له امله نړیوال او د نړۍ استعماري ځواکونه او سیمه ایز هیوادونه د ډار له امله په هیواد کې حتا دا اوس هم د یو ځواکمن دولت د جوړېدو زغم نه لري. تېرتاریخ دا په ګوته کوي چې لکه همدا اوس د مخه هم زموږ هیواد په ۱۹۰۰،۱۸۰۰میلادی کلونو کې د نړۍ د زبر ځواکو استعماري قوتونو د جنګ او غیر عادلانه معاملو ډګر ګرزېدلی و.
 
د بریتانوي هند، تزاري روس، فارس او فرانسوي امپراتوریو تر منځ وار- وار زموږ د هیواد د سرحدي برخو یو بل ته وربښل او یا پریښول د دوي د هغی زمانې د استعماري سیاست کړنلارې وې، چې تر اوسه ورته په میراث پاتې دي. د انګریزي استعمار نه راپاتې فتنه لرونکې سیمه ایزې سرحدي د پولو د ویش توطیي د دیورند کرښه د افغان پاکستان ترمنځ۱۶۴۰میله پوله د۱۸۹۳کال د معاهدې له امله چې د برتانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر«مارتیمر دیورند» له خوا په ډیره مهیلانه دپلوماتیکه چالاکۍ او د امیرعبدالرحمان خان د ځینو مهمو مجبوریتونو نه په ګټه اخیستو په دې ډول امضا شوې چې دغه ساحه به د افغانستان خاوره او ملکیت وې، اما د برتانوی هند د استفادې او کنترول لاندې به وي. همدا ډول د انګریزانو سره همغږۍ کې په نولسمه پیړۍ کې روسانو هم د افغانستان په شمال کې د پنجده په سیمه کې ځنې برخې ونیولېاو په ۸۸۵۱کال یې پنجده هم تر تصرف لاندې راوسته، چې په دې ترتیب روسانو هم د تاریخ په اوږدو کې نه دی غوښتي او نه هم غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړي دولت بیا رامنځ ته شي.
 
د انګریزانو بله نه بښونکی توطیه چې زموږ د هیواد او ایران تر منځ یې تاریخي ستونزه او دوښمني راپرې ایښې ده،هغه په ۱۲۵۱شمسي کال کې د«جنرال ګلداسمیت»او په ۱۹۰۵کال د«مک ماهون» له لوري د ایران او افغانستان په سرحدي کرښه کې دهیرمند د اوبو دمسلې د لانجې په توګه پریښوول و، چې همدا اوس هم د دې له امله ایران زموږ په هیواد کې لاسوهنې کوي او نه غواړی چې زموږ په هیواد کې دی یو باثباته دولت رامنځ ته شي. د پورتنیو مسائیلو د روښانولو نه مې موخه دا ده چې زموږ د هیواد روانی پیښې تیری تاریخ ریښې لري او زموږ سیاسیون او دولتي چارواکی باید ورته ښه پام راوړوي چې هغو استعماري هیوادو او کړیو، چې زموږ د هیواد په ورانولو، ویشلو کې د تاریخ په اوږدو کې برخه اخیستی وې، بیا نو د جوړولو کومه تمه ترې لرلی شو؟.
 
د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې، ایران او پاکساني واکدارانوهیڅکله نه غوښتل او نه هم غواړي چې په افغانستان کې یو ځواکمن، غښتلی او خپلواک دولت رامنځ ته شي. د دیورند کرښه چې د هیواد پښتانه یې د زړه په منځ کې پر خنجر وهلې او غیر عادلانه توګه یې په دوه برخو ویشلی دی، د پنجاب واکدارن هم هیڅکه ارام نه دی ناست او تل یې هلې ځلې کړي، چې افغانان د دغی ازادی غوښتونکی داعیې غږ پورته نه کړی. د محمد ظاهر شاه د سلطنت په ورستیو کې کله چې سردارمحمد داود د صدارت واکي تر لاسه کړي او د خپل د حکومت په دغه دوره کې یې یو شمیر محصلین نظامي زدکړو له پاره شوروي اتحاد ته واستول، په اقتصادي برخو کې یې هم ځنې ساختماني عملي پروژې سرکونه د برق د بندونو فابریکی،او د سالنګ د تونل سیلو او داسې نورو پروژو د جوړولو عملي کار یې پیل کړ او همدا ډول یې د هیواد د جوړونې په لار کې افغاني مشورتي جرګو ته هم مخه کړه چې د دغو غونډو په لړ کې د پښتنو او بلوڅو د حقوقو او داعیې نه د دفاع لپاره یې د خان عبدالغفارخان او ولی خان سره د دوستۍ په طرحه خبرې وکړي او د دیورند د کرښې غږ یې هم راپورته کړ. داودخان د پاکستان د دولت عکسل العمل نور هم دې ته اړویست چې حتا سفر بری اعلان کړی، اما دغه غږ ډیر ژر غلی شو او داودخان د صحنې نه لرې پر ځای یې د دموکراسۍ تر نامه ډاکتر محمد یوسف خان د هیواد صدراعظم وټاکل شو. د انګلیس دغه ستره توطیه بل هغه عامل دی چې جنګ زموږ په هیواد کې دوام موندلی دی.
 
د سړی جګړی وروسته زموږ هیواد د همدی جیوپولیټیکي او ستراتیژیکي موقیعیت له نظره د امریکایانو د توجه وړ وګرزید او د سپتمر د یولسمې نیټې وروسته دوی خپل هغه ارمان ته ورسیدل چې کلونه یې ورته انتظار ویست. همدا علت دی چې امریکا په افغانستان کې خپل پر دایمي شتون ټینګار کوي. د امریکا لپاره د افغانستان ستراتیژیک موقیعیت د منځنۍ اسیا د هیوادونوو، هند، د فارس خلیج، چین، ایران او منځني خاور د کنترول لپاره د خورا مهم مرکز په توګه د اهمیت وړ دی، نو ځکه د متحده ایالاتو په سیمه ایز سیاست کې د جنوبي اسیا د کنترول لپاره لاندې موخې د پاملرنې وړ دي:
 
۱ــ د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو ستونزو له منځه وړل او د دواړو هیوادو په ګډه مبارزه د تروریزم او افراطیت پر ضد په سیمه کې.
 
۲- د پاکستان او هند تر منځ د شخړو کنترول شوی دوام ساتل د هند د کنترول په خاطر.
 
۳- دایمي حضور په سیمه کې د چين او هند ژئوپولتیک ته د نږدیوالي په خاطراو له بله پلوه له همدي موقیعیت نه لاس رسئ د مرکزي اسیا هیوادو، شبې قارې او د اسیا شرقي برخو ته.
 
۴- د فارس د خلیج کنترول د وچې له لارې نه په داسې حال کې چې افغانستان په لاس کې ولري د لوژستیکي او عملیاتي مناسبو امکاناتو په خاطر.
 
۵- د ایران موقیعیت د افغانستان او عراق تر منځ د دې زمینه برابرولي شې چې د امنیت د تامین په
صورت کې د فارس د خلیج له لارې د انرژی انتقال.
 
۶- افغانستان د یو بدیل په ټوګه د مرکزي اسیا له هیوادو نه د انرژئ د انتقال ښه لار د ازاد بحر له لارې.
 
۷- د ایران د اتومي سلاح د جوړیدو مخنیوي له نږدي نه او د پاکستان اتومي سلاح نور هم تر کنترول لاندې راوستل.
 
۸- په افغانستان کې د خپلو قوواو د وتلو په صورت کې هم د خپلو نظامي اډو ساتل.
 
۹- د شانکهای له اقتصادي تړون نه ویره چې مبادا په نظامي تړو بدل نه شې. پورتنیو لاملونو د امریکا د هژموني غوښتنې نړیوال سیاست پښه زموږ هیواد ته راکش کړی، چې دا دی د څه کم شلو کلونو په جریان کې یې زموږ هیواد دسترو غمیزو سره لاس او ګریوان کړي، هیواد ورانونه، افغان وژنه ورځ تر بلې نوې بڼې غوره کوي. او د جګړې د ختمیدو هیڅ نښې نه لیدل کېږي.
نور بیا