آرشیف

2020-12-4

شاه ولی آرین

نادودې

د نادودو څومره زغم کړم
نـور قـلم مې نـه خوزېږي

د ناخوالو څومره غم کـړم
چې ټټر مې نور خوږېږي

هرطرف شورو فریاد دي
جــنــازی دی روانــیــږي

 دلته څومره بی رحمي ده
د عـذاب قـانــون چـلـېـږي

خدایه! دا ستا بنده ګان دي
دا نــو ولــی تـبـاه کـېـږي

شاه ولی ارین
اغوس دنمارک
۱۷-۰۹-۲۰۲۰