آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

مین بوراګان

هغه مهال چې هغه ښوونځی پیل کړه پلار یې ګل مېراکا آن دوه کاله دمخه مړشوی و.ایمل دښوونځی په خپل ټولګې کې دوتلوزده کونکونه و.دشعراولوستلوسره یې خورا مېنه درلوده. د پښتوژبی ښوونکی صایب شاه صیب به هره ورځ شعرونه پری لوستل،خو هغه کله چې دځوانۍ پرلومړیوسپرلیو پل کېښودپرهغه چا مین شوچې خپله ده ته هم ډېره ګرانه برېښېده. ایمل دبهادرخان په لورسنزله داسی مین شوچې نور هرڅه تری پاتی شول،دغه مېنه به دواړویوازی دبلییود سرنه په اشارواوهندارواچولوسره کوله،اویاکله چې به ایمل پرکوڅه تېریده سنزلی به دخپل دبلی دسرنه ورسره خبری کولی اودګلوپرغوټیوبه یې سره دزړونو د غشوګزارونه کوول.
ایمل ان دکوچنیوالی نه زما ملګری و،اوپه ټولګی کې هم پریومېزاوڅوکې سره کېناستو،هغه به دخپلی مینی کیسی دسنزلی     سره ماته کولی اوداسی به یې ویل،سنزله زماژوند دی او د هغی نه لریوالی زما مرګ. ریښتیا چې دایمل اوسنزلی دمینی ډنډوری نوری پټی پاتی کیدای نه شوی له بله پلوه بهادرخان هم پرخپل آس داسی سوروچې دایمل ټولوجرګوته یې منفی ځواب ورکاوه ځکه چې دګلمېراکا سره یې ډېره پخوانی بدی درلوده. کله چې بهادرخان ښه په دی پوه شوچې دایمل مېنه دسنزلی پررګونواووینه کې ځای نیولی اوددی اوردوژلوبله لاریې نه لیدله  سم دلاسه یې سنزله خپل وراره جانوته واده کړه.ایمل ددی خبری په ارویدوهرڅه د لاسه ورکړل ژبه یې بنده شوه روغ لیونی شواود یوی اونی وروسته د کلی نه تری تم شو،ځینوبه ویل لکه چې بهادرخان وواژه خدای دی خیرکړی.
ریښتیا چې دهغه ورکېدل دکلی نه دکلیوالواو په خاص ډول زما دپاره د حیرانتیا وړاوخورا ډېرپری وزوریدم،کله کله به مې   هغه اود هغه خبری رایادیدی،دکلونووروسته یوه ورځ سهاروختی هغه زموږدځمکی په درمند کې شلیدلی جامی، تورمخ ،     خېرن لاسونه،لوڅی پښی اوببره ګېره چې هیڅ نه پیژندل کېده دسوالګرملنګ په شان مې مخ ته ودریده،ښه یې راته وکاته غلی وهیڅ یې نه ویل،ملغلری یې دسترګوراتویې شوی،شونډی یې ورپیدی،خدای شته زه هم دغه حالت هک پک کړم خوبیا   هم د ایمل راتګ اوژوندی لیدل یې زما د پاره ترهرڅه ډېره خوشالتیا وه،دډېری خوشالی نه مې ژړا راغله ومې غوښتل چې   غېږکې ټینګ ونیسم مګرهغه ځان ترشا کړخوښه یې نه وه.یوازی یې دګوتوڅوکې راکړی،څوشیبی وروسته دهغه په حالت    کې بدلون راته،ستونی اوشونډی یې رپیدی غوښتل یې چې څه ووایې خودویلوتوان یې نه درلود.بیا یووارد ګلاب شانته سور   شود خولی یې کوکه ووته ،پورته شواوپرځمکه راولویده. ریښتیا چې خورا وخورید،ورپید تا به ویل چې د ارواح فرښته تری روح اخلی،دسترکویې ګلي واوریدی اوپه بنده بنده ژبه یې   داسی ویل«مورجانی ،مورجانی څه شوی؟څه درباندی وشول،لکه چې یوازی وی،یوازی پا تی کېږی،په سره اورکې سوزی؟» بیاغلی شواوڅوشیبووروسته بیا«سنزله،زما ښکلی سنزله اومورجانی زه به ښه شم،پوربه دی ادا کړم،سنزله مې     ولیده،هغه به زما شی»اوبیا پرخپل ځای لکه بسمل واوښت راواوښت نورکرارشواوځای پرځای بیده شو.زه کورته ولاړم چې خواړه ورته راوړم مګرکله چې په ډېره بېړه بېرته راغلم هغه نه واوچېری کوم خوا تللی و. هغه بیا ډېرمهال ورک شو،ډېری هڅی مې وکړی چې ویې مېندم خود انځردګل په شان یې پته ونه لګېده میاشت لانه وه تېره    شوی چې یوه شپه زموږدکلا دروازه وټکول شوه، ورورمې په بېړه مخ پردروازه ودانګل، تپوس یې وکړ«څوک یاست؟»هیڅ غږنه راته ،زه ډېرورو د تبرګۍ سره د بلی سرته ورجګ شوم ،ګورم چې ایمل غلی دوره ترڅنګ ولاړدی ورورته مې غږ   کړ چې دروازه ورته پرانیزی،هغه دا کاروکړمګرایمل بیا هم هلته ولاړو.زه ژرد بلی د سره راکوز شوم اوغږ مې پروکړ،کله     چې یې زما غږ واورید د واره رادننه شو،غوښتل مې چې روغبړورسره وکړم مګرهغه بیا د پخوا په شان ونه غوښتل،د هوجری ور مې خلاص کړ خوهغه په برنډه کې ولاړواودهوجری دننوتلوتکل یې نه درلود،ما چای اوډوډی ژرژرراوړل   ګوتی یې ورنوړی،یوازی یې د ویلی دروانواوبونه په خپل لاس څولپی وڅکلی اوبس.کتل یې اونورڅه یې نه ویل،ما ورته     ځای جوړکړچې بیده شی،مګردهغه سترګی دبرنډی په برکنج کې پریومات اوشلیدلی کټ ولګیدی ورمنډه یې کړه اوډډه یې     پری وکړه.زه ورته ولاړ وم دی همالته دسوچونوډک خوب یوړو.رښتیا چې ماهم دغه ټوله شپه د ایمل په سوچونوکې تېره     کړه سهارچې وختی پاڅیدم راغلم چې ایمل وګورم هغه بیا چېری تللی و پته یې نه وه.
هو،څومره ځوریدونکی وه.ډېرمې ارمان شوچې ولی داسی پیښیږی،بیا به څومره وروسته ایمل ګورم ،دسوچونوسره سره د     پټی په لورروان شوم کله چې درمند ته ورسیدم ګورم چې ایمل په درمند کې د شولوغوبل کوی ،خوشاله و اوپه خوله یې       بند بند شپیلی وهل.خوکله چې یې سترګی په ما ولګیدی غلی شواوڅوشیبی وروسته یې د واره راته داسی وویل،«پېرجانه!     سنزله مې دکلونووروسته ولیده هو، هغی راته وخندل او لکه غوټی مسکی شوه،زه به نورهم ښه شم.دادی همدا اوس لږلږ      خبری کوم یوازی د هغی سره اوڅه هم دادی د تا سره.»          دا لومړی ځل وچې ایمل ماته دمکتب ددوری وروسته بیا په همغه پخوانی خوند پېرجان وویل.هغه غوبل پریښود راروان شو اوزما ترڅنګ کیناست.خوشاله و او راته یې وویل«پېرجانه! راځه چې ولاړشو،نن غواړم دخپلویارانواوملګروسره ستا پیژندګلوی وکړم.هغوی لیری نه دی.زه خویوازی دهغوی سره ژوندی وم.» رښتیاچې زه هم سم د لاسه ورسره روان شوم،ځکه چې دایمل خبری کول،خوشالتیا اوبیا دهغه دیارانولیدل زما د پاره دبل هر   څه نه خوراپه زړه پوری و. دواړه روان وو،پرلار یې څه نه ویل.څه مهال وروسته دشاقون باغ ته ورسیدودغه باغ زموږدکلی لویدیزلورته پروت ډېر     پخوانی باغ دی.څنګ ته یې ځنګل اودپخوانۍ زړی کلا زاړه دیوالونه او برجونه لیدل کېږی په تیاره اوشپه کې ډېری کسان   دوېری ورتلی نه شی. په دغه باغ کې دګلانوڅوښکلی پټی چې دپټیوپه منځ کې دوی غټی ډبری ایښول شوی وی دواړه پری کېناستو.په داسی حال کې چې دباغ دشاوخوا اوځنګل نه د راز، رازګلونوعطر،دشاتودمچیو،بوراګانواونوروالوتونکوګډا ددغوګلانوپرڅانګودبلبلو چیغواوناروټولوطبعی ښکلاوو دغه چاپریال دومره ښکلی کړی وتا به ویل چې هرڅه خبری کوی.
ایمل هم د ځانه سره هسی لګیاه و، اوپه بنده،بنده ژبه یې دمقابلولورو سره روغبړکاوه او زه یې هم مقابلو لوروته ورپیژندم.ما هم د زړه د کومی هغه څاره چې څه کوی.څومنټه وروسته هغه خپلی خبری داسی پیل کړی.«پېرجانه! دا ټول زما یاران دی  دا اوس زما کوراوکلی دی،ډېروخت مې ددوی سره تېرکړی دی،ددوی په خبروسم پوهېږم او دوی زما په خبروپوهېږی. دلته هم داسی یونظام شته لکه زموږچې دی.ددوی نظام هم ډېرظالم اوجابردی لکه زموږ هغه بوراګان چې ډلی ډلی مخامخ غواړی وناڅی اوتل خوښ اوهوسا ژوند وکړی اودهغه آسمانی ګل په چوپړکې واوسی چې دوی ورسره دخپل د ژوند په بیه مېنه لری  اوکلونه،کلونه دا ارمان لری مګرهغه بدرنګه حېله ګرمزدورکرغېړن بورا چې د څونورو دده په شان خرڅ شووغلوبوراګانو  سره یې لاس یو کړی اوددی بڼ اوګلشن دبربادی دپاره د هغو نورونا ولدو، سرواو شېن سترګوغوماشوسره ددی بی وزلو     میلیونونومینوبوراګانوژوند یې دګواښ سره مخ کړی دی،لکه چې وینم یې د همدی نظام واکدارن او پردی ملګری یې هم راته څوګونی بریښی نوځکه مې تری ډېربد ایسی ،ددغه بڼ او ګلشن اوسیدونکی ځان هوسا نه ګڼی اوډېرنفرت تری لری ځکه چې  پردی ورته ښکاری او د پردیوپه مرسته ناست دی.اوس نو ته راته ووایه پېرجانه! چې زما دعشق نا کامی خودسنزلی سره    زما بی وسی او د سنزلی دپلاربی عدالتی وه.نو زه خودغودعشق ناکامیولیونی کړی نه یم. بلکه دغه د پردیوظالم اومزدور   نظام ،اوددومره بربنډ ظلم اوجبرسره ،سره بیا هم ددومره ملیونونو بوراګانو نه یووالي اوهمغږی داسی لیونی کړی یم . پای