آرشیف

2017-8-20

دوکتور ص. سعیدي

منفي بې پرېتوب!

 

الساكت عن الحق شيطانٌ اخرس.
د حق نه بیانونکی ګنګ شیطان ته ورته دی. 

هو داسې کسان هم شته چې دوی هم هغه او هم دغه، یعنې هم ښه او هم بد خوشال ساتل غواړي. 
مونږ کولای شو او دا زمونږ حق دی چې د تېرو مشرانو کارنامې او د هغو مواضع او کړنې ‌‌‌‌‌‌دهغوی د ژوند په مختلفو پړاوو کې تر پوره کره کتنې لاندې ونیسو. تور ته یې تور او سپين ته یې سپين ووایو اما نشو کولای او یا حد اقل درسته او پر ځای نه ده چې د تورو او نامناسبو برخو له کبله  د یو شمېر پېژندل شوو مثبتو ارزښتونو له ستایلو او عزت ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړو. 
د  وطن، ولس، د وطن او خېر لار کې د یو ملت سر ښندنې، د خېر، آزادۍ، د وطن او ملت د خدماتو لارویان او مخکښانو قدر او عزت، پر هغوی افتخار او د هغوی د ښو کړنو ستاینه زمونږ وجیبه ده. دا د هغوی د قدر دانۍ او د وجیبې د ادا او د راتلونکي نسل د تربیې او حق د بیان د وجیبې او حق اداء کول دي. په دغه لار کې ‌‌‌‌‌‌ډاره او ددې لپاره چې د کوم مخالف له مشکله ځان خلاص کړي، درست او پر ځای کار نه دی او پورتني سنت پر اساس د حق نه ویونکی د ګنګ شیطان حیثیت لري. 
د استقلال د  ورځې ستاینه د وطن خدمت، د ملت تاریخ ژوندی ساتل او د ملي اتلانو درنښت او د سر ښندنو یادونه او قدر داني او په هسکه غاړه د هغوی ستاینه وجیبه ده. مونږ ته په کار ده چې په متفقو برخو متفق او د منفی اړخونو د تقابل نه د حق د بیان سره سره په مناسب ‌‌‌‌‌‌ډول د خېر د خدمت او د هغه د منطق د عامولو لپاره په هر قدم او نفس کې زمینه سازي او عملي کار وکړو. دا د ژوند رسالت او د دغه لن‌‌‌‌‌‌ډ فرصت له وجایبو څخه دی او باید په پوره توګه په دغه برخه کې د بې پرې توبه لاس واخلو او رسالت  اداء، د خېر جوګه شو.  د هدایت لپاره ځان او نورو ته د دوعا سره سره عملي ممکن مشروع اقدامات  له تأخیر، افراط او تفریطه پرته کول په کار دي. 

و من الله التوفیق 
دوکتور صلاح الدین سعیدي