آرشیف

2018-4-10

دوکتور ص. سعیدي

منظور پښتین _ موخې او تاکتیکونه!
 
 
 
موخې باید د تاکتیکونو قرباني نه شي ! 
 
لر او بر افغان اولس، پښتانو او بلوڅو په ‌‌‌‌‌‌ډېره پراخه کچه د منظور پښتین په مشرتابه  د پښتون تحفظ مومنټ، ددغه ځوان او مبتکر د مبارزې، هلو ځلو ساده، سپين، انساني او ممکن عملي منطق او د هغو د افادو استادي او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي د نښې مېنځ ویشتنې بحث، منطق او خبرو کلک ملاتړ او پلوی وکړ او کوي. 
افغان اولس ددغه صادق زعامت او هغه په عالم اسباب کې د خپلو امیدونه رڼه شمعه ویني.  
ددې غوڅې پلوی عوامل به زیات وي خود عنعنوی پښتنې مشرانو نه ښکاره دریځونه او ناندرې او ددې مشرانو لړزیدلي قدمونه او ای اس ای  ته په ګون‌‌‌‌‌‌ډو ښکاریدل او پر افغان او پښتون اولس د پنجاب د ظلم انتها ، دا ټول د افغان او  پښتون ملت قهر را پارولای. 
منظور پښتین په ساده اما کلکو حسابي الفاظو د افغان او پښتون اولس سترې تراژيدۍ بیاونوي. 
هغو د پاکستان پوځيانو  او اردو ته وايي: وزیرستان کې دې د بمباریو او ورانولو روسته  یو څو مارکیټه جوړ کړل، خو خښته او خام مواد یې ستا په لاس زما د کور او کلي خراب شوو ودانیو نه کارول شوي او  جوړ شوي. 
پنجابه ته مې وژنې ، ته مې ورور، خور، تره او پلار اول د قانون نه پرته او ناروا وژنې او بیا یې مړي راباندې خرڅوې او داسې بې عزته نوم پرې ږدې چې زه  یې ورته نه شم منلای. 
پنجابه ته هماغه آئين باندې عمل کې  احترام او عمل نه لرې چې د هغه د تخلف په بهانه ما غدار ګڼې او وژنې. 
پنجابه تا را ته طالب او دیني افراطي  او طرحه ګر زما سیمې ته راوست او ته مې ددین   په وسله وژنې. 
پنجابه ستا د لاسه هم مړ او هم پړ یم. زه خپله سیمه کې خپل منابع نه شم کارولای. 
منظور پښتون لکه  ددې سیمې دا بعضې ساده ګان او یا د ای اس ای په لومو ښکیل مشرانو!؟ نه دی چې د آزادۍ او پښتون د ننګې چیغې وهي خو د پنجاب او ای اس ای د پلانو او دسایسو له مخې دا چیغې او نهضتونه د دین او د خلکو د مقدساتو سره مواجه کړي او په دې توګه د ماتې سره مخامخ کړي. 
منظور پښتین د یو هوښيار سیاست پوه او پاک مسلمان په توګه   د دین مقابل کې نه، بلکې د ترور، دهشت  او د دین د غلطې استفاده کوونکو مقابل کې آواز اوچتوي. 
منظور پښتین د افغان اولس نه په زور اخیستل شوای مال او متاع ظلم او ښکاره تجاوز ، عصب او ایلغار او ددې اولسونو او پښتون غولونه ګڼي.
 
په دې توګه د دغه حرکت او زعامت  هوښيار تیا او بهادرې ته سلام! 
 
مونږ ټول ددې غورځنګ او د هغوی اوسني واړه پنځو ګونو اساسي غوښتنو، د عدالت او د ای اس ای په لاس د قانون او انسانیت خلاف قتلونو او د زرهاو انسانانو تري تم کیدونو په خلاف یو،  د عدالت غوښتونکي یو ، او نړۍ ته دا د عدالت آوازا رسول او غبرګول غواړو. 
مونږ  ددغه غږ، د پښتون تحفظ مومنټ، د افغان مظلوم اولس غږ په کلکه ملاتړ کوو. 
مونږ ددغه حرکت د مبارزې، جد او جهد مجبوریتون پيژنو او پرې پوره خبر یو. 
 
خو دا هم ویل غواړو چې ددوی یو شمیر لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله دا تاکتیکونه او د اوس په حالاتو کې دغه پينځو مطالبو، اولویت منلو او همغږۍ سره سره، د پاکستان د آئین او اساسي قانون په چوکاټ کې د موقتو او ممکن بعضو مهمو اهدافو حصول ته زمینه سازي  د فهم وړ ده خو د تور پنحاب له لاسه ریښتینې آزادیدو ته باید همیشه فکر وکړو. مونږ باور لرو  چې ددې مشرانو سر ( ان شاء الله تعالی) دا د تور پنجاب نه د ریښتنې آزادیدو سوچ تل وه او شته. 
هو ددې مبازرې دا اوسنۍ کړنلاره چې د پاکستان د اساسی قانون په چوکاټ کې ده، د افغان اولس د بېدارۍ،. کلک انسجام  د قیام د امکاناتو وسیع پلاتفورم ته به ګټه وکړي او زمینه به برابره کړي او د پنجاب د حاکمې  کړۍ  د قوت ماتیدلو او ضعیفولو  سره به مرسته وکړي خو د حل اساسي لار دا نه ده. 
دا د منظور پښتین او ملګرو نړیوال قیام د اساسی خلاصون او د پنجاب له تعدي اوظلم نه د خلاصون لار د هغو د ظلم ختمول او د هغو پر ضد قیام او حق اخیستل دي خو اصلي او اساسي جګړه لا مخ ته ده. 
هغه ګلخانان که په دې باور لري چې په دې اتڼو او عدم تشدد به مشکل حل شي، غلطه محاسبه کړې او بیا هم غلط شوي! 
ګلخانان  دې پوه شي چې حق اخیستل کیږي او حق نه ورکول کیږي! 
گلخانان دې پوه شي چې تور ، قاتل پنجاب به په خپله خوښه به عدالت ته فرصت ورنکړي او غاړه نه ږدي! 
هغه گلخانان چې خپله آینده د پنجاب سره ویني نو په ښکاره خطاء کوي. 
د تأسف ځای دی چې د لندن ناسته کې (۸/۴/۲۰۱۸) د برافغانانو د ملاتړ استازو ته فرصت ورنکړای شو او د هغو پر ځای اتڼونو ته زور ورکړای شو! 
زه د انقلاب او د پښتون او افغان اولس انقلاب پر شعارو چې د پاکستان د آئين په چوکاټ کې، ورکړل شول له سره پوه نه شوم. انقلاب د آئين په چوکات کې سره په تناقض وینم. 
زه د قاتل او مرتد پنجابي پوځ  نه د عدالت غوښتنه او دا توقع کونه چې هغه به خپله عدالت ته پوره غاړه کیږدي، یو خیال او وهم وینم. خو که افغان اولس په دې تاکتیکو له جهانه پنجاب تجریدول غواړي، تجریدای شي او مثبت بولم. 
په کار ده چې اصلي او بنیادي موخې د تاکتیکونو قرباني نه کړو!
د م‌ؤقتو اهدافو په ‌‌‌‌‌‌ډول م‌ؤقتې مطالبو لرلو سره سره، د افغان اولس د اساسي خلاصون او آزادیدو موخې او اهداف نباید یوه ثانیه هم له یاده وباسو! 
له آمو تر آباسینه او اټکه ، یو افغان او بشپړ افغانستان  زمونږه کور دی!
 
او هو د ویلو وړ ګڼم چې 
په ژوندو کې دایمي اتل نه شته، د مشرانو د هرې ورځې  مواضع او کړنې د ملت تر کلک ذره بین او قضاوت لاندې دي او د مواضعو او کړنو پر بنیاد زمونږ موقف د هغوی په حق کې تعینیږي! 
 
و من الله التوفیق
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۹/۴/۲۰۱۸