آرشیف

2020-6-1

دوکتور ص. سعیدي

ملکیان یې شهیدان کړل!

 
الله (ج) دې شهیدان جنت فردوس نصیب کړي، د ملکیانو‌او غیر ملکیانو‌، خلص د انسان په وژل کېدو خفه یو او انسان وژنه. نور مال انسان ته له سره لذت نه لري! 
 خوزما په ماغزو كې یوه خبر،  وبښئ ‌‌‌‌‌‌ډېرې خبرې،  خوه یوه یې داده، چې چندان سر نه ورکوي او هغه خبر دا چې دا ملکي او غیر ملکي کسان څنګه د افغانستان امنیتي ځواکونه فرق کړي؟ 
د پردو تحمیل شوې جګړه ده چې تمویلونکي، دایرکتران،  مدیران، لوبغاړي او 
قربانیان مالوم دي. 
دابه مې سربازته څوک په ګوته کړي چې له کومې ورځې احمد یا محمود ملکي دی او له کومې ورځې بیا غیر ملکي شمېرل کیږي؟ او دا تاریخ ماته، زما سرباز ته څنګه مالومیدای شي؟ 
څنګه ورته مالومیدای شي چې که دی ماشه کش نه کړي نوهغه بل به یې لمړی کش کړي؟ 
هو څنګه پوهېدای شي چې هغه  له کومې ورځې  داعشي او طالب او له کومې ورځې د ګردنې د سر لنډغر ،  غل او له کومې  ورځې د پاکستاني د سرحدي ځانګرو ځواکونو ملکي ملبس غړی او یا د زينبيون ، فاطمیونو او حيدريون،  ایراني تربیت شوای نوکر دی؟ معیار او سند به د جګړې په دګر کې څوک راکړي او مخکې له ‌‌‌‌‌‌ډزې او جګړې نه به مې څوک مطمئن  کړي چې زما زوی هم یتیم نه شي؟ 
د درک او فهم خبر ده چې د افغانستان غميزه داخلي او بهرنۍ عرصې لري او دې برخه مې ستر ځواکونه ښکيل او هريو خپلې موخې او اهداف تعقيبوي او دې کې د افغان اولس تراژيدي اوږيوي او د ترور ضد د لمړي خط قرباني ګرځول شواى دى. دا هم ښکاره او د فهم وړ ده چې د افغان حاكميت د ملت امنيت نه شي ساتلای او که وساتي د ورځې  به یې وساتي او د شپې يې  نه شي ساتلای او د محل خلک دمجبوریت او یا هم کله ناکله د عقیدې له مخې د مسلحو مخالفینو سره ، په حق او یا مجبوریت، په حق او یا ناحق روابط، راکړه ورکړه، ناسته ولاړه لري. ‌‌‌‌‌‌نو دا راکړه ورکړه د هغه د وژلو او بندي کېدو مبرر او توجيه نه شي کېداى او نه ده. 
ډېرو مواردو کې د مدرن تخنیک تصاویر دا ثابتوي چې هغه دی، دغه او یا هغه کور او کلا ته د شپې او یا ورځې مسلح افراد تګ او راتګ لري. 
خو له بلې خوا آیا د چا سره ناسته او کتنه د چا سره د هغه د حزب او ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د غړيتوب سند دی؟ مطمیناً چې نه. 
بهرنیو ځواکونو ته خو کار آسانه 
وه او یا تر اوسه هم آسانه دی. 
ګیره لري او بیا توره ګیره لري؟ هو لري. 
کور کې عربي کتاب او یا دیني کتابونه او قرآن کریم لري؟ هو لري. 
لمونځ یې کاوه؟ هو په لمانځه ولاړ وه او دی. 
سَتْر او پوړنی یې لرو؟ هو لره. 
ترجمان چې په پښتو هم نه پوهیده ، ‌‌‌‌‌‌ډارې اخیستی وه. د بهرني عسکر د سوال په ځواب کې جې دا انسرجنټ او مخالف څه وايي؟ وايي: مچم، دغه پغه  داره،… اما خودش است! 
نو دا ټول د بهرني عسکر تصمیم آسانوي او  د خوار ملکی کار هم آسانه!؟ او اولاد یې یتیم او ښځه یې کون‌‌‌‌‌نډه شوه  او په ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه حالت کې یې اسیر کړ. اسير کړ او بې سرنوشته او بې پرسانه و زندان بان بې رحمه ګوتو ته ورغى. 
هغه چې د حکومت د کړو سره قومي او سمتي مخالفت لرو نو ‌‌‌‌‌‌د بغلان په ډنډ غوري کې یې لا اسیر هم  ونه نیوه او د ملکي کار یې ور لنډ او آسانه!؟ کړ. وویل یې: اګر اسیر بګیریم، حکومت ایشان را رها میکند. 
 
له بلې خوا د شهید او متضرر له نظره او د انسانیت له نظره، د یتیم شوي او کونډې شوې له نظره دا زما ببولالې او یو ‌‌‌‌‌‌ډول 
توجیهات له سره د منلو وړ دي؟ نه په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول نه. 
د هغه رور، پلار او میړه یې ور شهید کړ. هغه ته نه داعش او نه طالب مهم دی. هغه خپل غم او خپل مجبوریت لري. 
 
نو داسې حالاتو کې چاره څه ده؟ 
چاره چې دا نن او همدا نن او همدا اوس لاس په کار شو. 
دا غم د قطر او دوحې پلو خوارو  او ملاعباس او سهيل شاهين ته هم مالوم نه دى. 
پر مونږ ده چې حق ووایو، منطق یې عام کړو او د افغاني سولې لپاره او د پردو د لاس لن‌‌‌‌‌‌ډولو لپاره، د ظالم او متجاوز د تجرید او افشاء لپاره ګډ کار وکړو. 
خپل طبعي متحدین او دښمنان و پيژنو، متحدینو ته د دوستۍ او همکارۍ لاس ورکړو، شرارت او منافق، متعصب او د پردو اجیر په بې رحمه توګه افشاء او تجرید کړو! 
و ما علینا الا البلاغ المبین 
داکتر صلاح الدین سعیدی 
 زړه ليکنه نوي تصحيحات ۳۱/۵/۲۰۱۸