آرشیف

2015-2-7

دوکتور ص. سعیدي

ملي یوالی – د باري جهاني وړاندیزونه او د اکبر یوسفي تردیدونه!

مونږ لیکو، رسالـت ادا کوو او د ویلو لپاره څه لرو او پــــه دې برخه کې سکـــوت راته ناروا  او نادرسته خبر ښکاري (الساکت عن الحق ملعون). مونږ لولو او اورو او د حق خبری او منطق ته منقاد یو. زمونږ د چا سره نه بلکي د حق او ریښتینی لار سره دی.
د وطن زړه سواندی او سترفرهنګی، د نظر خاوند، لیکوال او شاعر ښاغلی جهاني صیب د« ملي یوالی» ترنامه لاندی مطلب او طرحی وړاندې کړي چې درنو وطنوالوهغه په مطبوعاتو کې لوستي او خپل نظریات يې پرې هم ورکړي.
داسمه خبر ده چې په طرحو او وړاندیزونو باید بحث او تکمیلي مطالب وړاندې او هریو خپل سهم اداء کړو. اما کله کله په بحث کې کج بحثي او بحث دبحث لپاره هم لیدل شوای او شته. خو مونږ دلوستوونکو به قضاوت ایمان لرم  اوداچې څوک هدایت کیږي او څوک د یو مطلب څخه څنګه برداشت کوي او هدف يې څه دی د هغوی پوری اړه لري او دا ګران کار او نادرسته خبر هم ده چې هغه بل باید زما په شانی فکر وکړي اویا فکر کولو ته اړویستل شي. دا دورې او دهغو ترخو تجاربو وخت تیر دی. خو پکار ده چې د یو منطق او تبادل نظر په سلسله کې خپلې مواضع او تصورات، خپلې نسخې او د هغو څخه برداشتونه روښانه او د ښه  افهام او تفهیم  دخیر په مقصد په دوامداره توګه کار وکړو. زه منم او دا په ځای خبر ده چې په سیاسیت کې مصالح او منافع دي او ددې منافعو او مصالحوپه نظر کی نیولو سره دوستان او مخالفین اوحتی دښمنان وخت په نوي تعاریف ځانته پیدا کوي. دا خبر په خپل ذات مشکل نه لري. د یو وطن پال لپاره همیشه او دتل لپاره دا معیار وطنی او خیر معیار او دخیر منافع او مصالح دي. د یو خاین او منحرف لپاره بیا خپلی منافع او مصالح او دهغه په اساس دوستان او دښمنان ټاکي. نو مشکل ددی فورمول په اصل کې نه شته. مشکل د اشخاص د اهدافو په تعریف کې پیښیږي.
داچې څوک به ښه لار ته هدایت کیږي دا زمونږ د توانه او رسالت اوچت کار دی. حتی انبیا علیه السلام د رسالت درسولو وظیفه لرله او نور هدایت د الله تعالی په لاس او سلیم عقل په غوره انتخاب وه او دی.
په دې سلسله او بحث کې داسې مطلب هم مطرح دې چې چاچې مطلب او طرحه وړاندې کړی باید توضیحات هم په خپله  ورکړي. خو زه په دی باور یم چې د بـــایــ-د کلمه دلته ځای نه لري. نسخه او طرح وړاندي شوی او ښاغلي باري جهانی دا ابتکار کړای او ښاغلي دوکتور اکبر یوسفي پري خپل نظر او تردیدنونه لوستونکو ته وړاندی کړي. په دې برخه کې می لازمه وګڼله خپل نظر او لیدلوری چې زه د ښاغلي باری جهانی د طرحو او وړاندیزونه نه لرم  تاسو سره په هماغه توګه او ترتیب شریک کړم چې د ښاغلي یوسفي صیب (قسمت سوم – افغان جرمن آنلاین) په لیکنه کې راغلي:
د ښاغلي یوسفي په لنډه مقدمه د « روح و اهداف وحدت ملی، طوریکه مکررا تذکر رفته ………. تر ……تعقل و تعمیل منطق درطول حیات یک جامعه، ثباب رابوجود می آورد .   »  د محتوی له لحاظه هیڅ تردید نه لرم او ډیر عالی بیان او علمی خبری او تأکیدات دي.
د ښاغلي یوسفي تردید د ښاغلي جهانی  د لیکنې په دې برخه کې چې « اوس خبره داده چه ملی یووالی به څرنګه منځته راځي. ځینو دوستانو او پوهانو د تلویزیونونو او ورځپاڼو سره په مرکه کې ویلی دي چه ترڅو پوری موږ خپل ځانونه اصلاح نکړو ترهغه وخت پوری هیڅ نه شو کولای… »
جناب داکتر صیب اکبریوسفی مراببخشد – په دې بحث کې (ځان که جمع آن ځانونه اصلاح کړو) ویا (نور ویا دیګران ) مطرح کیږی او دغه خبره جناب یوسفی ځانه د ګویا د منلو وړ نه ګڼي اویا يې سرپری نه خلاصیږی زماپه پوهه یاتجاهل عارفانه دی یا  یو کج بحثی او محدود پاتې کیدنه ده.  بلی ځان، ما و دیګران مطرح وه، ده او وي به.
مبارزه دحق او دباطل، د انسانیت او شرارت ، د سولۍ او فساد، د وطن پالنی او د خیانت وطن ته، د اجانبو او پردو د کلتور او د فرهنګ د نوکرانو او د وطن اصلی خدمت ګارانو او په لسهاو داسي نور.
(ځان  – ما و شما او نور ) مطرح دي او وي به. زه ددې مخالف یم چې ټول باید راضي وي. (من مخالفم که همه باید ازمن ومواضع من راضي باشند) ما ، ځان و خپل ځان اصلاح کول او له ځانه پیل کول د اسلامی، انسانی او علمی اصولو پر بنیاد درست اصل دی. او داسې تاکیدات په کار دي او باید وشي.  نه پوهیزم په دی برخه کې کج بحثي څه ګنجایش لري اوددې خبرې کوم ځای دپوهیدو نه دی؟
ما  – مونږ – ځان:
ټول خیر خواه هموطنان او ددې وطن خیر خواه او منور بچیان چې  وطن او خلکو ته د خیانت قصد نه لری او د وطن او خاوری سرنوشت ورته بی اهمیته نه دی او په خپلو لیکنو، بیانیو، شعرونو، نثرونو، ناستو ولاړو او هردم کې د وطن او خلکو په رنځ رنځیــږي او د هغوی آزار د خپل د ځان آزار وینی.
نور – آنها : هغه چې ځان او خپل قدرت ورته مطرح دي او دوطن د تجزیی به بیه د خپلی بقا او سیاسي قدرت کې دپاتي کیدو او بیا قدرت ته درسیدو لپاره افغانستان به اوسنیو بدو شرایطو کې د فدرالی او تجزیی خواته د پردو سره په توافق کاږي.
که درپورتنی درجه بندي چې ځان، ما و دیګران او نور تشریح شي چې مطمینا جهانی صیب هم همدا هدف او مقصد لري نو بیا داسې ما و دیګران ، ځان او نور وجود لري او باید وجود ولري. که داسي تقابل او ما – ځان  او نور مطرح وی چې باید وي نو  واضح او ښکاره ده چې د پردو نوکران، د هغوی د ناوړه فرهنګی او سیاسي اهدافو مخ ته وړونکي او خاینین په دې ارتباط د نورو او دیګران تر کتګوري لاندې راځي او دا سمه خبر ده. تأکید کوم چې هر څوک راضی او خوشحاله کول اقلا عوامفریبه (پوپولیستی) خبر ده. زه د جهانی صیب دا هڅی  په دي مفهوم چې د وطن دخیر خواه بچیانو او اظهاراتو عملی خواو باندې عملي کار وشي پلوی کوم او دا دهرافغان وظیفه ګڼم.
 
د  ښاغلي یوسفي د « بیل کله و بیل خیال » به هکله باید ووایم چې:
وحدت ملی او ملی یوالی توافق پر ټولو هغو مطالبو او نسخو نه دي چې زه يې منم.
توافق،  ملی وحدت او ملي یووالی دا هم نه دې زه به خپل نوم، کورنی، قوم او سیمی نه تیریږم او یا هغه ته بد وایم.
توافق، ملی وحدت او ملی یووالی دا هم ندي چې ټول باید اسلامی امارت ومني.
وحدت ملی دا هم نه دي چې (دیګران – نور ) دې چې هغه قلابی  دیموکراسی چې د تخلفاتو د پوښښ لپاره په تیرو لسو کلو کې وکاروله شوه ومنو. هو مونږ د مختلفوپوهو، فهم،  مسلک او مختلفو شخصی تجاربو خاوندان او خپل محدود اولویتونه هم لرو.
مونږ په یوې کورنی، په یو کلي او په قوم پوری زمونږ د انتخاب نه پرته مربوط یو او اړه لرو.
زمونږ کلی او بانډه راته د بل کلي او بانډی نه ښایسته ښکاري دا مشکل نه لري. خو مشکل هغه وخت منځ ته راځی چې خپل کلي دبل د کلي په ورانیدو کې ووینو او خپل عزت د بل په بی غزتي کې وګورو.
مونږ په بل کله او بیل خیال لرو چې نورماله خبر ده.  خو په دی باید مثلا ملی وحدت او توافق وکړو چې دا وطن باید تجزیه او د پردو د اهدافو لپاره ونه کارول شي.
مونږ باید و حدت، توافق او ملی یووالی ولرو چې د حاکمیت  مشروعیت په پردو استخباراتی کړیو کې د داخلیدلو په واسطه نه، د ټوپک په واسطه نه،  د پردو د عسکرو په زور نه  بلکی د خپلو خلکو ته دمراجعی په توګه درسته او په ځای خبرده.
مونږ باید توافق وکړو چې دا بیلی کلی او بیل خیال نسخې هغه وخت مشروعیت لرلای شي چې ملت پرې د صحت مهر ولګوي. او………
د  جهانی صیب د ملي وحدت اوملی یو والي په دې هڅو کې کوم شک او تردید نه شته. مشروع، ضروری او خیرخواهانه حرکت يې بولم. نه پوهیږم د چا سر پـــری ولی نه خلاصــیــږي؟
هو باید دافغانستان د تابعیت او د قانون دمطیع او متخلف اساس باید مطرح او دا اوسنی پروسه باید په دی طرف ته حرکت ورکړل شي. خو په دی برخه کې دا طبیعی پروسي باندې هرډول مصنوعي فشار راوستل خطا او مشکلات ایجادوي.
افغانستان اتباع لري چې د قومونو او قبایلو او مناطقو پوری اړه او تړون لري. په دی مرحله کې دا ډول  او نورو ډیرو عواملو او واقعی فکتورنو او واقعیتونو ته داسی پام کول چې دا پروسه د افغانستان د تابعیت داصل په لوری روانه کړای  شي هوښیارانه او درست کار وینم.
زه په دې باور یم چې  سالم او دخیر بحث د متحدو اهداف او ملی یوالی زمینی برابروی او صادقانه بحث ته باید ادامه ورکړل شي او خپل رسالت باید اداء کړو او د افغانستان د  کشتی د غرقید مخه ونیسو. دا دټولو خیر خواه انسانانو  رسالت دي.
 
و من الله التوفیق