آرشیف

2020-4-4

شاه ولی آرین

ملي دریځ ته سپکاوی

 
ټولو ته معلومه ده چې طالبانو د هیواد پر نوی سلنه برخه خاوره د ۵ کلونو په شاوخوا کې داسی حاکمیت درلود چې د یو واحد مرکزیت او مشروالي له لوری اداره کیده، څو لاملونه د دی باعث شوول چې د دوی د بریالیتو او حاکمیت د ټینګښت علت وګرځیدل:
۱- د هغه وخت ګډوډ حاکمیت چې د واګو چاری د جمعیت د نظار شورا په لاس کې وی او نورو تنظیمي جګړو، پاټک سالاریو، توپک سالاریو او سل ګونو نورو غیر انساني عملونو د شپیته زرو کابلیانو د وژلو او ورانونو په نتیجه کې ولس دوه سپوګمو ته رسیدلی وو، بدلون یې غوښت او د دی فکریې هم نه کاوه چې څه به راځی، خو یوازی موجود حاکمیت یې نه غوښت.
همدا علت و، چې د  تورخم او چمن نه نیولی د کابل تر مرکزه حتا یو ډز هم پر طالبانو چا تر سره نه کړ.
۲- طالبانو د خپل راتګ په لنډه موده کې، ثبات، امنیت او د واحد مرکز نه د اطاعت کنترول رامنځ ته کړ، چور چپاول او سلګونه هغه منفی پدیدی یې له منځه یوړی چې د تیر حکومت په وخت کې ولس تری زوریدلی وو.
رشوت، اداری او اخلاقی فساد، غلا، د دولتی او شخصی ملکیتونو خوندیتوب، د مخدره توکو د کښت مخنیوی او سلګونه داسی منفی پدیدی یې مهار کړی چې د اکثریت ولس پلوي یې ځانته راجلب کړه.
۳- د طالبانو پورتنیو هغو کړنو چې افغان ولس ته یې یوڅه هوساینې ورپه برخه کولې ددی علت وګرزید چې په لنډه موده کې د هیواد پر ۹۰ سلنه خاوره حاکمیت ټینګ او د ټولو هیواد والو کمک، پلوی یې ځانته را جلب کړه.
افغان ولس او حتا یو شمېر روڼ اندی هم په دی باور وو، چې دغه حرکت یا خوځښت یو ولسی یا ملی تشکل دی، ممکن تیری او موجوده ناخوالی د اسلامی شریعت د اصولو او احکامو د تطبیق په رڼا کې عملی اوهیواد به له غمېزی وژغوری.
تر هغه ځایه چې ټولو ته جوته ده د یوڅه مودی وروسته هم په هیواد کې یو شمېر روڼ اندود او هم د نړی اکثرو هیوادو ته د طالبانو اسلامی امارت او یو شمېر قواعد او کړنو چې د تشدد او زور له لاری تر سره کیدل د تشویش وړ وګرزیدل، لکه د ښځو په مقابل کې د کار، تحصیل او ټولنه کې یې د نقش محدودیتونه، د ږېرو جبری پریښوول، د تشدد او ځور له لاری لمانځه ته کشول په بین المللی برخه کې افغانستان د نړی له هیوادو سره په انزوا کې راوستل او ځنی نوری داسی کړنې چې د دوی اتبار یې په ملی او بین المللی ډګر کې زښت زیات زیانمن کړ،همدا علت و، چې یوازی د نړی دوه دری هیوادونو په رسمیت وپیژندل.
 
هغه عوامل چې طالبان یې نور هم د انزوا کندی ته ټیلوهل:
 
ټولوته معلومه ده  چې په یو هیواد کې د حاکمیت د ټینګښت لومړی شرط د هیواد د ولس او خلکو ملاتړ دی له حاکمیت او نظام نه ، دوم لامل اقتصادی او ټولنیز بنسټونه دی چې نظام پری متکی کیدای شې، بل عنصر بین المللی مناسبات راکړی ورکړی او متقابلی مرستی یادولای شو چې د طالبانو حاکمیت د دوی د غلطو پالسیو او کړنو له امله له پورتنیو اړتیاوو او شرائطو نه محروم پاتی شو چې لاملونه یې په لاندی توګه د یادولو وړ بولم:
۱- دغه حرکت ځکه یو خود جوشه ملی خوځښت نه و، چې د پاکستان وژل شوی صدر اعظمی بینظېر بوتو وار وار حتا د مطبوعاتو له لاری په ګوته کړه چې د طالبانود تحریک د منځ ته راتلو هدف هغه پروژه وه چې مفکوره یې پاکستانی اود اکمالاتو، تنظیم او استخباراتی چارو مسؤلیت یې امریکا، انګریزانو او سعودی عربستان پر غاړه درلود.
۲- ددی پروژی یو له عمده موخو نه د یونیکال کمپنی د نلکو د لیکو تیرول و د افغانستان پاکستان له لاری چې طالبانو د هوکړی خلاف له دی کمپنی نه مخه وګرزوله او له کانادائی کمپنی سره یې د قرار داد چاری پیل کړی.
۳- پاکستان هم چې د طالبانو تر ټولو نږدی سپانسر و بیا یې هم نه غوښتل چې د طالبانو نظام دی په یوه ځواکمن دولت تبدیل شې،ځکه ویې هڅول تر څوځینو داسی اعمالو ته لاس واچوی چې خپل محبوبیت په ټولنه کې له لاسه ورکړی، د مثال په توګه د بامیانو د بتانو له منځه وړل او ځنی نور د تشدد او ځور له لاری د اسلامی شریعت جاری کول.
۴- طالبانو د اقتصادی ستونزو او مجبوریتونو له امله اړ شول چې اوساما بن لادن ته په هیواد کې د اوسیدو زمینه برابره کړی او ولیدل شوول چې د خپل سقوط په بیه یې له هغه نه لاس وانخیست.
دا چې طالبانو څنګه ماته وخوړه او ولی یې ټول هیواد قبضه کولای ونه شو او یا داچې د بُن په کنفرانس کې ولی ورته برخه ورنه کړل شوه بل وخت ته یې پریږم، مګر دا چې ولی بیرته د یوځواک په توګه ظهور کوی او هغه امریکا چې د ب ۵۲ الوتکو په مټ یې دوی رانسکور کړی وو، مګر اوس یې د مذاکراتو او تفاهم له لاری بیرته اعاده کوی او قدرت ورته انتقالوی او یایې په قدرت کې شریکوی په دی رابطه غواړم لاندی ټکو ته د لوستونکو پام راواړوم:
څه کم شل کلنې جګړی په هیواد کې د امریکاېی او بهرنیو هیوادو د شتون په مقابل کې د یو شمیر هیواد پالو، نا لوستو او یا هم ځینو لوستو افغانانو په ذهن کې د بهرنی اشغال په مقابل کې د طالبانو د مقاومت او ملی مبارزینو جواز او معنی لرله او له ډېرو سره داسی سوچ هم وو، چې که دا ځل طالبان سیاسی واکمني تر لاسه کړی نو د تیرو ترخو تجربو په نظر کې نیولو سره به د هیواد او ولس په ګټه مثبت کارونه تر سره کړی.
د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو او توافق ته د رسیدو تر وخته د طالبانو دپلوماتیکو هلو ځلو د ایران، روسیی او چين سره د تالبانو اړیکو د طالبانو د موقف د لوړیدو او د افغانانو هیلی او امیدونه نور لا هم پسی د باوری کیدو لور ته نږدی کول او داسی سوچ کېده چې په هیواد کې به جګړه ختمېږی او د ټولو افغانانو په ګډون به یو پراخ بنسټه حکومت را منځ ته کېږی.
په خواشنۍ سره ولیدل شول چې نه امریکا، نه بین المللی ټولنه، نه هم طالبان او نه هم افغان دولت د سولې د پروسی د عملی کیدو هغسی ګامونه واخستل چې اړین وو.
طالبانو د دېرو سترو تیروتنو په نتیجه کې هم ځان وژنه وکړه او هم یې د بهرنی اشغال په مقابل کې د خپلو نولس کلنو قربانیو او ملی هوویت ته سپکاوی وکړ چې لاملونه یې په لاندی توګه د یادولو وړ بولم:
۱- که طالبان په رښتیا هم مستقل ځواک وای او له تیرو ترخو تجربو نه یې یوڅه زده کړی وای باید د سولی لپاره یې لومړی د افغانی جرګو له لاری له حاکم دولت سره غوږونه نږدی کړی وای او بیایې د بهرنیوځواکونه د ویستلوګډ پروګرام له امریکا سره شریک کړی وای او د امریکا او ناتو د یوه سرباز موجودیت یې هم په هیواد کې نه وای منلی، په هغه وخت کې به لا نورهم د طالبانو ملی هویت لا پسی پیاوړی شوی وای او د هیواد والو د ملاتړ باعث به ګرزیدلای وای.
۲- بله اساسی تېروتنه د طالبانو دا وه چې له پیله یې وغوښتل د هیواد په نظام کې تفرقه واچوی چې دا د افغان سولې په ګټه سم کار نه و،ځکه هر څومره چې نظام او ټولنه پاشلی وی د یو ستر رښتنی هدف عملی کول ناشونی کار وی. د شمالی ټلوالی، د هیواد د ځمکو او عامه شتمنیو د چور مافیا سره د طالبانو ناستو ولاړو د دوی ملی هوویت ته ستره ضربه وه، چې دوی خپله یا اګاهانه ډول دا کار عملی کړ او یا قصدآ داسی بی سنجشه عمل ته ور ټیلوهل شوول.
۳- د امریکا سره د طالبانو د خبرو، توافق نامو دوه اړخیزی ناستی، چې نه د افغانی اجماع، نه سیمه ایزی اجماع او نه هم د کومی بین المللی اجماع د رامنځ ته کیدو اوتظمینونو پرته ترسره شوه او په دغو توافق نامو کې ځنی پټ او مرموز داسی مواد هم موجود دی چې د بهرنی قوواو وتل ، له امریکا نه د مرستو ترلاسه کول یې د ځینو نا شنجشه او غیر عملی وعدو له امله محدو کړل بل هغه ټکی دی چې د طالبانو د هوویت او امریکا ته د سر ټیټیدو پر حکم دلالت کوی.
۴- هغه هیواد وال چې لا اوس هم طالبانو ته د سولی فرښتې او د اشغالګرو په مقابل کې د ملی مقاومت نوم ورکوی لږ دی سر په خپل ګریوان کې کته کړی د امریکا سره د طالبانو د توافق د بربنډو او پټو موادو نه چې د قدرت لپاره طالبانو هر څه او حتا د سپیڅلو افغانانو هغه سری وینی چې د ازادی او د استعمار نه د خلاصون په لار کې نثار کړی وی،څه ورته ور به برخه کړل.
اوس دا وار په وار په ډاګه کېږی چې نه کومه سوله شته او نه په هیواد کې د سولې لپاره څوک عملی کار کوی. معلومېږی چې ددی روانو لوبو ګټونکي یوازی امریکا دی او بایلونکې یې هم د افغانانو د لوبی بازیګران چې په هغو کې هم طالبان، هم افغان دولت او هم افغان سیاسیون سره له سیاسی په نوم ګوندونه شامل او د یادولو وړ دی.
امریکا ته نه افغان دولت مطرح ده نه طالبان او نه هم د سیمی سیاسی ثبات، ځکه هغو دغه لوبه د خپلو سیاسی موخو لپاره چې انتخاباتی کمپاین  دی د یوی لاسته راوړنی لپاره په کار اچولی ده.
که چېری امریکا وغواړی د سولی تر نامه بیا هم طالبانو ته په راتلونکی نظام کې غوښنه برخه په لاس ورکړی بیا هم دا د امریکا کومه مثبته موخه نه ده بلکه د توافق د پټو موادو پر اساس امریکا غواړی د طالبانو له لاری منځنی اسیا، چین او ایران ته سر دردی ور پیښ کړی، په یقین سره ویلای شم چې امریکا به هیڅکله دغو موخو ته ونه رسیږی.
اوس نو ددی شومو موخو او سیاسی لوبو بدلونکی یوازی افغان ولس او په هیواد مین افغانان دی چې د یو فولادین یووالی او یو واحد غږ په پورته کولو سره دغه پاڼه بدلولای شې.
 
دټولو افغانانو د یووالی په لور!