آرشیف

2020-6-13

شاه ولی آرین

مـیـنـه

یـوځـل دې وکـتل په مـینه، مـینـه
رښتیـا کـه هسې غـولـول وپه کې
 
مـخ تــاوول، شـاته کتـل دې څـله؟
ستـا د زلـفـانــو الـوول و پـه کـې
 
اثـري سـتـرګـې دې وژنـې کـوي
دبـڼـو غـشو دې مرچـل و په کې
 
یـارانه سخـتـه ده هـوښیـاراوسئ!
ټـګي برګي ده، چـلوول وپـه کې
 
په دیدن موړخو به دې کړی ومه
چې د دردونـو مې تسل و په کې
 
۰۹/۰۶/۲۰۲۰
اغوس دنمارک
 شاه ولی ارین