آرشیف

2020-8-12

شاه ولی آرین

مشورتي لویه جرګه او غبرګونونه

لوېې جرګې، مشورتې جرګې، قومي جرګې او داسې نور یو شمېر ملي ارزښتونه شته چې د هیواد په تېر تاریخ کې د مهمو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر رابلل شوي او د وخت اړتیا او ستونزې یې راسپړلي او د حل لارې یې ورته پیدا کړې دي.
وروستۍ مشورتي لویه جرګه چې د طالبانو د څلورسوو بندیانو د خوشې کولو په خاطر را وبلل شوه، د هیواد په اساسي قانون کې د داسې جرګې په هکله کوم قانوني جواز نه لیدل کېږی او نه هم د داسې جرګې پریکړې د اجرائیوي صلاحیت لرونکي دي؛ نو ځکه په هیواد کې د یو شمېر هیوادوالو، شنونکو سیاسیونو، لیکوالانو، د نظر خاوندانو او په خاص ډول د ولسمشر د شخصي مخالفینو غبرګونونه یې یوازې د منفي عمل په توګه را وپارول، چې د دې جرګې جوړول، د وخت ضایع کول، اقتصادي او مالي بیځایه لګښت، د پنځه کلنې دورې د پوره کولو له پاره بهانه، بله نوې ډرامه او د داسې نورو نومونو عنوان ورکوي او نیوکې پری کوي، چې یو شمېر دغه نیوکې تر یوه حده له حقیقت سره اړخ هم لګوي.
 
د طلبانو د څلور سوه زندانیانو خوشي کول همدا اوس هم د جمهور رئیس اشرف غنی د فرمان له مخې خلاصیږي نه یوازی د جرګې د پریکړې پر اساس. بله اساسي خبره داده چې طالبان له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، که جرګه وي کنه، که افغان دولت و غواړي کنه امریکا پر افغان دولت د زور او فشار له لارې هم خپل تعهدات د لاسلیک شوي تړون له مخې عملي کوي.
 
رښتیا هم لیدل کېږي چې په هیواد کې د سولې روانه پروسه ورځ تر بلې خورا پیچلي وضعیت لور ته روانه ده.
 
په دولت او نظام کې بې باوریو، نفاق او بد بینیو، د هیواد د سیاسیونو تر نامه لاندې د دولت داخلي او نږدی همکارانو توپیریز او عُقدوې چلند پر شخصي ګټو ولاړ اپوزیسیونو د جمهور رئیس محمد اشرف غنی او عبد الله تر منځ ناندرۍ او بهانې، د پخواني جمهور ر ئیس حامد کرزي او ورسره ډلې لاسوهنې په نظام او اپوزیسیون کې د داخلي فضا د خړپړتیا له پاره نورهم د طالبانو او نورو افغان دښمنو ډلو ژرندو ته اوبه ورواړولې، په داسې یوه وضعیت کې، زما په اند که لویه جرګه شوې وای یا نه، افغان دولت مجبور و چې د امریکا د ګواښونه او فشار له امله یې دغه څلور سوه زندانیان خوشې کړي وای.
 
غواړم دلته څو اساسي پوښتنې مطرح کړم چې د روانو ستونزو او د سولې له پروسې سره تړاو لري:
 
۱- ایا د سولې په پروسه کې روانې ستونزی او خنډونه چې د افغان دولت له لوري رامنځته کېږي دا د امریکا له لوري پلان ورکول کېږي او که یوازې د افغان دولت له لوري تر سره کېږي؟
 
۲- ایا مشورتې لویه جرګه یوازې د څلور سوه طالب زندانینو د خلاصون له پاره راغوښتل شوې وه او که نورې موخې یې هم درلودې؟
 
۳- د څلور سوه طالب بندیانو تر خوشې کیدو وروسته به د دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې تر سره شي، اوربند به عملي او د دایمي سولې د عملي کیدو چانس به څومره وی؟
 
زما له انده ډېر هغه څه چې په هیواد کې له طالبانو سره د سولې د پروسې په هکله د افغان دولت له لوري تر سره کېږي د امریکائي مقاماتو د پلانونو او هوکړې پرته به ناشوني وي، چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه هم په کې د یاد وړ ده. د سولې روان بهېر دا په ډاګه کوي، چې په رښتیا هم امریکایان یا سوله نه غواړي او یا هم داسې سوله غواړي چې په سیمه کې د دوي شتون تضمین او ګرنټي کړي، نو ځکه د دوي یو له پلانونو نه به دا هم وي، چې دوي په خپله او یا د افغان دولت له لوري په مختلفو بهانو او خنډونو دغه پروسه په امریکا کې د جمهوري ریاست تر ټاکنو پورې وغزوي. نو ځکه د بندیانو د خلاصون په پروسه کې ځنډ یا ستونزې به یوازې د محمد اشرف غنی کار نه وي، بلکې امریکا هم د همدې پلان اصلي لوبغاړی یادولی شو.
 
په روانو غبرګونونو کې ډېر کسان د لویې مشورتي جرګې جوړیدل بې اساسه او د وخت تیرونه ګڼي، اما زما په اند د لویې مشورتي جرګې را بلل د جمهور رئیس له لوري د هیواد په داسې حساسو شیبو کې ډېر پلان شوی او غوره تاکتیکي او سیاسي عمل و، چې جمهور رئیس هم د نړیوالو او هم د طالبانو او یا هم د خپلو کورنیو په نظام کې مخالیفینو ته چې ادعا یې درلوده اوهم یې نیوکې لرلې چې په نظام کې د نظر یووالی نشته، جمهور رئیس ټولې چارې انحصار کړي، ملي اجماع د افغانانو تر منځ وجود نه لري او داسې نورو پوښتنو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او ویې ښوده چې ټولو په یوه خوله او یوه غږ د سولې له پروسې نه د افغان دولت په مشرۍ ملاتړ وکړ او د څلور سوه بندیانو د خوشې کولو نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او په دغه تصمیم کې یې ولس له ځان سره شریک کړ، شاید ځینو سره دا پوښتنه وي چې ایا د لویې جرګې غړي د ولس نمایندګي کولای شي؟.
 
په هر صورت همدا ټولنه  او همدا یې استازي، د دې ټولنې یو واقیعیت دی، چې جمهور رئیس د موجود نظام د اتوریتې له پاره ترې ګټه پورته کړه.
 
بله ښیګنه د دې مشورتي لویې جرګې دا وه چې د نورو تیرو جرګو په شان په نوم د جهاد او مقاومت د مشرانو د اوتو بوتو پر ځای د جرګې د ټولو غړو له لوري په هیواد کې د جنګ، وینې تویونو د مخنیوي او د اوربند او سراسري سولې د راوستلو په خاطر متمرکز شوي وي، چې دا تر ټولو یو ستر پرمختګ دی.
 
بله د یاد او اهمیت موضوع دا هم ده چې جمهور رئیس، عبدالله عبدالله ته د لویې مشورتي جرګې له لوري د سولې د پروسې مشرتوب او ریاست وروسپاره چې په راتلونکې کې به ورته ځواب ورکونکی هم وي، نو ځکه مشورتي لویه جرګه ممکن یوازې د څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کولو په خاطر نه وه جوړه شوې، بلکې نورې موخې چې پورته ورته اشاره وشوه هم په نظر کې نیول شوې وې.
 
سوله یوه پیچلې او اوږده پروسه ده، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون، د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو ناندرۍ، تاوتریخوالی افغانان او نړیوال اندیښمن کړي دي، تر اوسه د دې پروسې د لارې خنډ د طالبانو له لوری د څلور سوه طالب بندیانو په وخت نه خلاصون په ګوته کیده چې لویې مشورتي جرګې دغې ستونزې ته د پای ټکي کیښود، اوس به ولیدل شي چې طالبان له افغان دولت سره د مخامخ خبرو، اور کم او اور بند په اړوند څه کوي.
 
د هیواد والو په غبرګونونو کې له لویې مشورتي جرګې نه دا تمه هم وه، چې جرګې د هیواد په سرحدي پوله کې د پاکستاني نظامیانو له لوري د اغزن سیم د غزولو، دروازو جوړولو، راکټونو د ورولو په هکله د افغان دولت پر چوپتیا خبرې او د وضاحت غوښتنه یې کړې وای، همدا ډول که چیرې طالبان، افغان دولت او یا امریکا د څلور سوه طالب بندیانو تر خوشې کولو وروسته بیا هم په پروسه کې خنډونه رامنځته کړي، هیواد وال څه باید وکړي؛هم باید خپل راتلونکی تصمیم روښانه کړی وای.
 
په هر صورت تیرې لویې مشورتي جرګې هم خورا ډېری نیمګړتیاوې درلودې او هم یې مثبت اړخونه لرل.
 
سوله د افغانانو حق دی!
 
   شاه ولی ارین