آرشیف

2022-8-31

دوکتور صلاح الدین سعیدی

مشره غږ مې درځي؟ 
د امريکايانو د ویستلو ورځ طالب عمومي رخصتي اعلان کړه!
پاره دانورو ورځو کې کوم توليدي او اجرايوي رغنده کار روان دی؟
د ډرون د ختمولو رخصتي به کله نیسئ!
او هو د پنجاب او د لارد کلارې د حاکميت او تسلط قصه څنګه ده؟
ياره ځان غولوو که بل غولول غواړو؟ دا اولي به درسته وي!
د قرآن کريم د قريش په مبارکه سوره کې راغلي: …اول ډوډۍ او بيا امنيت ….  ألذی أطعمهم من جوع و آمنهم من خوف…
طالبه تا سرچپه کړې. اول د امنيت خبر کوې او هغه هم په خپل تعريف او بيا … وايې: روزي خو يې پر ما نه ده. نو الله تعالی خو ورته په عالم أسباب کې وسيله ورکوي او د. من او سلوی   وعده هم نه شته.
طاله افغانستان کې د ښکاره وژنو او قتلونو چې مستند فلمونه ترې اخيستل کېږي… ځواب لرې. په چک پوستو کې دريش او ودرېږه واياست او څوک د فرار هڅه کي او ته د يوې، دوه ډزو پر ځای چې متخلف  ولاړ او بې وسې شوای، پر د ټوپک جاغور خالي کوې. ددغه قاتل، جنايت کار او متخلف کوم کس دې مجازات کړای؟
پوښتنه: ددې شرارتونو او نخلفاتو د ختمزدو او ددې ظلمونو د ختمېدو تجليل او رخصتۍ به کله کيږي؟
ستا تماميت خواهي او ميم زور ما ټوله زما ملت ته حق ورکوي د ټولو مستقيم او اوسنۍ مسؤول تاوګڼي او ته يې.
تېر قوانين دې ملغی او نوي قوانين نه شته او د شريعه لا، د اسلامی قوانين او شريعت چې د قرآن کريم او سنن رسول الله پر بنا شخصی فتاوای او مذاهب دي کله به د ېو مدون قانون په بڼه تنظيميږي چې ملت پرې پوه شي د کوم مذهب لار ونيسي. د أهل سنت و الجماعه هم مختلف مذاهب دي. دا تدون به څوک کوي او په کوم مشروعيت؟
نوطالبه ته دې ته څه وايې او څه ځواب لرې؟
د مدني حقوقو له مراعاته پرته چې د اعتراض ځواب د ټوپ خوله شوه او رسمي لوړ تصميم نيونکي مراجع نه دي تعريف او د جلال آباد والي وايی چې دې ته به کلک او سخت قوانين جوړواو … دابه کله او کومه مرجع جوړوي؟
د متقاعدينو اعتراض مو په ډېرو سختو ټکونو ځواب کړ او دا لړۍ اوږده ده!
طالب د ځان تباه کول دې خپل کار، خو ته اسلام، وطن او ملت ته سخت اضرار رسوې چې ابعاد يې ډېر خطرناکه او لا د پاکستان په لومو بند يې!
او هو دا د پاکستان د پېنځمې
صوبې د تحقق حالت ته څه وايۍ؟
الله ج دې مونږ ټولو ته د نېکۍ هدايت وکړي خو طالب اول حق ستا دی!
ته فرصتونه له لاسه مه ورکوه او د الله ج له قهره وډار شه!
ان بطش ربک لشديد.
او‌هو
ټول شموله حکومت، د قومونو پر تناسب د حاکميت ويش او د ښځو او نارينه حقوق د طالب د ليد لوري په شمول نظريات د هرچا خپل منطق دې پر هر چا خپل نظر مبارک وي خو پر ملت يې د حکومتي د وسايلو په کارولو تحميل ددې حاکميت د  مشروعيت روسته مطرح کېدای شي!
د نړۍ د عوامفريبه تأکيد نور ظاهر کې دلچسپه، غولونکې او د پردو استخباراتو د برنامو د عملي کولو لارې او د حل لارې زمونږ مشکل نه حلولای  شي او نه د حل لاره ده!
ټولټاکنو ته د تذکرو په شمول بشپړه تابياوې او تعهد او د ېو وګړي، ېو رأې ته ژر تر ژر لار اوارول  د حل ېوه مهمه اساسي لار ده!
د افغانستان د مشکل، د افغان ملت د روانې تراژيدۍ لنډول او د نړۍ د امنيت د مشکل حلول د ېوې بستې ( پکېج) په توګه تدابيرو ته
اړتيا وه او ده!
هېڅ ناروا او حرام د بل ناروا او حرام کار مبرر کېدای شي او نه دی!
دلته څوک سرباز او څوک وزير او رئیس نه دی زېږېدلای.
تېرو چارواکو چې خپل کوم ېو ښه او ډېر بد امتحان ورکړای اوس د سرباز په توګه د خپلو ګناهونو د کمولو لپاره کار کولای شي او د امامت حق نه لري او دې ته بايد اقلا د اخلاقي لحاظه هڅه ونکړي!
و ما علينا الا البلاغ المبين
داکتر صلاح الدين سعيدی
۳۹/۰۸/۲۰۲۳
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸