آرشیف

2017-12-4

دوکتور ص. سعیدي

مشاورین مو ‌‌‌‌‌‌ډېر که تېروتنې موډېرې؟

د دیسمبر په  درېمه مې  سهار یواځې ۲۰ دقیقې، فیسبوک  کتو. خوشاله شوم چې مشرقي ، ننګرهار او وطن كې د متمدن  سیاسي ژوند علایم، کړنې، ولس سالاري او مظاهر مې تر سترګو شول.  قندهار کې  د حاکمیت پر ضد اعتراض او ننګرهار کې د حاکمیت په ملاتړ غون‌‌‌‌‌‌ډه.  خو د لږ مکث  روسته او څو لن‌‌‌‌‌‌ډو خبرو اوریدو او دریځونو سخت خفه کړم. دلته او هلته مې د دیموکراسۍ او ولسواکۍ نه ناوړه استفادې، د عدم مسلکي ، ناپوه اظهاراتو، د اوریدو سره یوځای مې  طبعیت خراب، خفه او ملول شوم. 
انتخابات او ټاکنې ملت سالاري خو دا ځانته قواعد او اصول لري. مطلق عدالت د خلکو مطلق حاکمیت دغه دې دنیا  کې په تأسف ممکن کار نه دی. نن ټاکنې او سبا د نظام د چپه کولو بندو بست، ښکار تهدید او  د چپه کونې د ګواښ خبرې د منلو وړ نه دي. هم حاکمیت او حکومت کې او هم د حاکمیت او حکومت پر ضد، تهدید او اولتیماتوم، دا ‌‌‌‌‌‌دواړه نه شي کېدای. 
همایون همایون ١٢ ساعته التيماتوم وركوي، تينج محكمې ته د عدالت د تأمین مانع کیږي او دلته د حقوق شهروندي  او اساسي قانون د تطبیق دهل غږوي، او حاجي قدیر د هیڅ حزب، سازمان او ائیتلاف نه ځان مبرا او  منکر بولي، خو د هغوی د قوت او ملاتړ لپاره هرڅه کوي. د اسلامیت او افغانیت پر ضد رای ورکوي خو د وحدت او سیاسي تمدن خبر هم کوي. زما به غوږو کې د اوریدو مشکل به وي خو سترګي مې ویني او عقل مې لا سنجولای شي  چې څوک څه عمل کوي؟ 
د قندهار ناستې کې د ابهاماتو او اتهاماتو د له مېنځه وړو او رفعې لپاره که هم وای زمونږ یعنې د ملت لپاره د ناستې مشخصه اجندا او مشخصې پریکړې او لیدلوری او د کار مشخص تصامیم او پریکړې ، چې څه مو غوښتل او یا څه غواړئ، ضرورت او اړتیا وه؟ دا کار به تهمتونه د عمل او ښکاره تصامیمو او پریکړو سره د ملت لپاره ، د ما لپاره د کاڼي کرښه او د دریځ روښانه لار ښود شوای وای. دوی دا کار ونکړ. 
د تعحب خبر او د مسخې حالت خو دادی چې اعتراض او نیوکې هغوی کوي چې خپل د یادو پاتې راتلنو او نواقصو عاملین دي. 
او بلاخره د وطن مشر د څه کم 500 مشاورینو سره وايي چې زمونږ د کلي ٤ مسجده  اوس اولس شوي او جامع جوماتونه هم څلور برابر شوي او دا د اسلام د خپریدو او د قوت خبره او نښه ده. زه پوه نه شوم چې دا (٥٠٠)  مشاور او كار پوهانو کې تر دا دمه چا ورته د مسجد ضرار مسأله تشریح نه کړه. چا ورته ونه ویلې او یا د اوریدو توان نه شته چې  په صدر د اسلام کې د هغه مساجدو مخه نیول شوې او حتی خراب کړای شوي چې د کلي او مسلمانانو د نفاق او بیا یو جامع جومات څلور شي د مسجد ضرار په نامه نه دي منل شوي او حتی د ضرار مسجد، چې اسلامي وحدت ته ضرر رسوي،  خراب كړای شوي دي؟
پردې تأکید کول چې د دې وطن او نورو تحلیل ګرانو وړاندې لید کړای وه  چې د افغانستان  اردو به پاشل کیږي او نظام به ویجاړیږي … چې ثابته نه شوه…. 
د وطن مشرانو ته دا ډول ټول تحلیل ګران په توهین یادول  نه عادلانه، نه درسته او نه معقول سیاست دی. 
د پردو نوکرانو او د اجرائيه رياست د معاون په آدرس، د بې غیرتو او منافقو ته د ښځو د پوړنی اغوستل په ښکاره، پوړني ته توهین او دا ښه خبر او د منلو وړ نه ده. دا مسلماني اخلاق  نه مني. 
دداسې ناروا خبرو او عاداتو مثالونه لکه ته مې وزې خوره او زه دې روزې، د چا په کور او حریم اوښتل او حق خوړل او بیا هم ویل: ځه توکل مې په خدای، رشوت او حرامو ته د څوکۍ عاید بلل، د بېګناه انسانانو ژوند او مال ته تهدید او له مسلمانه د انتحاري عمل پرکولو  دتوبې فرصت اخېستونکي له د اسلامي حق نه محرومونکي ته استشهادي ویل، مخدره مواد کرل او تجارت کول او … ټول هغه ناروا، ضد انساني او ضد اسلامي اقوال او اعمال دي چې د روا
 ګڼلو او جواز ورکولو په صورت کې انسان د کفر ذلیل مقام ته رسوي.
د وطن دسیاسي مشرانو، د ټولنې د مخکښانو، علماء او با رسالته اشخاصو کار دی چې د ټولنې ښه جهت ورکولو لپاره عملاً کار وکړي او نه چې د انحراف او غلط او ناروا کار تشویقونکی او ممثل شي. 
که مو حق او ريښتیا ته خدمت له توانه پوره دی نو له الله ج او د حساب له ورځې و بیریږئ، انشاء الله تعالی ( ج) به درته د تېرو ګناهونو عفوه وکړي،   درنه تیږه مچي او پر خپل ځای یې بېرته کیږدئ  او استعفا ورکړئ تر څو نور چې توان یې لري د خدمت جوګه شي.  
زه باور لرم دا ملت کافي  مستعد او وطن ته متعهد کادرونه لري. په یاد ولرئ فرصتونه لن‌‌‌‌‌‌ډ دي. 
و ماعلینا الا البلغ المبین
د. ص. سعیدي
٣/١٢/٢٠١٧
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨