آرشیف

2022-2-15

دوکتور صلاح الدین سعیدی

لوټمار که غل؟ 
ېو سارق (غل – د بل په بې خبرۍ کې د بل په مال کې ملکيتي تصرف)بل طرار ( په رڼا ورځ د زور او قوې په استعمال د چا مال وړل او تښتول دي) ، بل لوټمار  ته انګليسي کې برګلر وايي چې د ټوپک او وسلې سره په زور د چا مال اخلي. دالوټمار  د طرار مفهوم ته نږدې خو کامل مفهوم د برګلر نه دى. اوبل نباش دى چې مونږ ورته کفنکش وايو. دى کېداى شي په هغه تأکيد کې راشي چې خدا کفنکش سابق را ببخشد. دا بعضې حکام نړۍ کې دغه حالت کې راځي. ددې بيان سره سم نو بايدن سارق او غل نه دى. دى  برګلر  دى چې په زور او ټوپک د بل چا مال اخلي او مالک ورته رقې رقې ګوري او مانع يې نه شي کېداى. که داسې وشي چې د آمريکې محاکم  يې مانع شي، د ١١ د سپتامر متضررين يې مانع شي او يا خپله خپل فرمان د  (اوتورميدوره) حقوقي اصل پر بنياد  لغوه کړي، چې دا ټول امکانات زمونږ د کار د اندازې او فعاليت پورې اړه لري.
دبايدن کړه د لوټمار کړه دي او غل ورته ويل دقيقه افاده نه ده!
ستاسې رور داکتر سعيدى
لندن ١٥/٢/٢٠٢٢