آرشیف

2022-1-22

دوکتور صلاح الدین سعیدی

له ټولو له طالبان دې واوري! 
ألحمد لله مونږ مسلمانان يو! اسلام او اسلاميت، افغانستان او افغانيت ته خدمت زمونږ وجيبه ده او دغه برخه کې د طالب د ادعاګانو سره سم،  ډېر مشترکات لرو،  خو د طالب تماميت خواهي او په بعضو موارد کې کله شخي،  افغانستان کې د تأريخي دښمن يعنې د پاکستان حضور دا هرڅه په اوبو سره لاهو کوي.
طالب  هوښيار او مدبر قشر د الله (ج ) په نصرت دغه حالت ته تغير ورکولاى شي خو زه يې علايم سخت ضعيف وينم.
په دولتدارۍ کې له قول نه عمل ته راتګ په کار دى او اوس نو طالب افغانستان کې  د مسجد امام نه دى او دولتي اجراأت تنها په وعظ او نصيحت نه کېږي.
د ښو قوانينو نافذ اعلانول او د هغو تطبيق ته اړتيا شته. دا کار د قانون د تنفيذ مراجع مظبوطول غواړي.
طالب بايد خپلې برنامې مرامي او د اوس لپاره د تطبيق برنامو باندې وويشي. په دغه چوکاټ کې د پراخ امارت اسلامي قايمول دي چې دهغه دپراخ  تحقق لپاره د ټوپک د خولې پر ځاى دافغان  مسلمان ملت په اسلام او  انتخاب باور لرل دي.
مونږ دتېرو  حاکميتونو او د جان کيري انتخابات وليدل او دا منو چې په تېه کې تخلفات زيات وه. اما د ددې دليل نه دى او نه شي کېداى چې مونږ د يو وګړى، ېوې رايې اصل  او د ملت انتخاب او زمونږ په حالت کې د مسلمان ملت انتخاب اصل رد کړو. دغه عصر کې څوک شف شف نه شي کولاى او په نيمه خبر سره پوهېږو.  د مشروعيت لار دا ده چې دا طالب د عمري عدالت د مدعيان له خوا  او د نړۍ د کلک نظارت لاندې تحقق ومومي او تأمين شي.  طالب دې دې  ته غاړه کېږدي.
د الله (ج) نه ډار په کار دى او دا ملت نور د کړاوو سره مه مخامخوٸ. هو نړېوال خپلې موخې او برنامې لرلې او لري او زمونږ موخې او اولويتونه بايد د اسلام په چوکاټ کې زمونږ ملت او وطن وي او د پاکستان له لومو ځان ايستل وي. مقاومت او تېر نظام کې آحمد او محمود زمونږ  الترناتيف نه دى. مونږ د اسلام، افغان ملت او افغانستان سرلوړي غواړو. طالبان دې پختې له غوږو وباسي او د علم، پوهې او درايت منطق ته غوږونه،  مخکې له دې چې يې  زينې له پښو لېرې شي، ښه خلاصې کړي.
تفاصيل زياد دې خو اوس همدا مختصر!
وما علينا الا البلاغ المبين و ما توفيقنا الا بالله العلي العظيم.
ډاکتر صلاح الدين سعيدى
٢٢/٠١/٢٠٢٢
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨