آرشیف

2016-10-26

eazam

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب: ۳ برخه

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

۶ : الله پاک ته تضرع او عاجزي کول .

عاجزي د عذاب د دفع کېدو لپاره يو سبب  دی .

لکه څرنگه چي دغه خبره د قرآن کريم په مختلفو ځايونو کي ذکر شوې ده . الله تعالی فرمايي : وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ ( المؤمنون:۷۶ ) .

ژباړه : او په يقيني توگه مو په عذاب کي راگير کړل، خو نه يې خپل رب ته غاړه کېښوده او نه يې عاجزي وکړه !!

په بل ځای کي فرمايي : فَلَوْلا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ( الأنعام : ۴۳ )

ژباړه : نو کله چي هغوی ته زموږ عذاب راغی، نو هغوی ولي عاجزي ونکړه ؟ خو د دوی زړونه سخت شول او شيطان هماغه ورته ښائسته کړل څه چي يې کول !!

په بل ځای کي فرمايي : وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ ( الأعراف:۹۴ )

ژباړه : هيڅکله داسي نه ده شوې چي موږ کومي سيمي ته پيغمبر لېږلی وي، او د هغې سيمي خلک مو مخکي ( د انکار له کبله ) په تنگلاسۍ او کړاوونو کښي نه وي اخته کړي، چي ښايي هغوی په زاريو شي !!

له دغو آيتونو څخه معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره تضرع او عاجزي مؤثر او اغيزناک سبب دی ځکه پر دوی عذاب له دې امله راغلی وو چي په دوی کي عاجزي نه وه، د دې لپاره چي عاجزي پکي راشي .

۷ : دُعاگاني کول :

دا هم له  عذاب څخه د خلاصون يو ستر لامل دی .

{قُلْ مَا يَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّى لَوْلا دُعَآؤُكُمْ } (الفرقان : ۷۷)

ژباړه : ( اې محمده – صلی الله عليه وسلم – ) خلگو ته ووايه ! زما رب ستاسو هيڅ پرواه نه لري، که ستاسو دَُعاوي نه وی !!

د دې آيت يو تفسير داسي دی چي الله پاک په تاسو څه پرواه لري، که ستاسو دُعاگاني الله تعالی ته په سختيو کي نه وې، چي په ترڅ کي يې الله پاک پر تاسو رحم کوي او هغه تکليف له تاسو لري کوي .

له دې آيت څخه معلومه شوه چي په دُعاء سره عذاب گرزي .

همدا راز الله تعالی فرمايي :

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ (الآية، المؤمن : ۶۰)

ژباړه : له مانه دعاء غواړئ، زه به ستاسو دُعاء قبوله کړم !!

په دې آيت  کي د دُعاء امر شوی او د الله پاک له  لوري يې د  قبلولو  خبر ور کول شوی ( چي د الله تعالی خوښه شي ) .

نو که انسان له عذاب څخه د خلاصون دُعاوي وغواړي، اُميد شته چي الله پاک يې دُعاء قبوله او عذاب ترې وگرزوي .

 نو په دې اړه دُعاء يو اغېزناک سبب دی .

۸ : تقوی او پرهېزگاري :

دا هم له  عذاب څخه د خلاصون يو غوره او مؤثر سبب دی .

د حضرت صالح عليه  السلام په قوم چي عذاب  راغی، نو له  عذاب څخه يوازي متقيان مؤمنان خلاص شول .

الله تعالی فرمايلي دي : وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آَمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ (فصلت : ۱۸)

ژباړه : او موږ هغه خلگ وژغورل چي ايمان يې راوړی وو او تقوی يې کوله !!

معلومه شوه چي د ايمان سره تقوی له عذاب څخه د خلاصون لامل دی .

 
( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام