آرشیف

2016-10-23

eazam

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب: ۲ برخه

بسم الله الرحمان الرحيم 

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 

۳ : توبه او استغفار : 
د الله پاک له عذاب څخه د مخنيوي لپاره يو مؤثر سبب توبه او استغفار دی . 
الله تعالی فرمايي : وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال : ۳۳) 
ژباړه : او الله پاک دوی ته په داسي حال کي عذاب ور کوونکی نه دی چي دوی بخښنه غواړي !!
مشرکانو سره د دې چي د خلگو په  وړاندي خو يې د ځان لپاره د عذاب  غوښتنه وکړه، خو په زړه کي د دې خبري په ناسمتيا پوهېدل، نو د عذاب له راتلو وېرېدل او له الله  پاک څخه به يې استغفار او بخښنه  غوښتله، نو ځکه الله تعالی وفرمايل چي الله  تعالی دوی ته د بخښني د غوښتلو په حال کي عذاب نه ور کوي .
معلومه شوه چي استغفار د عذاب له راتلو تر هغه وروسته هم مانع او مخنيوی دی چي د عذاب لاملونه  موجود شي . 
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي : إن الله جعل في هذه الأمة أمانين لا يزالون معصومين مجارين من قوارع العذاب ما داما بين أظهرهم: فأمان قبضه الله إليه، وأمان بقي فيكم، قوله: { وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ } ( تفسير ابن کثير ص : ۴۹ ج : ۴ ) 
ژباړه : الله جل جلاله په دي امت کي دوه امانه مقرر کړي، چي تل به له عذاب څخه خوندي وي تر څو چي هغه دواړه په دوی کي موجود وي . 
يو امان الله پاک خپل لوري ته اخيستی دی ( يعني نبي عليه السلام ) او بل په تاسو کي پاته دی( يعني استغفار )، ( د دغه خبري يادونه) د الله پاک ( په دې ) وينا( کي شوې ) ده چي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ الآية !!
معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره توبه او استغفار مُهم سبب دی . 
نو اوس په دې زمانه کي له عذاب څخه د مخنيوي لومړنی سبب ( د نبي عليه السلام ) وجود نشته، نو بايد دوهم سبب ( استغفار ) ته يې خاصه  پاملرنه  وکړو او له الله – جل جلاله – څخه د خپلو گناهونو بخښنه وغواړو او توبې ور ته وباسو .  
۴ : له عذاب څخه د خلاصون بل سبب ايمان دی . 
۵ : بل سبب يې شکر دی  . 
الله تعالی فرمايي : مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآَمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا (النساء : ۱۴۷)
ژباړه : الله ستاسو په عذاب څه کوي، که مو شکر و ايست او ايمان مو راووړ او الله شکر قبلوونکی پوه دی !!
په دې آيت کي الله تعالی دې خبري ته اشاره کړې چي الله پاک د هيچا په عذابولو ته اړتيا نه لري او نه دا کار الله تعالی ته  کومه گټه رسوي . 
خو ليکن د الله تعالی رحمت داسي ځای غواړي چي د رحمت قابل وي او هغه دا چي مؤمن او شکر کوونکی وي . 
کله چي کوم ځای له دغي وړتيا خالي وي، نو پر هغه د رحمت پر ځای الله پاک عذاب نازلوي . 
نو څوک چي د ځان لپاره نجات او خونديتوب غواړي، بايد ځان په ايمان او الله تعالی ته په شکر کولو ښائسته کړي .

( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام