X

آرشیف

لمریز بادونه او د نوي کنګلي عصر وړاندوینه

د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۳ نیټه د هواپیژندني په ډنمارکي سایټ کي د برټانیوي اکلیم څیړونکو لخوا د یوه لنډ کنګلي عصر د راتلو په اړه د وړاندویني خبر خپور سوی وو . دا پداسي حال کي ده چي په راتلونکي کي د هوا د ګرمیدو او له کبله یې د پیښیدونکو ناخوالو په اړه ورځ تر بلي اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي . د بلي خوا د یوه کنګلي عصر د رارسیدو خبر هم د لا ډیرو ناخوالود اندیښنو څخه خالي ندي . دلته اړینه بولم د کنګلي عصر ( عصر یخبندان ) په اړه څو کرښي ولیکم :
د ځمکي د مخ د فزیکي حالت په تاریخ کي بیلابیلي دوري راغلي دي . کله یوه برخه تر اوبو لاندي سوی او بله برخه یې لوړ غرونه وی او کله برخلاف غرنۍ سیمه تر اوبو راغلي او د سمندرونو  تل لوړ تللي وي . کله داسی ګرمي دوري راغلي چي ان ځنګلونو اور اخیستی وی او کله بیا پر هغې  داسی یخني واکمنه سوې وي چي ټوله سیمه یې په دایمي کنګل اړولي وي . د بیلګي په توګه د څیړنو له مخي دغه د اوسني ډنمارک او شمالي المان سیمي لس زره کاله د مخه دایمي کنګل وې یاني یو کنګلي عصر یا دوران ورباندي واکمن وو او هر څه کنګل وه . کنګلي دورې کله په زرهاوو  کلونه نیسي او کله هم لسیزي یا څو پیړۍ غځیږي . د راتلونکي کنګلي عصر عمر لنډ ښودل سویدي .
     دا په راتلونکو لسیزو کي د دوو متضادو حالاتو ( وړاندوینو ) څخه د یوه سره د مخامخ کیدو خبري ماته د ملا نصرالدین یوه ټوکه را یاده کړه :
     « وایي د وخت پاچا اعلان وکړ چي د هوا د وړاندویني د پاره یوه تکړه متخصص ته اړتیا ده او په لوړ معاش یې استخداموي . که دا ډول څوک وي ، خپله درخواستي دي اړوندي اداري ته وړاندي کړي . ددي اعلان په ارویدو سره ملا نصرالدین مراجعه وکړه او په درخواستۍ کي یې دا شرط هم لیکلی وو چي که دی د خپلي ماندیني سره یو ځاي استخدام سي نو دا ضمانت کوي چي د هوا وړاندوینه به یې په سلو کي سل دقیقه وي . پاچا ورته وویل چي زموږ خو یو نفر پکار دي . ملا ورته وویل چي په یوازي سره د دقیقو وړاندوینو ضمانت نسی کولاي . پاچا دده څخه  ددي شرط علت و پوښته . ملا یې علت داسی بیان کړ : دا لدې کبله دي چي که زه ووایم سبا ته به اسمان شین او ګرمه هوا به وي ، ماندینه مي حتماً وایي چي نه ، ستا خبره صحیح نده ، سبا به اوریځ وي ، سخت باران به اوري او هوا به ډیره سړه وي اوبرخلاف که زه د سبا ورځي د پاره د باراني هوا وړاندوینه وکړم ، ماندینه مي حتماً شین اسمان او هوا ګرمه اعلانوي . پدې توګه به سبا ته یا زما خبره صحیح سي او یا زما د ماندیني ، خو په هر حال د هوا حالات به دقیق اعلان سی » .
 
     د ټوکو څخه که تیر سو او علمي څیړنو ته راسو ، د راتلونکو څو لسیزو د هوا په اړه به په زړه پوري وي چي د برټانیوي اکلیم پیژندونکو خبري هم واورو . دا تاسی او داهم د هغه خبر پښتو ژباړه :
 
      سره لدې چي دا مهال ډیری څیړونکي په اټموسفیر کي د کاربن ډای اوکساید د زیاتیدو له کبله د ځمکي پر مخ د اکلیم د تدریجي ګرمیدو او تودوخي  وړاندویني کوي ،  د یو لړ نورو تازه څیړنو پایلي بیا ښیي چي موږ باید د یوه نوي لنډ کنګلي عصر ( یخبندان ) د رارسیدو په خاطر سترګي په لار و اوسو . دا پایله د هغو څیړنو څخه تر لاسه سویده چي د انکلستان په (  Northumbria University ) پوهنتون کي یو شمیر لمر څیړونکو تر سره کړبده . دا څیړونکي داسی وړاندوینه کوي چي د ۲۰۳۰ کال وروسته به په ځینو سیمو کي خورا سخت ساړه  ژمی راسي او ټوله ساحه به په کنګل واړوي .
      نوموړي څیړونکي د خپلو وړاندوینو اصلي لامل په لمر کي ویني . دوي دا وړاندوینه د لمر پر سطح د یو لړ ( لکو یا خالو ) له مخي کړي چي ډیره بریالی یې بولي او وایي ددغو لکو د شمیر له مخي د لمر د فعالیت اندازه لګیدلاي سي چي زموږ د ځمکي پر اکلیم باندي بشپړ اغیز لري .
      دغه انګریزي لمر څیړونکي د خپلو څیړنو پر بنسټ وړاندوینه کوي چی د لمر د لکو فعالیت به د ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۴۰ پوري ۶۰ سلنه را ټیټ سي . دغه کار به یوازي د راتلونکو ۱۵ کالو په موده کي د سختو ژمني یخنیو لامل وګرځی  .
 
د لمر د اغیزمنتوب د کچي په اړه ناهمږغي نظریات :
 
د اکلیم د ادلون بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کي یې زموږ د اکلیم پر څرنګوالي باندي د لمر د رول اغیز په رسمي ډول تائید کړی مګر دا یادوونه یې هم کړیده چي دا رول یوازي په ټیټه کچه د ځمکي د هوا پر منځني درجه باندي اغیز ښندلای سی . نور څیړونکي ماهران بیا د لمر او په ځانګړي توګه په لمر کي د لکو فعالیت رول او اغیز د ځمکي د هوا پر حالاتو باندي ان د هغه کاربن ډای اکسایډ ( CO2) د اغیز په پرتله هم زیات بولي چي د انسانانو د ورځني فعالیت له مخي هوا ته پورته کیږي .
 
په لمر کی لکې ، لمریز بادونه او د ځمکي اکلیم :  
 
     په لمر کي لکې دا هغه توپانونه ښئي چي د سختو مقناطیسي فعالیتونو له کبله د لمر پر سطح منځته راځي . دغه توپانونه ډیر مقدار مواد د لمر د سطحي څخه بهر ته خارجوي . د نوموړو موادو جریان په فصا کي د لمریزو بادونو په نامه یادیږي او کله چي تر ځمکي پوري را ورسیږي ، « شمالي نور یا روښنایي » منځته راولي ( شمالي نور او جنوبي نور یو ډول قطبي روښانه بریښنایی شعاعوی دی چي د لمریزو بادونو د شدت او سختوالي له مخي منځته راځي . ژباړن ). دغه مواد همدارنګه کولای سي د ځمکي په اټموسفیر کي د اوریځو پر کچه باندي تاثیر وکړي چي دا کار هم په اټموسفیر او هم د ځمکي پر مخ د هوا پر درجو باندي اغیز ښندي . د همدې ځایه ده چي د لمر پر سطح توپانونه د ځمکي د مخ د هوا سره تړاو پیدا کوي .
 
 
یو د بل سره مطابقت او یو په بل پوري تړاو :
 
      څیړني ښئي چی د لمر پر سطح توپانی فعالیتونه پدي وروستیو څو پیړیو کي دوه برابره زیات سویدي او په عین وخت کي دا کار د ځمکي د تدریجي ګرمیدو د دوران سره مطابقت کوي . همدارنګه د ۱۶۴۵ کاله تر ۱۷۱۵ کال پوري د لمر پر سطح د لکو په شمیر کي د پام وړ کمښت تر سترګو سوی وو . دا وخت د هغه وړوکي کنګلي عصر دوران وو چي اروپا سخت ساړه ژمي تیرول . دا هم تثبیت سویده چي د لمر پر مخ د لکو شمیر د ځمکي پر مخ د تودوالی د منځني درجو سره مطابقت کوي . خو داچي دا حالت یود بل سره علتي تړاو لري او کنه ، تر اوسه لا بشپړه مالومه نده او د بحث وړ موضوع پاته ده .
 
د راتلونکو ۱۵ کالو وروسته کي د هوا حالات :
 
      د لمر د څیړونکو د مطالعاتو او وړاندوینو پر بنسټ او د اکلیم د بدلون په هکله د روانو نظریاتو په پام کي نیولو سره  د ۲۰۳۰ کال په خواوشا کي کولای سو د اکلیم په اړه لاندي وریانتونه د یادولو وړ وبولو :
 
۱ ــ د ځمکي عمومي ګلوبال تودوالی به دوام و مومي ( لمر به پدي کار کي ډیر رول و نلري ) .
۲ ــ عمومي ګلوبال تودوالی به پښه نیولي سی ( توقف به وکړي ) .
۳ ــ په عمومي ګلوبال تودوالي کي به وقفه راسی.
۴ ــ عمومي ګلوبال سوړوالی او سخته یخني به راسي او یو لنډ کنګلي عصر به منځته راولي ( لمر به پدي کار کي ستر رول ولوبوي ) .
 
 دا چي د لوړو څلورو وریانتونو څخه به کوم یو واقعیت و مومي ، دا هغه څه چي وخت به جواب ورته ووایې او د انسانانو وړاندویني به پریکنده رول و نه لري .     د ژباړي پاي
 
د ژباړونکي یادوونه :
      د لوړي لیکني د وروستۍ نتیجې اخیستني په توګه د څلورو وریانتونو یادولو ماته یوه فکایې ډوله کیسه را یاده کړه . هغه داسی وه :
     د کندهار په ارغنداب کي یو سپین ږیری سړی وو چي ځان يې تل تر نورو هوښیار او په هرڅه پوه باله . یو وخت چي حاصلات ټول سوي وو ، دغه سپین ږیری د یوې ډلي نورو کسانو سره په بانډار کي ناست وو او پدي باره کي خبري کیدې چي سږکال به د وچو میوو قیمتونه څنګه وي . کله چي ده ته نوبت ورسیدی ، نو و یې ویل : یاره هلکانو که خدای درواغجن نه کړم زما فکر خو داسی راته وایې چي سږکال به شکرپاره یو څه ګرانه سي ، یا به یو څه ارزانه سی او یا به پر دغه حال پاته وي . . . . . .

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.