آرشیف

2022-6-10

دوکتور صلاح الدین سعیدی

لا قانوني او معلق حالت!

> لاقانوني او اوسنی معلق حالت  به بعضو ته نسبي أمن راوړای وي خو استقرار او متمدنه، با عزته ټولنه نه شي جوړولای!
> دا نه کومه خياطي او نه زما له تېر شل  کلن  نظام او حالت نه د مطلق رضايت مانا لري، نه سيکولار نظام افغانستان ته سفارش کوم.
> وايي زندان او باغ وحش کې أمن دی! آيا همدا أمن مو غوښته؟
> جمهوريت سقوط وکړ خوقانون نه شته او د قانون د انفاذ بحث له سره غېر عملي خبر ده!
> تېر قوانين  ملغی او نوي قوانين نه شته. د ديني مذاهبو او خبره ګانو فتاوی ، شخصي فتاوې دي او د قانون مقام ته نه مدونې ، نه توحید او نه لوړې شوي!
> ملوک الطوايفي  کې دلته او هلته د چارواکو  و لو صادق اظهارات چې دغه او هغه متخلف ته به کلکه جزا ورکړل شي د دولتدارۍ او د قانون له حاکميته  بې خبري او سياسي بې سوادي ده!
> د نړۍ د قبول شوو اصولو سره سم متهم د تخلف د هغه قانون پر بنياد محکوميدای شي چې هغه قانون د تخلف د وقوع نه مخکې نافذ وي!
> طالبه غږ مې اورئ؟
> طالبه غږ مې درځي؟  ناوخته ته کړئ!
> طالبه جهل مرکب څه ته وايي؟
> آنکس که نداند و ندا داند که نداند!
>
> غاړه خلاصوم !
> الله ج شاهد  دی چې ترحم مې درباندې راشي!
> زه د خپل واسکټ  څپلو غم وړای  يم چې بيا به يې اغوستلای نه شم!
> سر دې پر خلاص شو طالبه؟
> مه کو چې په دغه ډول چې روان يې ستر تاوانونه دا ملت، دغه خاورې او… ته به
> ورسوې
> داکترصلاح سعيدی
> ۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
> ۱۰/۰۶/۲۰۲۲