آرشیف

2022-12-22

دوکتور صلاح الدین سعیدی

لاطاعت للمخلوق فی معصیت الخالق! 

 

د طالب غورځنګ په نامه يو خیاط چتیات مې واورېدل او په ظاهره کې ډېر ساده او صداقت څېرې خبرې کولې خو چتیات او خطاء وه او دی! 

ویل غواړم چې ستا پلار هم د طالب د لوړو زده کړو د وزیر ( ندا محمد ) غیر مشروع وزیر ته پرتوګ نه شي ګنډلای! 

اول خو ستاسې نظام غیر مشروع نظام دی! 

دوم هغه څه چې د 

الله او رسول الله ص په حکم چاته ېو حق ورکړای وي د هغه حق اخیستل نه طالب او نه ای اس ای حق کېدای شي! 

امرثانی يعنې درواغ تاسې پوهېږئ چې درواغ وایاست او دا بهتان دی او بهتان  کبیره ګناه ده! 

ندا محمد جاهل همدا لنډ فرمان کې درې بنیادی خطاوی هم شته. سلام او سلامتیا، او د بریاو تمنا پوهنتون ته نه ویل کیږي. بیسوادو. شخص ته سلام او د بریاوو غوښتنه کېږي! 

د اساسی قانون ( د الله تعالی د کتاب حکم) د وزیر او هغه هم د ای اس ای او غیر مشروع وزیر نه شي تغیرولای. نظام او حاکمیت کې مأمور ، والی، رئیس او وزیر قانون نه جوړوي. قانون مشروع شوراء، دارالافتا او یا اسلامی پارلمان جوړ او مراحل یې طی او د حاکمیت مأمورین یې مجریان وي. ندا محمد او ورته کسان باید له تآخیر پرته محاکمه شي! 

حکومتی مأمورین د قانون مجریان دي!

طالبه واوره!

ستا عمر درته ای اس ای لنډوي او په دغه قسم یې درلنډوي! آی اس ای نه غواړي ته د پاکستان طالب ته د حاکمیت نمونه شئ! ستا تباهي او رسوا کول په عالم اسباب کې پاکستاني استابلشمنت تنظیموي! 

طالبه داسې ښکاري ستا پرې سر نه خلاصېږي خو خبر همدا ده. 

امر ثانی د ستا صلاحیت نه دی. ولې امر ثانی؟ ېونیم کال مو درلود. ددې کار تنظیمول د مسلکي کسانو په لاس کې د موضوع د أهمیت له کبله په ۱۵ ورځو کې کېدای شي. روان حرکت درول نه دي په کار او د کار په جرېان کې یې اصلاح ممکنه او معقوله خبر وه او ده! چې کار اهل ته نه وسپارل شي، تمامیت خواهي او مطلق العناني وي، نتیجه همدا وي! 

جهالت او حماقت هم حد لري. 

لاطاعت للمخلوق فی معصیت الخالق! ( د ګناه په کار کې بنده ته اطاعت نه شته!). 

افغانستان کې ددې ادارې، ددغې طالب ادارې  مقابل کې بغاوت حتمی او وجیبع شوه! 

د طالب د وطن دښمنه، قوم دښمنه، اسلام دښمنه کار يوه بیلګه همدا د انجنو د زدکړو سره مخالفت دی. مونږ  د ستاسو  د طالب په انتخاب خفه ېوه! تاسې به ځان تباه کړئ دا ستاسو اختیار، خو تاسې ددې وطن، ټولنې، اسلام او افغانستان ته ضرر رسول ستاسې حق نه دی! 

او هو د پاکستاني او د دوحې د سولې خاینانه طراحانو ته تأریخي مخ تورنه او د افغان ملت سره خیانت او دشمني ثابته  خبر ده او تاسې ددې ټولو تخلفاتو مسؤولین یاست! 

د افغان ملت او جهان پرې پوهیېږي! 

افغان ملت ته په کار ده چې متحد او متفق د اولویتونو لپاره په تمرکز خپلې هڅې ګړندی کړي، د ملت ستر آواز جوړ او د شیطنت او تخلف پر وړاندې ودرېږي او نه ووایي! 

اوس اوس د ملی محور او د غیر حزبی حرکت او ( د افغانستان د ملي ګټو مدافعانو) سره د وحدت او ېوموټي کېدو کې خپلې هڅې ګړندی کړي! 

منتظر مه پاتې کېږئ او راپورته شئ! 

فلک فریاد میدارد که بربندید محملها! 

و ما علینا الا البلاغ المبین

دوکتور صلاح الدین سعیدی 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

strategicstudies@yahoo.com