آرشیف

2017-1-25

دوکتور ص. سعیدي

قمرګل که کمر ګل؟

نن مې د خپل د ژوند د فرهنګي کار په ادامه خپل اوږدمهاله د څوکلونو فرهنګي کار یعنې په افغانستان  کې د نومونو ستر قاموس او  کتاب باندې چې په پنځو ژبو دی کار کاوه. دا ستر او کامل د نومونو  قاموس چې خپل نهایي مرحلو کې دی او تر یو کاله پورې به انشالله بشپړ شي یو ښایسته مطلب ته متوجه شوم چې تاسې سره یې هم شریکوم: 
قمرګل: قمر عربي کلیمه  او ګل پښتو او دري/ فارسي کلیمه  ده چې د دواړو  له ترکیبه د قمرګل ښایسته ښځینه نوم جوړ شوای او په پښتنو کې رواج دی. 
اما 
د کمرګل چې اوله کتنه کې د قمر ګل بل ‌‌‌‌‌‌ډول لیکنه ښکاري او داسې ښکاري چې د قمرګل نوم د افغانستان د بعضې محلاتو د تلفظ له وجهې کمر ګل شوای دی د پام وړ را وګرځيد. داسې نه ده چې قمر ګل دې د کمر ګل وي. د کمر ګل نرینه نوم دی چې د شاعرانه خیال او انداز سره سم هغه ګل ته ویل کیږي چې د کمره خواته، ‌‌‌‌‌‌ډېر ځاي یواځې او د خاص ښایست لرونکی ګل دی چې دغه نوم ( كمر ګل) پښتو نرینه نوم دې او په پښتنو کې رواج لري. 
دوستانو له دوعا مو مه هېروئ چې اول دا او بیا یوبل پنځه ژبه ایز د ژبو قاموس چې د هغه کار هم د دستنویس په حساب خلاص او بیا کمپيوتري کوم. انشاء الله د څو راتلونکو کلو په جریان کې به د ژوند د نورو مشغولتیاوو سره بشپړ کړم. 
لږه راته ګرانه تمامیږي او ناخوښي لرم چې ددغه دوه فرهنګي پروژو د بشپړولو پرځای د مصرفي نوشتو په لیکلو مې وخت تیریږي. خو هغه هم راته ضرور او اړینې ښکاري. 
ستاسې نه په درناوۍ هیله کوم خپل رغنده وړاندیزونه او نادر نومونه که لرئ او په نظر مو خوري ماته راولیږئ چې زه یې خپل نوم لړ سره سر ورکړم چې لرم که یه؟

مننه 
دوکتور صلاح الدین سعیدي