آرشیف

2021-5-9

شاه ولی آرین

غنی نور څه وکړي؟ (لومړی برخه)

 

ټولو ته جوته ده چې د استعمار په موجودیت کې په یوه ټولنه کې د هغو حکومتونو نه چې د استعماري بهرنیو تاقتونو له لورې جوړ شوي وي، د هغې ټولنې وګړي یا ولس ورته په ښه سترګه نه ګوري. په افغانستان کې له ۲۰۰۱عیسوی کال را دیخوا د امریکا د یرغل وروسته، په هیواد کې د بُن د کنفرانس را وروسته جوړ شوي حکومتونه ورځ تر بلې د امریکا د ناسمو پالیسیو او د هیواد د ځینو مشرانو د خیانتونو او هیوادنیو لوړو ګټو ته د نه ژمنتیا له امله ورځ تر بلې، د حکومت او ولس تر منځ واټن مخ په زیاتیدو کړ، د هیواد ملي شتمنۍ چور او چپاول شوي، حتا چې د وخت جمهور رئیس حامد کرزی په ډېره بې شرمې اعلان وکړ چې:

 

«رشوت وخورئ ، فساد وکړئ خو د هیواد په دننه کې یې ولګوئ.»

د حامد کرزی د حکومت په دورو کې په میلیاردونو ډالري کومکونه ټول د څو تنو فاسدو سیاستوالو له لوری حیف او میل شول، یوازې د هیواد یوې ولسوالۍ پر ټول هیواد د حکومت کولو اقتدار وموند.

 

حقیقت خو دا دی چې محمد اشرف غنی په داسې وخت کې د هیواد جمهور رئیس شو، چې نور نه هغه تیرې مالي مرستې وې، نه هم د بهرنیو ځواکونه د ډېر شمېر شتوالی او دغه راز له خلف نه ورته پاتې یوه فاسده اداره.

درنو لوستونکو ما وار- وار ویلی چې زه د جمهور رئیس  غنی پلوی نه یم او د ده په حکومت کې مې د ناخوالو، فساد او نورو منفي پدیدو پر شتون تل جدی نیوکې کړي او کوم یې، مګر څه چې حقیقت دی سترګې پټول هم پری ستره ګناه ده.

غنې د ځمګو د غصب د مافیا لاس خورا رالنډ کړ. د مجاهدینو تش په نوم د ډېرو قوماندانانو، رهبرانو اقتدار یې محدود کړ، د هیواد د ګمرکونو او په بهر کې د هیواد د سفارتونو عواید یې خورا کنترول او د تیر په شان له چور او لاسوهنو را وژغورل.

د هیواد وسلوال قووتونه ورځ تر بلې په کمي او کیفي لحاظ پیاوړي شول، د هیواد اساسي اړتیا د اوبو مدیریت، هغه څه دي چې پرې عملي ډول هڅې روانې دي، چې د کمال خان بند یې بېلګه یادولی شو او د دې ټولو تر څنګ یې د لومړي ځل له پاره پر طالبانو د بې له کوم شرطه د سولې وړاندیز وکړ چې  درې ورځني اوربند یې عملي ګام و.

 

جمهور رئیس محمد اشرف غنی څو ورځې د مخه په خپله یوه مقاله کې په انګریزي ژبه چې ژباړه یې

لطف الله لطف کړې او په فارن  افیرس کې خپره شوی داسې لیکي:

«د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه ما لویه جرګه راوغوښتله او طالبانو سره مې د خبرو بحث راپورته کړ. له همغه ورځې راهیسې افغان حکومت د سیاسي جوړجاړي د رامنځته کولو په خاطر د ملي اجماع په جوړولو کار پیل کړ، داسې یو جوړجاړی چې د افغانستان د اساسي قانون او ارزښتونو سره په تطابق کې وی. زما حکومت چمتو دی چې طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. که چېرې دا خبرې په افغانستان کې د سولې په پیلامه بدلیږي، زه چمتو یم چې خپله حکومتي دوره له وخت نه مخکې پای ته ورسوم»

 

د افغانستان ولسمشر بل ځای داسې وائې:

«کله چې زه ولسمشر شوم په همدې کال له افغانستان نه(۱۳۰۰۰۰) امریکايي او د ناټو ځواکونه ووتل، او افغان ځواکونه وتوانېدل چې د امنیتي سکتور او نورو ملي تاسیساتو بشپړ مشرتابه تر لاسه کړي. له همغه ورځې راهیسې، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد امنیت ساتي»

 

ولسمشر غنی بل ځای داسې لیکی:

«د امریکایي ځواکونو وتل موږ ته دا فرصت هم راکوي چې د خپل هېواد له پاره رښتیني ازادي تر لاسه کړو. د تیرو شلو کلونو په بهیر کې د څلویښتو هېوادونو امنیتي ځواکونه په افغانستا کې مېشت و. په نږدې وخت کې به د طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو په اړه ټولې پوځي پریکړي د افغان حکومت له لورې تر سره شي. د بهرنیو ځواکونو په اړه به د طالبانو د توجیه بهانه ډیره ژر له منځه ولاړه شي.»

 

غنی په لیکنه کې تاکید کوی، هغه دا چې:

«که طالبان د سولې له خبرو انکار وکړي، نو په حقیقت کې د قبرستان د سولې طرز انتخابو ددې ناوړه برخلیک د مخنیوي په موخه باید طالبان د افغانستان له پاره د خپل لیدلوري په اړه یو لړ سختې پوښتنې ځواب کړي. آیا دوی به ټولټاکنو ته غاړه کیږدي، او آیا دوی به د انجونو، ښځو او لږه کیو په اړه د ټولو افغانانو د حقوقو درناوی وکړي؟ د استانبول په کانفرانس کې له ګډون څخه د انکار په مټ دوی پورته ټولو پوښتنو ته منفي ځواب ورکړ. داسې ښکاري چې طالبان د سولې په نسبت د واک نیونې په برخه کې ډیر لېواله دي. سیاسي جوړجاړی او په حکومت او ټولنه کې د طالبانو ادغام یوازینۍ لار ده.»

 

جمهور رئیس غنی د امریکائې ځواکونو د وتلو په هکله لیکلی دي:

«د امریکایي ځواکونو د خروج د خطر په اړه په رسنیو کې تاوده بحثونه وشول، مګر د فرصتونو په اړه ډير کم بحث تر سترګو کیږي. زموږ ټول نړیوال ملګري او افغان ولس یو ازاد، اسلامي، دیموکراتیک، متحد، ناپییلی او نړۍ سره وصل شوی افغانستان غواړي. افغان ولس دې ډول افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال په لویه جرګه کې خپل ملاتړ بیا تازه کړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د ۲۵۱۳ پریکړه په مټ د پیاوړي افغانستان لپاره خپله هیله تازه کړه، له دې څرګنده شوه چې نړۍ په افغانستان کې د طالبانو د امارت بیا راتګ نه غواړي.»

 

جمهور رئیس غنی د سولې په پروسه کې د یو منځګړي ځواک د رول د نه شتون په هکله داسې اشاره کړې ده:

«تر اوسمهاله پورې د خبرو اترو پر مهال داسې کوم منځکړی نشته، له دې امله ټوله پروسه د بنبست ښکار شوې ده. د منځګړي رول لوبولو لپاره تر ټولو ښه اداره ملګري ملتونه دي. د اوږدمهاله اوربند تحقق باید د سولې د خبرو لمړۍ موضوع وي تر څو د افغانانو د ژوند د تلف مخنیوی وشي او د سولې په پروسه د خلکو باور را ژوندی شي. ځینې وخت د خبرو پر مهال رامنځته شوي اوربندونه ماتیږي، له دې امله ضروري ده چې نړیوال څارونکي ولري.»

نوی خبره چې د جمهور رئیس غنی په لیکنه کې تر سترګو کېږي، هغه د انتقالي ادارې، یا مؤقتي ادارې وړاندیز دي چې دغه اداره به د یو لنډې مودې له پاره د ولسمشریزو، پارلماني او سیمه ایزو ټاکنو له لارې د نوی مشرتابه له انتخاب وروسته خپل کار پای ته رسوي، چې د جمهوریت اډانه به پر خپل ځای پاتې وي. جمهور رئیس غنی بیا یو ځل تاکید کوي چې دی به په دغو ټاکنو کې کاندید نه وي او له وخته مخکې به له خپل مسؤلیته استعـفا ورکوي، غنی اندیښنه څرګندوي چې، څنګه به طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي، چې تر اوسه دوي تمویلوي، همدا ډول د طالبانو اړیکې له القاعدې سره هم د بحث وړ ګڼي. چې په دی رابطه د غني په لیکنه کې داسې راغلی دي:

«دا هم مهمه ده چې افغان حکومت او طالبان د داعش او نورو تروریستي ډلو په ضد یو توافق ته ورسیږي ځکه دا له سیمې او نړیوالو څخه په راتلونکي کې ملاتړ تضمینوي. زموږ تر منځ توافق باید په سیمه ییزه کچه د دیپلوماسۍ دوام هم خوندي کړي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی هم باید پکې دخیل وي.»

 

ولسمشر غنی بل ځای دا اندیښنه څرګندوي او لیکي:

«بل دودیز خطر دا دی چې ښایي افغان سیاسي څېرې د سولې د یوې منظمې پروسې په اډانه کې سره راټول نشي. له دې امله موږ هر چا سره ګورو تر څو د سولې پروسه نه یوازې د افغان سیاسي څېرو او د ټولنې د مختلفو اقشارو لپاره، بلکې د هغه سیمه ییزو لوبغاړو لپاره همشموله کړو چې کولی شي د پروسې د تخریب باعث وګرځي.»

په رښتیا سره هم نه تر اوسه د هیواد په نظام کې د دولت، سیاسیونو او سیاسي ګوندونو تر منځ د ډېرو هلو ځلو سره – سره د روانې سولې د پروسې په هکله واحد نظر شتون لري او همدا ډول  لیدل کېږي چې د طالبانو د سیاسي دفتر او نظامي قوماندانانو ترمنځ هم واحد نظر نه لیدل کېږي.

 

نوربیا