آرشیف

2018-5-10

دوکتور ص. سعیدي

غني واخیسته، عبد الله بهانه وکړه!

 

وایي رئيس جمهور داکتر اشرف غني تذکره واخیسته خو  داکتر عبد الله د مصلحت او … تر نامه لاندې بهانه وکړه او تذکره وانه اخیسته. 

زه وایم دا د غنی او د عبدالله خبر نده. 

دا د وطن او د ملت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو د تامین لپاره موثر قدم، خبرده. 

ناوقته قدم او د نا کامل افغانستان نقشه په کې د پاکستان د خوشال

لو لپاره، خو د تایید وړ قدم دی. 

 

زما سفارش: 

درنو وطنوالو ! لاړ شئ، او

حتماً ولاړ شئ! که د قومي او ژبنیزو تاجرانو د تجارت د ختمولو لپاره هم وي، ځان  د تذکرو د اخیستو لپاره راجسترکړئ، د تذکرې د اخیستو پروسه بشپړه کړئ، خو د نېمګړي افغانستان په خاطر د دې تذکرو د فزیکي اخیستو نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ! 

 

ټاکنو ته کاغذي تذکره، داتابیس، د تابعیت سند او یا پاسپورت څخه ګټه واخلئ.

دا زما مشوره او سفارښت تاسې ته!

دوکتور صلاح الدین سعیدی

۸/۵/۲۰۱۸

۰۰۴۴۵۶۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸