آرشیف

2021-5-9

شاه ولی آرین

غني نور څه وکړي؟ (دویمه برخه)

 

په تېره برخه کې ډېرو هغه عمده ټکو ته اشاره وشوه چې هم د نظام په دننه کې اپوزیسیون، د سیاسي ګوندونو یو شمېر مشرانو، د غني مخالیفینو د طالبانو په ګډون نارې سورې وهلې چې ګویا غنې درواغ وائې د مثال په توګه:

غني لویه جرګه د دی لپاره راغواړی چې د خپل قدرت موده وغزوي، غني اور بند نه غواړي، غني د قدرت تږی دی، غني د سولې په لار کې خنډ دی، غني ملي اجماع او له سیاسیونو سره مشورې نه کوي. غني نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې له هیواده ووزي، غني مؤقت یا انتقالي حکومت سره مخالف دی. غني بهانې کوي تر څو خپله د جمهوریت دوره تکمیله کړي او داسې نور، مګر زمان وښوده چې دغه تبلیغات ټول درواغ وختل.

 

اوس راځو د غني د مقالې یوې بلې برخې ته چې لیکي:

«د سولې په اړه د طالبانو خامه او نادرسته محاسبه هم یو ستر خطر دی. طالبان تر اوسه په خپل نرټيف باور لري او فکر کوي چې دوی متحده ایالتونه او ناټو ته شکست ورکړی. دوی د زړورتیا احساس کوي ځکه دوی د دوی سیاسي مشرانو خپلو پوځي برخې نه دي هڅولې چې د سولې فلسفه جذب کړي. تر ټولو ستر خطر دادی چې طالبان به د سیاسي جوړجاړي په برخه کې خپله نالېوالتیا ته دوام ورکړي او د دې په ځای به تونده لار د انتخاب په توګه وکاروي.

که طالبان په پوځي لار ټینګار وکړي، نو زموږ امنیتي ځواکونه تیار دي. که موږ له یو لورې طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسو، له بل لورې دې ته هم تیار یو چې د جګړې په ډګر کې ورسره مخ شو. په تیرو دوه کلونو کې له نوي سلنه ډیر پوځي عملیات په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو له لورې تر سره شوي. که طالبان تاوتریخوالی انتخاب کړي، نو مانا یې داده چې راتلونکی پسرلی او دوبی به دوی د ستر تقابل سره مخ شي او په پایله کې به دوی سره د مذاکرې میز ته له راتګ بله لار نه وي.»

 

جمهور رئیس غني په خپله لیکنه کې د پاکستان په هکله وئې:

«پاکستان هم شاید داسې غلطه محاسبه وکړي چې افغان سوله وګواښي. یو شمېر داسې مثبت زیګنالونه شته چې پاکستان به د سیمه ییز اتصال، سولې او ښیرازۍ لار غوره کړي، دا پيغام د پاکستان لمړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه تېر مارچ د اسلام اباد په امنیتي کانفرانس کې څرګند کړ. دا ډول څرګندونې افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د دواړه مشرانو د تخریبي طرز څخه زغنیز طرز ته د بدلون زیری ورکوي. اوس د پاکستان لپاره فرصت دی چې خپلې خبرې په عمل بدلې کړي

که پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو اسلام اباد په حقیقت کې افغان ملت سره د دښمنۍ پیغام وړاندې کوي چې له امله به یې د سولې سترې اقتصادي ګټې او د سیمه ییز اتصال ډالۍ وبایلي. په دې سربېره، پاکستان به په یو نړیوال (؟) بدل شي ځکه چې د امریکا له خروج وروسته به له مثبت نفوذ څخه محروم شي. پاکستاني حکومت د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د پلان په نا درسته محاسبه کړې، مګر اوس هم د اسلام اباد لپاره ناوخته نه دی چې د سولې په یوه منظمه پروسه کې د رغنده سهیم په بڼه راڅرګند شي»

 

جمهور رئیس غني د بهرنیو قوواو د وتلو وروسته د افغانستان په هکله داسې  سوچ کوي:

«په داسې حال کې چې موږ له یو مبهم حالت سره مخ یو، زما هڅه داده چې له دې اوږدمهاله کړکېچ څخه یوه ښه نتېجه تر لاسه کړم، ازاد، اسلامي، دیموکراتیک، متحد، ناپییلی او سیمې سره نښتی افغانستان. زه د دې هدف د تر لاسه کیدو لپاره قرباني ورکړم. له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو خروج موږ ته دا فرصت راکوي چې دې هدف تر لاسه کولو ته نږدې شو په دې شرط چې افغانان او زموږ نړیوال ملګري په یوه روښانه لارد تګ لپاره خپله ژمنه وساتي.»

زما د مقالې په دواړه برخو کې که چېری د جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنونو ته زېر شو، د سولې د روانې پروسې په هکله نور داسې څه نه دې پاتې چې غني نه وي منلي او که چېرې څه هم پاتې وي، هغه څه دې چې غني یې باید وکړي؟

اوس اصلي پوښتنه داده چې، ولې د جمهور رئیس غني په رابطه هم په نظام کې دننه، هم د طالبانو له لورې او هم د ګاونډیو حریصو هیوادو پراخ تبلیغاتي کمپاین روان دي، چې ګویا، غني د سولې د پروسې ستر خنډ دي، د ده په موجودیت کې سوله ممکن نه ده، غني باید استعفا ورکړي،غني قدرت انحصار کړی دی او داسې نورې پوښتنې؟

زما له انده د دې تبلیغاتو د سپیناوي له پاره لومړی باید په دقت سره وکتل شې چې کومې کتګورۍ دغو تبلیغاتو ته دوام ورکوي او اصلي موخه یې څه ده؟

۱- د ځمکو د غصب مافیا، د قراردادیانو مافیا، د چور او چپاول هغه زورواکي او قوماندانان چې د غني له لوري مهار او له دندو ګوښه پاتې دي.

۲- یو شمېر هغه په نوم سیاسیون چې د قدرت د ګدۍ نه په استفاده یې د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه چور او تالا کړل، مګر اوس یې لاسونه لنډ شوي دي.

۳- یو شمېر په نوم د هغو سیاسي تنظیمونو او ګوندونو مشران چې تنظیمونه او ګوندونه یې هیڅ ډول قانوني مشروعیت نه لري، د کرزی د حکومت په موده کې یې بې سرحده هر څه په اختیار کې وو، اما اوس یې مخې ډب شوي دي.

۴- یو شمېر قومي او سیمه ایز ټیکه داران چې د دوي کریکترونه نور د غني په موجودیت کې د چلیدو وړ نه دي.

۵- هغه د هیواد تاریخي دښمنان، حریص ګاونډي هیوادونه چې غواړي په افغانستان کې یو په خپلو پښو ولاړ ځواکمن حاکمیت رامنځ ته نه شي.

۶- طالبان او د هغوي بهرني ملاتړي چې غواړي جمهور رئیس محمد اشرف غني له پښو وغورزوي او د هیواد د پرمختګ او ښیرازۍ مخه ونیسي، چې دوي دغه پیاوړتیا د غني په موجودیت کې لیدلی شي.

۷- بله ستره نیوکه پر غني ناامنې  او بې ثباتی ده، چې اصلی لامل یې جګړه ده. پوښتنه  دا ده چې باید اصلی لامل پیدا کړو چې جګړه یوازي غني کوي او که بهرنیان او طالبان، ګاونډی هیوادونه، نو ځکه پړه یې یوازي پر غني باندې ورتپل، له انصافه لری خبره ده.

 

پورتنۍ کتګوري ګانې تل هلې، ځلې کوي چې په هیواد کې د سولې د راتګ مخنیوي وکړي، تر څو چې په هیواد کې داسې شرایط رامنځته نه شي چې افغان ولس له دوي سره د تیرو کړنو محاسبه وکړي او انتقالي عدالت ته راکش نه شي. د دې مقالې په دریمه او وروستۍ برخه کې به د طالبانو پر نیت او د سولې په پروسه کې د هغوي د کړو وړو او خنډونو په هکله د نظر ټکي وړاندې کړم.

 

نور بیا