آرشیف

2021-5-13

شاه ولی آرین

غني نور څه وکړي؟ (دریمه او وروستۍ برخه)

 

د سولې په رونه پروسه کې ولیدل شول، چې د ترامپ د ادارې د سترو تېروتنو تر څنګ، چې طالبانو ته یې نړیوال اعتبار ورکړ، د افغان دولت د موجودیت پرته یې د سولې پروسه له طالبانو سره پیل او هغوي ته یې د ډېرو امتیازاتو په ورکولو سره افغان حکومت څنډې ته کړ.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې غیر مسؤلانه تړون همدا اوس د جوبایدن حکومت او افغان دولت له سترو ستونزو سره مخ کړي دي.

که چېرې نړیوال او افغانان د سولې د روانې پروسې په هکله له پیل نه د طالبانو کړنو ته پاملرنه وکړي، د دوي نیت، د دوي تفکر د سولې له پاره نه دي، بلکې غواړي د زور، جګړې له لارې ځان بیا تېر قدرت ته ورسوي.

 

درنو لوستونکو!

غواړم  خپل د دې نظر د ثبوت له پاره هغو بیلګو ته اشاره وکړم چې د سولې په پروسه کې یې طالبان تر سره کوي او سوله یې له ګواښونو سره مخ کړي ده:

۱- طالبان له پیل نه د خپل جګړې لامل د امریکا او ناټو د ځواکونو یرغل توجیه کوي او خپلې جګړې ته مشروعیت ورکوي، حال دا چې د امریکا د یرغل اصلي لاملان همدا طالبان دي، ځکه د دوي افرطي سیاست او کړنو د امریکا پښه زموږ هیواد ته راوغزوله.

۲- طالبانو د امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې زموږ پر هیواد یې یرغل کړي و او د همدې یرغل په رابطه طالبانو جګړه کوله، مګر کله چې یې له امریکایانو سره سوله وکړه او حتا دا چې د هغوي له اډو نه یې هم ساتنه وکړه، نور نو جګړه باید ختمه شوي وای، کله چې له بهرنینو نه حتا ساتنه کوی،بیا نو ولي خپل افغانان وژني، خپل هیواد ورانوي؟

۳- د افغان دولت په نه شتون کې له امریکایانو سره خبرې اترې د طالبانو د شوم نیت بله بېلګه حسابولاي شو. طالبانو تل په دې ټینګار کاوه چې د افغان دولت سره خبرې نه کوي، حال داچې افغان دولت لکه طالبان د جګړې یو اصلي اړخ دي.

۴- دا چې طالبانو د افغان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړ او د افغان سیاسیونو سره یې په پاکستان، روسیه، قطر او نورو هیوادو کې لیدنې کتنې تر سره کړي او دا اوس یې هم په یوازی توګه یو شمېر په نامه سیاسیونو ته د افغان دولت پرته د خبرو له پاره لیکونه واستول، دا بل د منافـقت او سولې ته د نه ژمنتیا هلې، ځلې وي او دي، چې غواړي اوبه خړي کړي کبان ونیسي او موجود نظام د خپل په ګټه کمزوری کړي.

۵- طالبانو په لومړي سر کې له امریکا سره د تړون له مخې بې له قید او شرطه د خپلو شپږزره بندیانو د خوشي کولو تقاضا باندې ټینګار کاوه چې دغه بندیان به د خوشی کیدو وروسته د جګړې میدان ته نه درومي. سره له دې چې افغان دولت پر دې پوهیده چې شاید د زندانیانو د خوشي کولو پروسه به د سولې په لار کې کوم بدلون را نه وړی، ولي بیا یې هم د حسن نیت او د امریکا د فشار له امله بندیان ازاد کړل، مګر ازموینو وښوده چې رښتیا هم هغوي د جګړو له لیکو سره ورګډ او د طالبانو جګړه ایز ځواک یې نور هم پیاوړي کړ.

۵- د بندیانو تر خوشي کیدو وروسته باید طالبانو اوربند او یا اور کم ته غاړه ایښی وای، مګر برخلاف جګړې زور وموند د ځان وژنو، انفجار تر څنګ یې د هدفي وژنو لار هم غوړه کړه.

۶- له امریکا سره د طالبانو د تړون په پریکړو کې د القاعدې او نورو ترورستي ډلو سره د دوي د اړیکو له منځه وړلو غوښتنه شوی، حال دا چې دا اوس د طالبانو د جګړو په لیکو کې د القاعدې او نورو تروریستي ډلو مهم کسان شتون لری، چې د افغان دولت په عملیاتو کې یا نیول کیږي او یا هم وژل شوي وي.

۷- د څه کم یو کال د سولې د خبرو پروسې چې د افغان هیآت او د طالبانو د مشرانو تر منځ راونې وي حتا د ریښتیولۍ او صداقت د نه شتون له امله د سولې د اجندا په هکله دوي تر اوسه یو واحد نظر خپل کولای ونه شو.

۸- هغه تورونه چې طالبانو د سولې په پروسه کې د محمد اشرف غني د نه لیوالتیا په هکله مطرح کول یو پر بل پسی ناسم وو، او دا دی د غني وروستۍ مقاله یې ښه بېلګه یادولی شو.

پورتنې لاملونه دا په ګوته کوی چې طالبان یوازی غواړی د امریکا د قوواو له وتلو وروسته د افغانانو د بې اتفاقیو نه په ګټه اخیستو سره د جګړې له لاری سیاسي قدرت تر لاسه کړي او خپل تېر اسلامي امارت بیرته په پښو ودروی.

 

زما له انده دلته څو عوامل شته چې ممکن د طالبانو دغه محاسبه نا سمه وي:

الف- نړیواله ټولنه، اروپائې اتحاد، ترویکا غړی هیوادونه حتا پاکستان هم په ظاهره کې نه غواړي چې اسلامي امارت دی بیا په افغانستان کې اقتدار ته ورسیږي.

ب- د جوبایدن ادارې او د سولې په پروسه کې د امریکا خاص استازي زلمی خلیل زاد وار- وار تینګار وکړ، چې امریکا نه غواړي چې طالبان دی د جګړې له لاری قدرت ته ورسیږي، که چېری دوي د زور لار خپله کړی امریکا به د افغان دولت تر څنګ ودرېږي.

ج- جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په خپله مقاله کې طالبانو ته ګواښ کړي دي، که چېری طالبان فکر کوی چې د جګړې له لاری به واک خپل کړی، نو افغان امنیتی ځواکونه د دي وړتیا لری چې غاښ ماتونکی ځواب تر لاسه کړی.

د- د سولې د عالی شورا رئیس ډاکتر عبد الله هم په دی نظر دی چې هیڅکله به طالبانو ته د دی مجال ورنه کړل شې چې د زور له لاری قدرت تر لاسه کړی.

 

بله موضوع چې هم د اندیښنو وړ ده هغه د هیواد په مختلفو سیمو کې د افغانانو د وسلوالو ډلو ظهور او را ټوکیدل دی، دغه ګروپونه چې کاملا د طالبانو ضد روحیه لری کولای شې چې د طالبانو د جګړه ایز ځواک مخه به ډب کړی، اما په راتلونکی کې به د مرکزی حکومت  په لار کې یو ګوښ هم وي.

د پورتنیو توضیحاتو په نظر کې نیولو سره د یو افغان په توګه طالبانو ته مخ اړوم او هیله تری کوم چې که رښتیا هم غواړی چې افغانان شې او د هیواد په راتلونکی سیاست کې برخه ولری، خپل ورور، خپل افغان دی نور نه وژني، که چېری روڼ اندی، ژورنالستان، عالمان، سیاسیون، د مدني ټولنو غړی او افغان ولس وژنی، نو پر چا بیا حکومت کوی. په کومو سترګو بیا خپل ولس ته ګوري. کوم وجدان او افغانیت تدوي ته  دا اجازه ورکوی چې له بهرنیانو سره دوستي کوه، ژوند یې ساته اما خپل مسلمان ورور وژنه، کور یې ورانوه، عام المنفعه موسسسات یې سوزوه.

 

طالب جانه! ستا عزت، ابرو فخر په دې کې دی، چې د پردو له غلامۍ نه ځان وژغوری، د خپل هیواد او ولس تر څنګ ودرېږی، د بهرنیانو له وتلو وروسته د خپل مقاومت ارزښت هیوادوالو ته ور وښيې، د هیواد په بیا جوړونه کې تر بل هر چا کوټلی ګامونه واخلی.بله لار نه لری او که د بلی لار سوچ کوی، بیا نو په غلطه روان یې او که چېری بیا هم د جګړی له لاری څه تر لاسه کړی پایله یې بیا هم  جګړه او ورور وژنه، بهرنیانو ته غلامي او د خپل هیواد بربادي ده.

 

اوس نو طالبه ستا له پاره دوه لاری دی. عزت، ابرو د هیواد په راتلونکی سیاسي ماحول کې ځای تر لاسه کول او د هیواد په جوړونه کې افغاني، اسلامي او سیاسي مثبت ګډون او برخه اخستل چې د سولی د پروسی د عملی کولو له لاری دغه هدف تر لاسه کولای شئ. دومه لار زور او جګړه ده، چې سمه پایله نه لری، د پردیو غلامي. ځان او ورور وژنه، هیواد ورانونه د وقار او افغاني عزت شرمونه او پښیمانی ده او بس. اوس نو انتخاب ستا دي.طالبه.

 

پای