آرشیف

2021-6-24

شاه ولی آرین

طالب ستر ګواښ دی  که اربکیان؟

 

(لومړۍ برخه)

 

ټولو ته څرګنده ده چې امریکائي استعمار د بُن په کنفرانس کې د یوې سترې تیروتنې په نتیجه کې د هیواد یو شمېر سیاسي بنسټونه د طالبانو په ګډون له نظره و غورځول او دوي زموږ په هیواد کې په اګاهانه او یا غیر اګاهانه ډول د بې بنسټه او غلطو ستراتیژیو د عملي کولو له امله طالبان ورو، ورو بیرته په نطامي ګواښ او ځواک بدل کړل، په خاص ډول د ترامپ د ادارې له لورې له طالبانو سره د سولې داسې یو تړون چې د افغان دولت پرته یې په دوحه کې لاسلیک کړ.

د امریکا ددغو غلطو پالیسیو په نتیجه کې طالبانو نړیوال او دپلوماتیک اعتبار تر لاسه کړ او افغان دولت ورځ تر بلې څنډې ته شو.

د امریکا د فشار په نتیجه کې د افغان دولت له لورې د شپږ زره طالب بندیانو خوشي کول د طالبانو جنګي لیکې نورې هم پیاوړي کړي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پروسې سره سم، طالبانو پر افغان دولت او امنیتي ځواکونو خپلې حملې نورې هم چټکې کړي، چې  همدا اوس ورځ تر بلې د هیواد یوشمېو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورځي.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږی افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د طالبانو د مقاومت مخه ونیسي، خو بهرني استعمار او د هغوي لاسپوڅو د هیواد په امنیتي سکتور کې د بې ځایه لاسوهنو، د مسلکي کادرونو تقاعد ته سوقول، بې وخته او بې ځایه ادلون بدلون، بې شمېره فساد، د زورواکو او مافیائې کړیو نفوذ په امنیتي ځواکونو کې، د طالبانو د برلاسۍ سره نور هم مرسته کوي تر څو نظامي امتیازات خپل کړي.

له بله پلو په نظام او حکومت کې پراخ فساد، سلیقوي او ګروپي ټاکنې، بې اعتمادیو، استخباراتي کمزورتیا د حکومت او ولس تر منځ واټنونه رامنځ ته کړي، چې د طالبانو د تبلیغ، په چټکۍ سره نظامي لاسته راوړنو، د ډار او فشار سیاست، د دې علت ګرزیدلي چې دا اوس یو شمېر سست عنصره قومي مشران د دوي په ګټه د افغان دولت په امنیتي ځواکونو کې تبلیغات کوي، مورال یې کمزورۍ کوي، تر څو بې له مقاومته د طالبانو له لیکو سره یو ځای شي.

په دې کې شک نشته چې پر افغان ځواکونو د تېر کال په پرتله د طالبانو له خوا بریدونه زیات شوي، او د بهرني ځواکونو په مقابل کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته هیڅ ډول  حملي یا تهدید تر سره شوي نه دي، چې دا په خپله د طالبانو له پاره د افغانانو تر منځ د اعتبار له لاسه د ورکولو په مانا دي.

اوس چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ تر ولکې لاندې راوستي شاید دا د دوي یو لنډ مهاله بری وي، مګر په سیاسي او دپلوماتیک لحاظ یې ډېر هغه برلاسۍ او امتیازات له لاسه ورکړل چې د بهرنیو هیوادو د ځواکونو تر وتلو له مخه یې ترلاسه کړي وو.

 

د طالبانو سترې تېروتنې دا وي چې:

۱ ـ دوي د یو شمېر نظامي بریاوو په لاسته راوړلو د دوحې د خبرو پروسې ته شاه کړه او په دې سوچ کې شوول چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به بیرته اسلامي امارت د زور له لارې پر افغان ولس وتپي، اما دا یې هېر کړي و، چې نوره نړۍ خو پر ځای پریږده حتا پاکستان هم چې د دوي په ډاکه ملاتړ کوي بیا اسلامي امارت ورته د منلو وړ نه دي.

۲-  د افغان ولس تر منځ کوم چې  طالبانو د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په وخت کې د ملي مقاومت او جهاد رنګ ورکاوه هغه اتبار یې له لاسه ورکړ د بهرنیانو سره سوله او حتا له هغوي نه ساتنه او د خپلو افغانانو وژنه، نور طالبان ولس او ټولو افغانانو ته بې اتباره کړل او نور ورته هیځ ارزښت نه لري او خپل اعتبار یې ټول له لاسه ورکړي دي.

۳-  د طالبانو د ظالمانه پالیسیو، افغان وژنو، هیواد ورانونو، تاسیساتو او عامه ودانیو سوزونو، عام ولس دې ته اړویست چې له طالبانو نه مخ واړوي او د ملی مقاومت د جوړیدو له لارې په اګاهانه او غېر اګاهانه ټوګه د نظام او خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي، چې دغه پروسه همدا اوس په درز سره روانه ده.

د دغو ملیشو جوړول، جوړیدل شاید د هیواد د ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي او په راتلونکي کې هیواد، هیوادوالو او په خاص ډول دولت ته د سر درد وګرزي، خو مسؤلیت به یې ځکه د طالبانو په غاړه وي چې دوي په خپله د غلط سیاست په نتیجه کې ولس دې ته اړویست چې په دغه عمل لاس پورې کړي.

۴-  طالبانو خپل نړیوال او دپلوماتیک بری له لاسه ورکړ، ملګرو ملتونو، اروپائې اتحاد، د نړۍ یو شمېر ډېرو هیوادو د روسیې، چین، هندوستان، عربي هیوادو حتا پاکستان او ایران په شمول د طالبانو له دغو نظامي لوړ غوښتنو وروسته خپلو پالیسیو کې بدلون راوست او وار، وار یې تاکید وکړ چې د زور او جګړې له لارې په افغانستان کې هیڅ ډول حکومت دوي ته د منلو وړ نه دي او د اسلامي امارت راتګ هسی خیال دي.

اوس لیدل کېږي چې د طالبانو دغه مؤقتي پرمختګ د ولسوالیو یو پر بل پسې نیول د هیواد او هیواد والو له پاره دومره ستر ګواښ نه دي، بلکې د خپل سرو ملیشو جوړیدل، وسلوال کول او رهبري یې د کومو کسانو په لاس کې چې د طالبانو شانته یې هیوادوالو ته خپل اتبار او اعتماد له لاسه ورکړي د اندیښنو وړ دی ، چې په راتلونکي برخه کې به پرې هر اړخیزه رڼا واچول شي.

 

نوربیا