آرشیف

2021-6-27

شاه ولی آرین

طالب ستر ګواښ دی که اربکیان؟ (دویمه او وروستۍ برخه)

 

د هیواد روان وضعیت ته په کتو سره زموږ ګران  هیواد او هیوادوال د سترې غمیزې سره لاس او ګریوان دي او له بله پلوه لیدل کېږي چې، د هیواد د بربادۍ له پاره ډېره ستره پلان شوې مرموزه توطیه د عملي کیدو په حال کې ده، چې د نوییمې لسیزې له پیښو سره کاملا ورته والی لري.

 

هغه مهال د هیواد جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله او په نظام کې د هغه کمزوره ټیم د بهرنیو او کورنیو توطیو له امله ونه شو کولای چې د ملي پخلاینې پروسه ښه مدیریت او تر کنترول لاندي راولي، له بله پلوه د هغه وخت د دولت په مخالفینو کې د «ای اس ای» د جاسوس ګلبدین حکمتیار له پښتنو سره له دښمنیو ډک سیاست او پالیسیوو له درلودلو سره د دې زمینه برابره کړه چې د هغه وخت د شوروي د «ک ګ ب» د لاسپوڅو ببرک کارمل  ستمي ډلې، د دوستم ملیشو، د اسلامي جمعیت د نظار شورا او د محمدمحقق د وحدت اسلامي تنظیم له لوري د نظام پر ضد بغاوت او د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام یې د کودتا په سرته رسولو سره ناکام او هیواد یې د داسې یو ستر بحران سره مخ کړ چې تر اوسه دا دی دوام لري.

 

زما له انده دا اوس هم د همغه سیاست او پالیسیو تکرار دی، چې نړیوال استعمار او زبرځواک قدرتونه غواړي د خپلو اجنټانو د توطیو له لارې چې طالب اوس د تېر په شان د ګلبدین حکمتیار په رول کې روانې نیابتي جګړې ته نوې بڼه ورکړي او دوي په سیمه کې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي، ځکه دغه جګړه له بهر نه د استعماري ځواکونو د اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د عملي کولو له پاره په دوامداره توګه پلان شوې ده.

 

لیدل کیږي چې د ناټو د سرمشریزه غونډې په طرز کې د امریکا د جمهور رئیس جوبایدن او د روسیې د مشر ولادیمیر پوتین د لیدنې کتنې وروسته د عطامحمد نور، محمد محقق، دوستم ګډ ایتلاف، د دوي او شمالي ټلوالې د پخوانیو قوماندانانو له لوري د د فاع د وزیر بسم الله محمدي د امر سره سم  د ملیشو او ځپلسرو وسلوالو جوړول، وسلوال کول، د ترکیې او پاکستان له لوري د کابل د هوائې ډګر د امنیت موضوع را پورته کیدل، د هیواد د ولسوالیو یو پر بل پسي د دولت له کنترول نه وتل، د بسم الله محمدي د دفاع وزیر په توګه ټاکل دا ټول هغه څه دي، چې د استعماري زبرځواکو، ګاونډي هیواد پاکستان او په هیواد کې دننه د دوي د لاسپوڅو ګډ خائنانه پلان دی، تر څو زموږ ګران هیواد او ولس د یوې نوې نیابتي دوامداره جګړې قرباني کړي، چې د دغې خائنانه دسیسو تر ټولو لومړنۍ قرباني پښتون قوم او بیا وروسته ټول هیوادوال دي.

 

همدا اوس  لیدل ګیږی چې د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع تر نوم لاندې  د مقاومت د رامنځته کېدو لړۍ روانه ده او ښکاره خبره ده چې د دغه ولسي مقاومت له احساساتو نه د هیواد دښمنان ناوړه ګټه پورته کوي او خپلې موخې پري عملي کوي.

 

په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، همدا اوس د دری سوو پنځوس زرو وسلوالو ځواکونو په موجودیت کې که مسلکي رهبریت او مدیریت رامنځته شي، د خپلسرو ځواکونو جوړولو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي، مګر په خواشینۍ سره هر څوک چې همدا اوس د هیواد د ملي ګټو د ساتنو، صادقانه عمل، هیواد او هیوادوالو ته د ژمنتیا کار او هلې ځلې کوي، د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمانانو له ضد تبلیغاتوو مقاومتونو او توطیو سره مخ کېږي او د کار او چارو نه بې برخې او یا یې د خنډونو سره مخ کوي.

 

طالب ته په خطاب کې باید ووایم چې ای د ځان، پښتون قوم، هیواد او هیوادوالو دښمنه، د خپل  ولس پر ضد ګام مه پورته کوه، له ترهګرۍ، افغان وژنو لاس واخله، او په ځانګړي توګه د پاکستان له غلامۍ او قوماندې لاندې خپل  د هیواد عامه تاسيسات مه ورانوه، که رښتیا هم ځانته افغان وایې او له افغانې مور نه زیږیدلي یې همدا اوس دې هېواد له ستر خطر او تجزیې سره مخ دي، پر خپل ځان رحم وکړه، د تاریخ  له تورمختیا او د پردیو له غلامۍ ځان وژغوره جګړه پرېږده د سولې او ورورولۍ لار غوره کړه.

 

افغان حکومت هم باید له دومره سترو تیروتنو نه د عبرت درس واخلی، زما په اند د دومره په نوم شوراګانو د جوړولو پر ځای دې یوه عملي نظامی لویه شورا جوړه کړي، ټول هغه مسلکي افسران چې د غرب او امریکا د استعماري پالیسیو په نتیجه کې تقاعد ته سوق شوې باید راوغوښتل شې له نظامي ځواک، مسلکي لوړتیا، تجربو او مهارتونو نه یې ګټه واخستل شې، دغه چاره به خورا سمه وي، نسبت دې ته چې ملیشي او یا هسي په نوم د ولسي ملاتړ د ډلو له جوړولو نه.

 

زما په اند ښه به دا وي که چېری بیا هم دغه ملیشې، خپلسري وسلوال او یا د ولسي ملاتړ ډلې له هیواد نه د ملاتړ په خاطرجوړیږي نو کیدای شي چې د یوه نظم او نظام سره د همدغو درې ګونو وسلوال ځواک، اردو، څارندوی او ملي امنیت په لیکو کې تنظیم  او د مسلکي نظامي کادرونو تر رهبرۍ او کنترول لاندي باید راشي او د هیواد نه د دفاع په لیکو کې بايد سم مديريت کړاي شي، تر څو د دوي د مشرۍ او سالمې رهبرۍ له امله د دې مخه ونیول شې چې دغه قووت د سمتي، ژبنيو قومي، تنظیمي  او ډله ييزو غوښتنو ښکار نه شي، بلکې داسې مديريت کړای شي چې د ملي يووالي سټه نوره هم پخه او له هیواد نه د ملاتړ، د ملي اجماع د ټينګښت په لار کې غوره پيلامه وګرځول شي، که چېرې له دغو خپلسرو ملیشواو وسلوالو ډلو سم مدیریت تر سره نه شې په راتلوني کې د دوي له لوري په هیواد کې د ملک التویفی ځواک جوړیدل، د قدرت جزیرې رامنځته کیدل، قومي او محلي جګړو ته لار هوارول او د هیوا د تجزیې عاملین ترې جوړیدلي شي.

 

اوس لیدل کېږي چې د طالبانو له لوري خبرو ته نه لېوالتیا او جګړې ته پراختیا ورکول کېدای شي چې هر څه بدل کړي. دا احتمال هم شته چې امریکا او ناټو اړایستل شي چې کلونه نور په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او له کبله یې د جګړې اور تود پاتې شي.

 

څو ورځي له مخه د امریکا د دفاع وزارت ویندوي جان کربي وویل چې:

 

«له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر یې ورو کړی دی.»

 

مخکې هم ویل شوي و چې امریکايي پوځیان به د جولاي تر څلورمې پوری چې  د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده  له افغانستانه و ایستل شي خو اوس ګومان کېږي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر وځنډېـږ.

 

د نوموړی په وینا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ويلي، د افغان د سرتیرو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو ته په کتو کېدای شي له دغه هیواد څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر ورو شي.

 

ښاغلي کربي ویلي:

 

«که څه هم د وتلو لپاره یو مهالوېش جوړ شوی، خو موږ ګورو چې ښایي  دغه مهالوېش شرایطو ته په کتو بدل شي.»

 

د پنتاګون د ویاند په وینا که څه هم له افغانستان څخه د سپټمبر تر یوولسمې د امریکايي سرتیرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن د ادارې پرېکړه پر ځای ده، خو په وینا یې د افغانستان شرایط هم په نظر کې نیول کیږي “په هغو مواردو کې چې د افغانستان دولت ورته اړتیا لري، لکه ملاتړ، په نظر کې نیول کیږي.”

 

له بله پلوه د افغان دولت  له لوري د محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د لوړ رتبه هیأت رسمي تګ امریکا ته او د پاکستان د صدراعظم  عمران خان څرګندونې د دغه تګ په درشل کې هم دا ثابتوي چې طالبان دا چانس نه لري چې د جګړې له لارې اسلامي امارت  بیرته تر لاسه کړي.

 

عمران خان په دې اړه یوه مقاله لیکلې ده چې واشنګتن پست  د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر تګ درې ورځې مخکې خپره شوي ده.

 

عمران خان واشنګټن پست ته په یوې مقالې کې خبر ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې په راوستلو کې له امریکا سره همکاري کوي،‌ خو د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو او کورنۍ جګړې د مخنیوي په اړتیا تاکید کړي دي.

 

عمران خان په دغې مقالې کې ټېنګار کړی دی چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نلري‌ او سیاسي تفاهم د دغې ستونزې د حل یوازینۍ لار ده. هغه له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو سره مخالفت کړی او ویلي دي چې طالبان د جنګ له لارې نشي بریالي کېدای او که داسې وشي لسګونه داخلي جکړې به پیل شي.

 

عمران خان ویلي دي چې: «په افغانستان کې د سولې لپاره باید طالبان په حکومت کې داخل شي».

 

نوموړي لیکلي دي: «په تېر وخت کې پاکستان دا تېروتنه کړې ده چې د جکړې یو اړخ یې غوره کړی و، مګر موږ له دغې تجربې څخه زده کړه کړې ده. موږ کوم انتخاب نلرو او له هر حکومت سره به چې خلک پرې باور ولري، کار وکړو. تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانستان هېڅکله هم له بهر څخه نشي اداره کېداي.»

له پورتنیو توضیحاتو او سیاستونو نه څرګندېږي، چې افغانستان د یوې بلې سترې غمیزی او توطیې سره د مخامخیدو په حال کې دی، چې که چېری افغان دولت، طالبان او د هیواد مظلوم ولس سره د خپل هیواد د لوړو ګټو په خاطر د ورولۍ، یووالي او هیواد ژغورنې په لار کې لاس سره ورنه کړي، نو دغه ستر ارمان چې په هیواد کې د یوې با عزته سولې راتګ دی، له لاسه ورکړي او هر څوک چې په دغه لار کې تیږې اچوي د پردیو ډول ته نڅاوې کوي، هغوي به د هیواد په تاریخ کې د تورو او کرغیړنو څیرو په توګه ثبت شي.

 

پای