آرشیف

2021-8-24

شاه ولی آرین

طالبان او ستر ازمون

 

ټولو ته لکه لمر روښانه ده چې د نړۍ زبرځواکو تل هلې ځلې کړې تر څو زموږ ګران هیواد د یو ځواکمن دولت او نظام نه بې برخې و ساتي.

دغو استعماري تاقتونو د تاریخ په اوږدو کې زموږ پر هیواد یرغلونه کړي، د هیواد شتمنۍ یې چور او چپاول کړي، ټول کلتوري، فرهنګي او اقتصادي بنسټونه یې سوزولي، تباه او له خاورو سره خاورې کړي دي، له سکندر مقدوني نه رانیولې د مغولو، چنګیز، ګوډ تیمور، انګریزانو، روسانو او دا دی اوس امریکایانو، ګاونډیو هیوادو ایران او د پاکستان لاسوهنې او یرغلونه یې روښانه بیلکې یادولی شو.

د دغو ټولو یرغلونو په مقابل کې کله چې افغانان یو موټی شوي د دښمن پوزونه یې په خاورو سولولي هیواد او ولس ته یې له ناورین نه خلاصون ورپه برخه کړی دی، اما کله چې دښمنانو د هیوادوالو تر منځ د نفاق بې باوریو او تعصباتو اور لګولی، کلونه بیا افغانانو ښه ورځ لیدلی نه ده، چې د انګریزانو، روسانو، امریکایانو او ګاونډیو هیوادو ایران او پاکستان توطیې او استخباراتي لاسوهنې لاسپوڅي او اجنټان روزل او د هیواد په وراني کې ترې استفاده کول د یادولو وړ دي‎؛ نو ځکه د دغو استعماري دورو ناورینونو ډېر وخت هیوادوال کړولی او په زرګونو خلکوو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاورې شوې دي.

که تېر تاریخ ته وګورو، دا چې په هیواد کې هسي په نوم د مجاهدینو حاکمیت چې ۹۵ سلنه د نظار شورا پر هیواد حاکمیت درلود او د دغه تنظیم ناخوالو، ظلم، استبداد، چور، چپاول یو اړخیز سیمه ایز حاکمیت هیوادوال دومره کړولي او ربړولي وو، چې بل هر ډول حاکمیت ورته بهتر ښکاریده، نو ځکه یې په هغه وخت کې د طالبانو له تحریک نه د زړه له تله ملاتړ وکړ.

زه نه غواړم دلته پر دې باندې بحث وکړم چې دغه تحریک پر هغه وخت کې څنګه د چا له لورې د کومو موخو له پاره رامنځته شو، ځکه چې ټول هیوادوال او نړیوال پر دې باندې ښه پوهیږي، یوازې دومر ویلی شم، چې ځینو داسې ویل چې هغه مهال د طالبانو ظهور په همغه زماني مقطع کې یوه اړتیا وه، ځکه چې هیواد کاملا د پاشلو او تجزیې لور ته روان و.

طالبانو هم پر هغه وخت کې سره له تشدد او ځینو افغاني عنعناتو او ملي ارښتونو سره په ټکر کې ځنې کارونه وکړل، اما ځنې اړین او د هغه وخت د اړتیاوو مثبت کارونه چې عبارت له، امنیت، د فساد، چور چپاول، مخدره توکو مخنیوي، د ملی نوامیسو خوندیتوب او داسې نور یو سلسله مثبت کارونه تر سره کړل چې د طالبانو پر منفي کارونو یې پرده وغوړوله او هیوادوالو سوچ کاوه چې، که خدای کول نور به د جګړې ټغر له هیواده راټول شي، مګر په خواشینۍ سره چې تر لنډې مودې وروسته، طالبانو خپل اصلي هغه مسیر چې ولس یې امیدوار کړي و پریښود او په سترو تیروتنو یې لاس پورې کړ، ملي ارزښتونه د زمان غوښتنو او اړتیاوو، نړیوال ارزښتونو او پرنسیبونو ته یې شاه کړه، پنجشیر او د تخار ولایت ځنې برخې یې تر حاکمیت لاندې رانوړي او بلاخره یې دغو سترو تیروتنو د شمالي ټلولې د مقاومت او د امریکا د یرغل له پاره زمینې برابرې کړي.

د طالب چارواکو د هغه وخت تیروتنو، د امریکا او ورسره ناټو غړو هیوادو یرغل او د شمالي ټلوالې بې  له قیدو شرطه تړون له امریکائې یرغل سره زموږ ګران هیواد شل کاله د افغان وژنو، هیوادورانولو او سل ګونو دردونکو غمیزو سره لاس او ګریوان کړ. په دغو شلوکلونو کې نه بهرنیانو نه افغان دولت او نه طالبانو پر افغان ولس رحم وکړ، ټولو ته معلومه ده چې افغان دښمنو بهرنیو استعمارګرو له یوه خوا له افغان دولت نه د ملاتړ په نامه او له بله پلوه د طالبانو د ځواکمن کولو په لار کې پاکستان ته میلیونونه ډالر په لاس ورکول تر څو یو افغان د بل افغان په لاس ووژل شي او دوي یې ننداره وکړي.

راځي چې ګویا داسې فرض کړو، چې طالبانو د امریکا د یرغل پر ضد مقاومت وکړ او امریکا یې ماته کړه، بیا نو سوچ په کار دی، چې ایا طالبان په یوازې توګه کولای شي د زمان د شرائطو او د دوي د امکاناتو په نظر کې نیولو سره بې له نړیوال ملاتړه او په هیواد کې د هیوادوالو له پوره ملاتړ پرته حاکمیت ټینګ کړي؟. زما په اند هیڅکله نه.

اړتیا وه چې طالبانو له امریکا سره د خبرو په پیل کې د افغان دولت د خبرو په پروسه کې د ګډون غوښتنه کړي وای، چې په دې ترتیب به د امریکا د استخباراتي توطیو مخنیوی تر سره شوي وای، محمد اشرف غني ته باید دوي بیا هم  د دوي له نظره په بد ترینو کې د بد په توګه ترجیع ورکړي وای.

زما له انده امریکا په دغه تړون کې ستره استخباراتي او اوپراتیفي لوبه تر سره کړه، له یوې خوا یې ظاهراً غوښتل په نظام کې د خپلو پلویانو تر منځ یووالي ټینګ کړي او له بله پلوه یې د امریکا پر ضد د طالبانو د مقاومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او په پای کې د افغانانو یو ناکاره ګډوله حکومت د تیرو شلو کلونو په شان رامنځ ته کړي او دوي ته د خپلو موخو د عملي کولو نورې هم ښې زمینې برابرې شي. چې د غه دواړه غوښتنې یې تر یوه حده عملي کړې، مګر په نظام کې د یو شمېر خاینو کړیو د خائنانه عمل له امله د سولې پروګرام چې کیدای شو یو مثبت لورته لاړ شي، برعکس د بحران او سیاسي، دولتي تشې لور ته ولاړ، چې که چېری برحال جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا اوس هم د روانې پروسې نه بې برخې وساتل شې او یا مستعفي نه شې نو راتلونکی دولت به مشروعیت ونه لري.

تیرو ترخو ازموینو وښوده چې امریکا د پاکستان او ایران له لارې د افغان ولس له احساساتو نه په نوم د مجاهدینو له مشرانو نه د شوروي اتحاد په ماتولو او زموږ د ګران هیواد په ورانولو کې پوره ګټه پورته کړه، مګر کله چې خپلو موخو ته ورسیدل همدا مشران او د دوي اسلام یې دومره بدنام کړ چې همدا اوس هم د افغان ولس او نړیوالو ترې کرکه راځي.

دا دی اوس هم یو ځل بیا د تاریخ تکرار دی، چې  امریکا او د افغانستان د خلکو اصلي دښمنان ایران او پاکستان غواړي پر طالبانو دغه استخباراتي لوبه تکرار کړي او طالبان یې د یوه ستر ازمون سره مخ کړي دي.

زما په اند طالب چارواکي همدا اوس بې له دغو درې لارو بله چاره نه لري چې په راتلونکې کې نظام جوړ کړي او پایښت ولري:

۱- د اوسنیو بحراني شرائطو په نظر کې نیولو سره طالبان باید د محمد اشرف غني  تر مشرۍ لاندې نظام او حکومت سره د راتلونکي حکومت د مشروعیت له پاره تفاهم او جوړ جاري ته ورسیږي، اشرف غني ته ډاډ ورکړ شي چې ژوند یې بې خطره دی او درناوی یې وشي څکه د تیر نظام د چارواکو، سیاسینو، او چورواکو، غاصبینو په پرتله اشرف غني خپله پاکوالی او برتري لري.

۲- له مفسدینو، غلو، هیواد پلورونکو، د ملي ارزښتونو له دښمنانو د استعمار له ګوډاګیانو او هغو کسانو سره  چې د امریکا د یرغل په لومړیو ورځو کې یې د هیواد خرڅونې لوزنامه له امریکا سره لاسلیک او د هیواد ځمکنی او هوائې حریم یې له امریکا سره معامله کړل، دغه کسان همدا اوس په درې ډلو ویشل شوې چې یوه ډله یې د یونس قانوني په مشرۍ  د ای اس ای لمنه کې پراته دي، بله ډله یې د امرالله صالح او احمد مسعو په مشرۍ طالبانو ته د جګړې ګواښنونه کوي او دریمه ډله د کرزي، عبدالله په مشرۍ په کابل کې د ګډ حکومت د جوړیدو تمثیل کوي، چې په ټول کې دغه هیواد دښمنه ډله یو ځل بیا غواړي د یرغلګر امریکا، افغان دښمنه، روسیې، ایران او پاکستان په وساطت طالبانو سره په ګټل شوي حکومت کې غوښنه برخه تر لاسه کړي او د تیرو جنایتونو له پوښتنو او د افغان ولس له قهر او حق غوښتنو نه ځانونه خلاص کړي، طالبان باید په دې پوه شي، چې له دوي سره یو ځای کیدل، د خدای تعا لی د هغه احسان په مقابل کې جفا او ناشکري ده چې هیڅ یې سوچ نه کاوه چې دوي به دومر په اسانه د کابل ارګ ته لاره پیدا کوي.

۳- که چیری طالبان غواړي چې د هیوادوالو زړونه تر لاسه کړي، نو تر ټولو دې لومړی افغان ولس ته مراجعه وکړي، له افغانانو نه دې د تیرې شلکلنې جګړې چې په کې په زرګونه افغانان وژل شوي بښنه وغواړي او د یوې لوی جرګې له لارې دې اساسي قانون کې تعدیلات رامنځته کړي او د خپل راتلونکي نظام او حکومت په اړوند دې د همدې جرګې له لورې مشروعیت تر لاسه کړي، تیری تیروتنې دې نه تکراروي او داسې حکومت دې رامنځته کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

بله اساسي پوښتنه دا هم ده که چېرې طالبان د نړیوالې ټولنې، نړیوال اصولو ته غاړه کینږدي، په رسمیت ونه پیژندل شي، له افغانانو نه خپل مشروعیت تر لاسه نه کړي، نو ایا څومره به یې د حاکمیت د دوام امکانات شونی وي؟

 

پای