آرشیف

2020-7-11

شاه ولی آرین

شین اسمان

تـاتـه چې ګــورم، تــه ارمـان یـې زمـا
څـومره ښایـسته اوشین اسمان یـې زما
 
ستـا په طـبـعـیـت کې زه ښکلا ویـنـمــه
څـومـره ښایسته ښکلي زمـان یـې زمـــا
 
ستــا د ښکلا ونـه، ښــاخـــونـــه ښکلي
د هـري څـانـګی هــر افـغـان یـې زمـا
 
دا ګـلان ټـــول پــه وچـیـدو دي روان
مالـیار پـردی،  نـه یـو افغان یـې زما
 
دلـتـه غـمـونـه، انـسـانـیـت نـشـتـه دی
د بــلال غـــږ، ښکـلـی ازان یـې زما
 
یـوځل به بـیـا د سوکالۍ ژونـد راشي
تـه دوایـي، د زړه درمــان یــې زمــا
 
ته بل څوک نه یې ته مې هر څه، هر څه
لــه غــمـــو او درد ځــنــې امـان یې زما
 

شاه ولی ارین
البورګ دنمارک
۲۸/۰۶/۲۰۲۰