آرشیف

2020-4-1

شاه ولی آرین

شاه ولی ارین

تا رښتیا اوس بدلون کړی؟
 
ای د خوږ ژوندون قاتله 
 
ای وژونکې ای جاهله
 
ای د لارو،روغتونوورانونکیه
 
تا رښتیا اوس بدلون کړی؟ 
 
ستا بدلون کاش ایماني وای
 
ستا بدلون کاش منطقي وای 
 
ستابدلون کاش سنتي وای
 
ستا بدلون کاش ذهنیتي وای
 
ستا بدلون کاش انساني وای
 
زما فکر او سوچ دا دی
 
چې بدلون دې موقتي دي
 
د قدرت ته لیونی یې
 
د ډالرو سپیلنی یې
 
د وژنو زورونو میړنی یې
 
تا رښتیا اوس بدلون کړی؟
 
نه، نه، دا منلی نه شم
 
ته دروغجن او لعنتي یې
 
ته ټول عمر تهمتي یې 
 
ته بدلون کولای نه شې
 
لـکـه تیـږه ابدي یې
 
زه به زرځله در ځار وای
 
که بدلون دی وای رښتیني
 
د ځواک شتو له پاره نه وای
 

جون   ۲۰۱۹
دنمارک