آرشیف

2021-6-16

شاه ولی آرین

شئ یو موټي افغانانو

 

نـیـم جهـان راپـاڅـیـدلي، کـړي ګ‌ذار پـر افـغـانـانـو

هـم اسمـان دي غـوریـدلي، کـړي ګـذار پـر افـغانانـو

 

دا زموږ څه بـد بختي ده، کاڼي بوټي مـو دښمن دي

خـپـل افـغـان مـو غـولیدلي، کـړي ګـذار پـر افغانانـو

 

ورځ تـر بلې ده وژنـه، خپل ایمان یې دی هېر کړی

انـسانـیـت نـور تـښتـیـدلي، کـړي ګـذار پر افـغانـانـو

 

وینه څومره شوه ارزانـه، هرې خوا تـه فـوارې دي

خـپل پـردي مـو قهـریـدلي کـړي ګـذار پـر افغانـانـو

 

شئ یــو مـوټی هـیـوادوالـو، دا یې وخـت دی اریـنه

هردښمـن مـو شـرمیـدلي، کـړي ګـذار پـر افـغـانانـو

 

اغوس دنمارک

۱۴/۰۶/۲۰۲۱

شاه ولی ارین