آرشیف

2017-12-1

دوکتور ص. سعیدي

سیکولاریزم جدې بحث دی!

لن‌‌‌‌‌‌ډ: داسلام دین له سیاسته جدا ګڼل کفري نظر دی! 
ملا په هرڅه کې داخلول د اسلام نه بې خبري ده! 
د اسلام دین انسان جوړوي او نه حاکمیت جوړول! حاکمیت بیا د انسان  په لاس جوړیږي!  
هغه حاکمیت  درست، پر ځای او مشروع حاکمیت دی چې د خلکو لخوا د خلکو د ارزښتونو د پالنې او روزنې لپاره د انساني عام قبول شوو اصولو په چوکات کې مېنځ ته راغلای وي! 
غیر اسلامي ټولنه کې اسلامي حاکمیت تحميلول، د اسلام نه، د انسانیت، عقل او پوهې نه بې بهره والی دی.
په اسلامي ټولنې كې د غیر اسلامي حاکمیت او غیر اسلامي ارزښتونو تحمیل جنایت دی او دا هغه کار دی چې د دیموکراسۍ او انسانیت نه بې خبره اشخاصو، سرو او شنو سیاستونو په افغانستان كې تحمیلول غوښتل او لا غواړي. 

چون زما په افادو او یا د بعضو په آخذو کې مشکل وي نو لطفا حق اقل ٥ وارې هرجمله په دقت او  آهسته آهسته ولولېئ که سره پوه نه شوو نو  سوال راولیږئ. 

هیڅ کلیمه دغه لیکنې کې تصادفي نه ده. 
او هم د اسلامي حاکمیت اولین م‌ؤسس د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه و سلم وه چې نن یې مونږ میلاد لمانځو. د سردار کاینات محمد ( ص)  د ژوند یو ستر درس داهم وه چې د نبوت د مبعوثیدو نه روسته آنحضرت د کفري او غیر حاکمیت د سلطې  لاندې ژوند نه دی کړای. 
دا هغه درس دی چې د هغه د نه احساسولو او نه پوهیدو په وجه  زمونږ جهادي مشران په افغان دښمنه، افغانستان دښمنه او د دین نه د تجارتي توکو په ‌‌‌‌‌‌ډول ګټه اخیستونکي هېواد کې یعنی د دښمن  تر ولکې لاندې حاکمیت یعنې پاکستان  کې ژوند کړای او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مواردو کې پاکستاني جهنمي او تروریستی آی اس آی. دغه مشران او کشران تر تهدید، حلقې او تطمیع حالت کې د ساتلو امکاناتو ښکار شوي او د همدې کبله ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي، صادق، سپين او کوټلی افغاني او ریښتی اسلامي صریح سیاست نه لري او د پردو په لومو کې ښکاره او پټ بند، مرهون او ګرو  ښکاري. 
اسلام هم دین دی، هم سیاست دی او هم تمدن!  
strategicstudies@yahoo.com