آرشیف

2021-3-30

شاه ولی آرین

سیاسیون څوک دي؟

 

ټولو هیوادوالو ته جوته ده او تاریخي پیښو هم ښودلي ده چې په یو هیواد کې د نیواک او استعماري تاقتونو په موجودیت کې د سیاسي او فرهنګي ترمینالوژیو په برخه کې هم یو شمېر بدلونونه رامنځ ته کیږی یو شمېراستعماري او ګاونډي حریص هیوادونه غواړی د مستعمره شوی هیواد په کلتور او فرهنګ کې داسې کلمات او اصطلاحات استعمال کړی چې ټولنه له خپل اصیل کلتور او فرهنګ نه بې برخې کړي او پردي او نا اشنا اصطلاحاتو سره یې اشنا کړی. مثلا د شورویانو په وخت کې (سازمان ورکول) یا اوس وخت کی (ستراتیژی) اپوزیسیون، سیاسیون، دا هغه کلمات او مفاهیم دی، چې د هیواد دښمان ترینه سیاسي یا د خپلو ګټو او موخو له پاره کار اخلي.

د بن د کنفرانس نه راوروسته جوړ شوی دولت او حکومتونو کې څو تنه په شمار غله، زورواکي د قومونو او تنظیمونو په نوم ټیکه داران او همدا هیواد پلورونکي دي، چې د هیواد او هیواد والو هست او بود یې چورو چپاول کړی، کله چې همدا د پردیو په خدمت کې څېرې په دولت یا حکومت کې کار یا دندی تر لاسه کوی بیا نو هر څه خورا سم وی، دولت او حکومت د دوی په ذهن د خلکو خدمتګار وی، اما که چېری نن یا سبا بدل شې اویا دنده تری واخستل شې بیا نو همدغه پرونئ عادل او خدمتګار دولت یا حکومت په یوه ورځ او لحظه کې دومره خاین شې چې تصور یې نه شی کیدای.

د هیواد د اساسي قانون او د ګوندونو د قانون پر بنسټ هغه ګوندونو چې قانوني شرطونه یې پوره کړی وی، د دولت او همدو زور واکو له لوری دومره تر فشار لاندی وی، چې په هیڅ ډول مهمو پیښو، جرګو او نظر پښتنو کې په نظام کې د شاملو نهادونو په توګه تل څنډی ته شوی او د ګوتو په شمار همدا څوغېر قانوني او وسلوال تنظیمونه دي چې، لومړی خو زه اوټول ولس دی ته حېران دی، چې څنګه دلته قانون تر پښو لاندی شوي او دوی ته د عدلیې وزارت له لوری دیوسیاسي ګوند په توګه د راجستر جواز ورکړشوی دي. حال دا چې نور ملي او وطن پال ګوندونو ته چې ټول شرایط یې پوره کړی هم وی، د هغوی د جواز په هکله لس ګونه بهاني او ستونزی ور په ګوته کېږی او مخنیوی یې کېږی.

د جمعیت په رسمیت پیژندل شوی ګوند چې همدا اوس پر څو ډلو ویشل شوی هره ډله یې وسلې لری، او له سیمه ایزه ګروپونو او قومونو نه تشکیل شوی چې قانوني جواز نه لری، د دوي په غونډو کې د قانون خلاف وسلې، یوازی د دوی بیرغونه د ربانې، احمد شاه مسعود او په نوم مارشال فهیم انځورونه تر سترګو ګېږی، چې نه د هیواد د بیرغ او نه د جمهور رئیس اشرف غنی انځور هلته موجود وی، چې دا د قانون نه ستره سرغړونه یادولی شو د بیلګې په توګه څو ورځی د مخه د عطا محمد نور په مشری په نوم کنګره باندی د صلاح الدین ربانی او د احمدشاه مسعود د ورونو له لوری وسله وال برید چې مرګ ژوبله په کې تر سره شوه زما ددی خبری غوره مثال دی، اما دولت په دی هکله هیڅ عکس العمل ونه ښوده او داسی معلومه شوه چې هيڅ پیښه تر سره شوی نه ده.

همدا ډول د اسلامي وحدت ګوند د محقق په مشری او بل ګوند یې د خلیلی په مشری د جمعیت په شان هم نا قانونه وسلې لری او هم د یوه قوم نه تشکیل شوی دی، چې په هیڅ ډول د قانوني مجوز فعالیت حق نه لری، مګر دولت پری سترګې پټوی او ددغه ګوندونو مشران د دغو ګوندونو د قووت او نا قانونه وسلو په زور تل له دولت نه باج اخلي.

د ګلبدین په مشرۍ اسلامي ګوند بل هغه غیر قانوني ګوند دی چې د وسلو او مهماتو ستری ذخیری لری او په هر تحمیلي او د هیواد د ملي ګټو پر ضد حرکتونو کې یې یوازی شنه بیرغونه پورته کېږی د دولتی بیرغ نښې نښاني هم نه لیدل کېږی، دغو ګوندونو ته موجود دولت ټول مالي او امنیتي امکانات برابروی، د دولت له امکاناتو نه هم استفادې کوی او هم نظام او دولت تخریبوي.

د رشید دوستم تر مشری لاندی دشمال ملي جنبش هم وسله وال ګوند او د یوه قوم پوری تړلی ګوند دی، چې تل یې هم په سیمه کې هیواد وال ګواښلی او هم یې دولت تل ګواښلی، او باج یې تر لاسه کړی دی.

پورته یاد شوی ګوندونه او یو شمېر نورهم شته چې تل یې په نظام او دولت ګې هم امتیازات تر لاسه کړی او هم یې د نظام او دولت د پاشلو بی ثبات کولو په لار کې یې له هیڅ ډولت هلو ځلو دریغ نه دی کړی، په داسی یو وضعیت کې چې د قانون حاکمیت دومره عاجز او ناتوانه وی، نو څنګه به په هیواد کې نورمال پرمختګ، سوله او ښایسته سالاری حاکمه شې.

وار وار لیدل کېږی چې د نظام د مثبتو لاسته راوړنو او یا کوم ملي حرکت او یا د فساد پر ضد د مبارزی د عملي کولو د مخ نیوی لپاره یو نوی بل حرکت یا چیغه راپورته شې، چې وروسته بیا په ډاګه روښانه شې چې ددغی چیغی یا حرکت اساس به بهرنۍ مافیا او استخبارات وی، او یا کورنۍ مافیا او یا هم د نظام هغه دښمنان چې د خیانت، رشوت چور او چپاول په نتیجه کې له نظام نه استفراق شوی وی.

څو ورځی د مخه په داسی حساس وخت کې چې له یوی خوا د سولې په پروسه کې نوی انکشافات د مسکو او انقری د غونډو د جوړیدو او د کمال خان د بند د پرانستو فضا د هیواد والو د هیلو د را ژوندی کیدو تمه په زیاتیدو کړه دادی د هیواد د ستونرو نه د خلاصون تر نامه نوی ګوند د هیواا د یو شمېر منفورو او د نظام د استفراق شوو څیرو له لوری د حضرت عمر زاخیلوال په مشرئ خپل حضور اعلان کړ، زاخیلوال د مالی وزارت او د هیواد د ګمرکاتو پوخ او ماهر غل اوس غواړی هیواد ته نجات ورکړی، او یا فاروق وردک بل معلوم الحال غل چې د تعلیم او تربیې وزارت په زرګونو خیالی ښوونځیو په نامه یې د هیواد د ولس دارائې او بیت المال چور کړ.

د زاخیلوال په هکله دغو  حقایقو  ته پاملرنه وکړئ:

«زاخیلوال در کانادا توسط یک دختر ایرانی الاصل با تابعیت آمریکایی که مامور سازمان سیا بود، جذب سازمان جاسوسی آمریکا شد و با این دختر رابطه پنهانی داشت و در حقیقت این دختر واسطه اصلی وی با سازمان سیا بود. زاخیلوال با هدایت آن دختر، در سال 1384 به افغانستان برگشت و نخست به حیث مشاور ارشد وزير انكشاف دهات، رییس اداره خصوصی سرمایه گذاری یا آیسا و عضو شورای عالی افغانستان بانک ایفای وظیفه نمود و بعدا به حیث مشاور رییس جمهور در بخش اقتصاد پذیرفته شد».

داسی ویل کېږی چې د دغه ګوند حضور هم د پخواني ولسمشر حامد کرزی یو پلان شوی حرکت دی چې غواړی د سولی په راتلونکی پروسه کې غوښنه برخه تر لاسه کړی. زما په اند داسی حرکتونه په داسی حساسو شیبو کې یوازی غواړی، چې د دښمنانو ژرندو ته اوبه ورزیاتی کړی، نظام ضعیف کړی، چې یقینآ دا د هیواد د تاریخ توری څیری دی او افغان ولس به پری هر وخت نفرین ووایې.

پای

شاه ولی ارین