آرشیف

2020-5-19

شاه ولی آرین

سیاسي هوکړه لیک او ملي ارزښتونه

 
له څلورو لسیزورا په دېخوا، له بهر نه زموږ پرګران هیواد او ولس تپل شوې نیابتي جګړې د ټولو سیا سي، اقتصادي او ټولنیزو ارزښتونو د له منځه وړلو تر څنګ، زموږ د ټولنی سیاسی او ټولنیز اخلاق او د هیواد پالنې روحیه هم ګواښمنه کړه، او ټولنه مو د نفاق، بی باورۍ، ځان غوښتنو، موقف، لوړتیا غوښتنو، فساد او نورو خواشینونکو پدیدو په جال کې را ګېر، چې استعماری تاقتونه او ځینی ګاونډي هیوادونه نور هم دغو ناخوالو او په هیواد کې لګیدلی اور ته پکي وهی او زموږ د هیواد او خلکو د روان وضعیت نه خوند اخلي او د خپلو شومو موخو د عملي کولو په سوچ کې دي.جګړه څومره اوږده شوه او څومره به نور هم دوام کوي؟
 
روانې جګړې زموږ هر څه رانه واخیستل، د پردیو محتاج یې کړو، د هیواد اقتصاد مو سم نزولی حالت ته تقرب وکړ.
 
امریکا او نوره بین المللی ټولنه زموږ له هیواد سره مرستی کوي، خو طبعی ته چې شرطونه به هم لري او غوښتنې به یې هم په نظر کې نیسو.
 
نولس کاله د مخه امریکا د « ب–۵۲»الوتکو په مټ  د طالبانو اسلامی امارت د تروریزم او القاعدی سره د اړیکو تر نامه را وپرځاوه او پر ځای یې د بُن د کنفرانس د سترو تیروتنو نه ډک راوتلی خپل د خوښی حکومت په افغان ولس و تاپه. د بُن د کنفرانس نه جوړ شوی مؤقت او بیا راوروسته وار ـ وار د دموکراسۍ نه د ناوړه ګټو د لاسته راوړلو، تقلبی او له درغلیو ډکو ټولټاکنو نه جوړو شوو حکمتونو زموږ ګران هیواد نه یوازی دا چې د ثبات او استقرار لور ته یونه وړ، بلکې ورځ تر بلی یې د ټولنې ارزښتونه کمزوري او له منځه یوړل، فقر، ولږه، نفاق او ورور وژنو لا پسی زور وموند او بلا خره دادی د امریکا او بین المللی ملګرو د غلطو پالیسیو او سیاستونو په نتیجه کې هیواد او ولس د سترو ننګونو سره لاس او ګریوان شو.
 
درنو هیواد والو!
 
هیواد موله سترو ګواښونو سره مخ دی، له انتخاباتو نه راوتلي د ستونزو او نیوکو سره مخ حکومت، د تنظیمونو، سیاسیونو او د دولت په دننه کې د اپوزیسیون هلې ځلې د نظام د کمزوري کولو په خاطر، د ټاکنو پر سر په عین وخت کې د دوه جمهورو رئیسانو لوړه، د بین المللی ټولنې په سر کې د امریکا بی تفاوته برخورد د یو قوی او متمرکز نظام او حکومت د جوړیدو په هکله، د امریکا له لوري د مالي او نظامي مرستو د راکمیدو ګواښ او همدا ډول د سولې په پروسه کې بی شمېره نیمګړتیاوی، په دولت کې د یو شمېر فاسدو کړیو شتون، د کورونا وبا ګواښ، د طالبانو د جګړو شدت او د اوربند یا اورکم سره مخالفت، دا ټول هغه څه دي چې نظام او جمهور رئیس محمد اشرف غنی یې له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.
 
د ملي اجماع جوړیدل، د نظام او امنیتی  ځواک پیاوړتیا، د سولې د رښتینی عملی کیدو په لار کې هلې ځلې د سیاسی او ټولنیزو بنسټونویو والي او همغږی، د بین المللی ټولنې، ناټو او په سر کې د امریکا هیواد د هر اړخیزو مرستو او پلوي را جلبول چې د هیواد ستراتیژیک همکار او د امنیتی تړونونو نه ورسره برخمن یو، هغه اړتیاوی او لومړیتوبونه دي، چې که په دقت او پوره پاملرنه پرې عمل ونه شې، هیواد به مو له نورو سترو ننګونو سره لاس او ګریوان شي.
 
په هیواد او نظام کې د یو شمېر دښمن صفته ګاونډیو لاس وهنو چې د نیابتی جګړو اور یې تل تازه ساتلای د خپلو ګوډاګيو او اخستل شوو مزدورانو له لارې په نظام، دولت او حکومت کې، او همدا ډول هغو کړیو او سیاسی، تنظیمي حلقو کې چې خپلی ګټې د هیواد له لوړو کټو نه بهترې ګڼي، پر ولس او نظام د سترو فشارونو او منفی اغیزو جال را غوړولي دی، همدا اوس مو هیواد او نظام له ستر ګواښ سره مخ او حتا د نړیدو خواته روان دی.
 
د پورتنیو ستونزو مهارول او د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د دغو مجبوریتونو په نظرکې نیولو سره هر هغه ګام چې د نظام د پیاوړتیا، تفاهم او ملي یووالي په هکله اخیستل کیږي، باید هیوادوال ترې ملاتړ وکړي.
 
د هیواد په داسې ستونزمن حالت کې د سولی او همګرائی د ټیم د مشر عبد الله عبد الله سره پر جمهور رئیس محمد اشرف غنی د نهایت فشار او مجبوریتونو له مخی د سیاسي هوکړی لاسلیک یو نیک عمل او مثبت ګام دی چې د سولې او ملی یووالي له پاره یې تر سره کوي او هر هغه عمل نه چې په هیواد کې د سولې، ملي یووالي او په هیواد کې د یو باثباته نظام د رامنځته کیدو په خاطر چې وشي کولای د سولې روانې چارې ښه مدیریت کړي،ټول افغانان باید ترې ملاتړ وکړي.
 
زما له انده  د پورتنۍ هوکړی لاسلیک د هیواد په دې حساسو شیبو کې د بحران د کمیدو د بین المللي ټولنې د اتبار او مرستو د لاس ته راوړلو له پاره مثبت او نیک ګام دی، مګر، هغه څه چې د اساسي قانون او ملي ارزښتونو د نقض اوګواښ په نتیجه کې رامنځته کېږی، په هیواد او ولس مینو افغانانو ته به هیڅکله د منلو نه وي او د هیواد په تاریخ کې به د خیانت د تور داغ په توګه ثبت شې.
 
د هیواد د ملي ارزښتونو ساتنه د دولت، حکومت اوهر په هیواد مین افغان دنده ده او سرغړونه ترې خیانت دی.د مارشالي نظامی سیاسی رتبه یو ملي ارزښت دی او تفویض یې په اساسي قانون کې صراحت لري د داسي یو ارزښت ډالۍ کول د یو سیاسی هوکړی له لاری غیر عادلانه او غیر منصفانه کار دی او هیواد والو ته هیڅکله د منلو وړ نه دی.
 
د نظام د قوانینو پر بنسټ د هیواد د دری ګونو قوواو په شمول ټول ارګانونه، مکلفیتونه او مسؤلیتونه لري چې د چارو د اجرآ د مالي بودیجو د لګښتونو رپوټ یوې مسؤلې مرجع ته ورکړي، په دغه هوکړه کې د سولې د شورا د چارو او مالي لګښتونو استقلالیت او نه کنترول د قانوني، انساني او اخلاقي معیارونو خلاف او د تعجب وړ عمل دی چې د سولې او ملي یووالي ټولنې او افغان ولس ته د منلو وړ نه دی.
 
اساسی قانون د هیواد ملي وثیقه او ملي ارزښت دی. د سیاسي هوکړه لیک له مخې د پورتنیو دوو سرغړونو تر څنګ په نظام کې د دولت د عالي شورا جوړیدل د اساسي قانون خلاف عمل او ټولټاکنې، د ولس رایې د سوال او ګواښ سره مخ کوي چې دغه عمل په هیواد کې د یو متمرکز نظام او جمهور رئیس شتون له ګواښ او پوښتنو سره مخ کوی.
 
دا د افغان ولس، مدني ټولنو، سیاسي اوټولنیزو نهادونو او ګوندونو، ملي اوهیواد دوستو شخصیتونو او ټولو افغانانو قانوني  حق دی، چې نور سره یو موټي، یوغږ شي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د هیواد په لوړو ګټو او ملي ارزښتونو معاملې تر سره کړي.
 
دیو قانونمند او پیاوړی افغانستان پر لور!