آرشیف

2020-6-1

شاه ولی آرین

سیاسي توافق او د ولس غبرګون

د یوې ټولنې د ترقي او پرمختګ یو تر ټولو اساسي لامل د هغې ټولنې د اوسیدونکو تر منځ یووالي، ګډی موخې، د ټولنې او هیواد سره مینه او هیواد پالنه ده.
دا چې زموږ هیواد کې زموږ د ټولنې وګړی د سلګونو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، اساسي لامل یې همدا دی، چې د هیوادوالو تر منځ د پردیو په لمسون د نفاق او بی باورۍ تخم کرل شوی او ورځ تر بلې مو سره پاشي او خپلې موخې عملي کوي.
نفاق او بې باوري ستر مرض دی. ټولو ته جوته ده چې کلونه کېږی، چې زموږ په هیواد کې د نیابتي جګړی یو ستر لامل همدا د قومونو، تنظیمونو، سازمانونو تر منځ د نفاق د هغه کور سوزونکي اور د لمبو نتیجه ده، چې هیواد او ولس یې د وژلو او له منځه وړلو له توان نه عاجز او کمزوري دي.
د نفاق او بې باورۍ لامل په هیواد کې د فساد، چور، اختلاس، د قانون د حاکمیت کمزورتیا، د دموکراسۍ د اصولو نه عملي کیدل، د ټاکنو په پروسو باور له منځه تلل او سلګونه نورې منفي پدیدې را زیږولي، چې زموږ د هیواد له سترو نیمګړتیاوو نه یې حسابولي شو.
له پورته څرګندونو نه می موخه داده، چې د همدې بې باوریو او نفاق په نتیجه کې ولیدل شوول چې دوه واره په هیواد کې د ټاکنو ملي پروسه ګواښمنه شوه او د (نه یي منم) د مردودې جملې په تکرار په هیواد کې ډېرې ناخوالې رامنځ ته شوې.
د دوه زره څوارلسم کال ټاکنې د نفاق او بې باورۍ په نتیجه کې د ملی یووالې د حکومت په جوړیدو د پرمختګ پر ځای دومره جدی ستونزی را وکرلي چې تر اوسه یي د سرپرستو وزیرانو ستونزی نه دي له منځه تللي.
 
همداډول تیرځل د پارلماني ټاکنو پروسه او د جمهوری ریاست د ټاکنو په پروسه کې رامنځته شوې ستونزی، هغه څه دي چې هیوادوال یې د خورا ستری نا امیدۍ سره مخ کړي دي.
 
په ټاکنو کې د بې اعتمادۍ او بې باورۍ کچه دې پولې ته ورسیده چې په یوه ورځ دوو جمهورو رئیسانو د لوړې مراسم تر سره کړل چې دغه شرمونکی عمل په نړۍ کې ساري نه درلود.
 
له روانې ستونزې نه د قومي، ګروپي او سمتي تضادونو چیغې پورته کوول، هیواد د ستونزو او بحران لور ته کشول په داسې وضعیت کې چې له یوې خوا له طالب وسلوالو سره د سولې خبرې روانې وي او له بله پلوه د کورونا وبا د یو ستر ګواښ په توګه هیواد ته را وغزید، هیواد والو ته یي خورا جدی اندیښنې رامنځ ته کړي.
 
جمهور رئیس محمد اشرف غنی چې د ټاکنو د کمیسون له خوا د منتخب جمهور رئیس په توګه معرفي شوی و او عبدالله هم چې ځان یې په خپله جمهور رئیس معرفي کړی و د سترو ګواښونو او ناندرو د رامنځته کیدو په نتیجه کې نړیوالې ټولنې او هم د امریکا د فشار په نتیجه کې دا دی یوځل بیا د تیر په شان په شکلي توپېر سره د سیاسي توافق له لاری چې موخه یې د راتلونکي بحران مخنیوی و رامنځ شو.
 
سیاسي توافق، تفاهم، یووالي او ګډ کار یو مثبت عمل دی، خو د څه له پاره؟ د چا تر منځ، د کومو موخو د عملي کولو له پاره، هغه اساسي سوالونه دي، چې هیوادوال یې له خورا ډېرو اندیښنو سره مخ کړي دي.
 
زما په اند هیوادوال په دې هکله له بیلا بیلو زاویو او سوچونه سره په دې رابطه نظرونه او اندیښنې لري چې دا یوازی زما نظر او تفکر نه دی، بلکې زموږ د هیواد په اکثرو ولایتونو او له هیواده بهر په ډیرو هیوادو کې د روڼ اندو افغانانو، ټولنیزو او مدني ټولنو غړو او یو شمېر ډېرو په هیواد مینو هیواد والو سره د تماس او نظرونو د غورچاڼ نتیجه ده چې د روان سیاسي توافق په هکله چې د محمد اشرف غنی او عبد الله عبدالله تر منځ لاسلیک شوی په دری کتګوریو کې د لوستونکو پام ورته را اړوم:
 
۱- له پنځوس نه زیاته سلنه هیوادوال په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د دغه سیاسی توافق په رابطه مخالف نظر لری او تیرو ترخو تجربو ته د پاملرنې په نظر کې نیولو سره  دا توافق هم عملي نه بولي او هم د عبدالله عبدالله موقف د سولې د پروسې د رئیس په توګه د باور، اعتماد او د سولې په پروسه کې د جمعیت یا شورای نظار د تنظیم دغړو غوښنه برخه  چې د طالبانو په مقابل کې د مقاومت او مخالفت لوری و، ناشونی بولی او عملي یي نه ګڼي. بله لویه اندیښنه دا ده چې د سیاسي توافق منځګړیتوب د داسې څیرو له لارې تر سره شوی. چې د هیواد د بدبختۍ، فساد، اختلاس، د ځمکو دغصب او د ملي ارزښتونو د لیلام کولو مسؤلیت په غاړه لری، د دوی برخه، یا هلې ځلې د سیاسي توافق په رابطه د داسې څیرو د بیا د حضور او شتون نه په نظام او حاکمیت کې کومه بله مانا نه لري او دغه توافق نه تنها دا چې د ستونزو یا د بحران د ختمیدو لامل نه شې کیدای، بلکې نوری ستونزی به راوزیږوي او د نظام او دولت د عملی چارو مخه به نوره هم له بې ځایه غبرګونونو او تضادونو سره مخ کړي. د مثال په توګه لکه د تیر په شان پنځوس سلنه حاکمیت کې شراکت، د دولت د عالي شورا جوړیدل د اساسي قانون سره په تضاد کې او داسې نور مسایل چې د بحران او وخت د ضایع کیدو لاملونه یادولی شو. تر هغه ځایه چې لیدل شوی د طالبانو تحریک هم دغه سیاسی توافق رد کړی او د وخت ضیاع یې ګڼلی ده.
 
۲- د پورته په شان د هیواد په دننه او بهر کې شل سلنه هیواد وال سیاسي توافق ته د بحران د حل د لار په توګه د خوشالتیا په سترګوګوری، خو له ځانګړو اندیښنو سره، هغه دا چې ایا د عبدالله عبد الله شتون به د سولې په پروسه کې څومره اغیزمن وی او یا نه؟ همدا ډول د سولې په چارو کې به د عبدالله عبد الله ریاست دغه نهاد په یو قومې ګروپي او خاص تنظیمي قرارګاه بدل نه کړي؟ ایا پنځوس سلنه په نظام کې برخه به د کاری ظرفیت، تحصیل او مسلک، لوړتیا، هیواد او لوړوګټو ته د ژمنتیا پر بنیاد وی او که د ګروپیکو تمایلاتو، تنظیمي تقسیماتو، د تنظیمي مشرانو د ځامنو او نورو منفي پدیدو د خوندی ساتلو په خاطر؟ ایا بیا به د دواړو مشرانو د کشمکش په نتیجه کې په بحران کې نور بحرانونه رامنځ ته نه کړی؟ ایا محمد اشرف غنی به څومره همدی سیاسي توافق ته ژمن پاتی شې؟ او داسې نور سلګونو سوالونه او اندیښنې شته چې هیواد وال یې له پوښتنو او غبرګونونو سره مخ کړی دی.
 
۳- د دیرش سلنې په شاو خوا کې هیواد وال په هیواد دننه او له هیواده بهر د دې سیاسي توافق نه ملاتړ کوی او د دی تر څنګ امریکا او د افغانستان بین المللی همکاران او ناټو هم ورته په ښه نظر ګوری.
 
که چېری وکتل شې دغه دیرش سلنه کې هغه کسان شامل او د یادولو وړ دی چې د هیواد په څلویښت کلنه جګړه کې یې ډېرڅه تر لاسه کړی، بیت المال او د هیواد طبعي زیرمې یې لوټ کړی، د جګړی اصلي لاملین دی، د بشر د حقوقو ناقضین او د هیواد د ټولو بد بختیو اساسی څېری دی.
 
دوی د بهرنیو هیوادو د ګټو مدافعین او ساتونکې دي دوی په هیواد کې د ځینو حریصوګاونډیو شانته د یو قوی او باثباته مرکزي حکومت د شتون سره مخالفت لری او هلې ځلې کوي چې په هیواد کې ضعیف پاشلی حکومت شتون ولري تر څو دوی د پوښتنو او محاکمې میز ته راکش نه کړی.
 
دا هغه قومي، ګروپي، تنظمي او په نوم جهادي مافیاوې دی چې هیواد او ولس یې کلونه کلونه له سترو بد بختیو او غمیزو سره لاس او ګریوان کړی دی.
 
خورا ډېرافغانان همدا اوس هم په دی باور دی چې:
«ازموده را ازمودن خطا است».
او سوچ کوی چې دغه سیاسي توافق بې له دی چې نوری ستونزی راوزیږوی، دهیواد او ولس په ګټه به داسې څه تر سره نه شې چې د نظام د پیاوړتیا سره مرسته وکړی او یا د سولې د روانې پروسې په چارو کې به عملی او د هیواد او ولس په ګټه داسی څه تر سره شې چې ولس یې تمه لری.
 
دیو موټي او واحد افغانستان په لور