آرشیف

2022-2-1

دوکتور صلاح الدین سعیدی

سپينه او پاکه خبر! 
توتاليته او ېو ګوندي سيستم مردود او پر جنګ او د جنګ د ادامې په مانا ده.
په ېوې ټولنې کې أمن او د أمن سره استقرار نه شي راتلاى چې په هغه ټولنه کې د ټولنې واقعي سياسي ځواکونه د مشروع له لارې د هغې ټولنې  په سياسي ستيج کې خپل استاځي ونه لري. د باغ وحش او زندان امنيت بيا بل بحث دى.
د  شوروي اتحاد د کمونست حزب او اقمارو يې يو حزبي سيستم ٧٠ کاله تجربه  کړ، خو آخر کې  ناکام شول.
هر څوک يې که وغواړي  اوس اوس افغانستان کې تجربه کړي، پايله يې عدم استقرار، جنګ، د جنګ ادامه  او  ناکامي ده!  دا اوس تجربه شوې او له سره يې بيا تجربه کول نه ده په کار.
ټول شموله، فرمايشي  او له پاسه د استخباراتي امتيازاتو په سفارشو حکـومتونه هسې ښايسته ښکاري خو غير عملي او استخباراتي معاملو ته لکه د بن د کنفرانس په پايله کې د پردو د استخباراتو او همسايګانو حاکميت جوړول او  تحقق ورکول دي.
ېواځې د تخصصي کادرو حاکمول او داسې حاکميت ديسانتول او پراشـوتي حاکميتونه جوړول نه مشروع، نه قوي  او اکثر تجريدشوي د ملت په اوږو بار جوړولاى شي چې بيا هم ناکام دي. دا ظاهر کې ښايسته کلمات لکه ټول شموله او تخصصي حکومتونه اول غولونه او دوم ناکام او هسې دوکه ده!
لويه جرګه د افغانستان د تأريخ برخه او عصر يې تېر دى.
بشريت همدا ماته او ګوډه ممکن نظام او سيستم همدا شفاف او د قانون سره سم ټولټاکنو ته د لازمې  آمادګۍ ممکنه  او مشروع انتخاباتو او ټولټاکنو لار لري. زمونږ حالت کې بايد اول دغه اصل ته وفاداري او بيا لازم چمتوالى وښودل شي. زمونږ حالت کې  د ټولو د مخه په  بشپړ توګه د برقي تذکرو ويش او بيا د شفافو قواعدو په چوکاټ کې ټولټاکنې د حل ممکنې لار په توګه ومنل شي.  دا لار او دا طريقه بل ښه الترناتيف او قايمقام نه لري.
منظور مې نه د جان کيرى او نه د ٥٠ په ٥٠ کې ټاکنې دي.
هو حکومت ېو کاري  ټيم دى او ټيم کې هغه سره کار کولاى شي چه د ېوه ټيم او لارې باور مندوي. طالبانو له ټاکنو مخکې ددې منطق لکۍ کلکه کړې. خو دوى بايد اول ټاکنې وکړي چې بيا يې ټاکنې وګټلې  نو بيا دې سياسي پوستونه ته  خپل کسان او ټاکنو کې د کامياب ټيم کسان  او معتقدين  مقرر کړي. آما د ټوپک په زور قدرت ته رسېدل، دا صلاحيت ورته نه ورکوي چې ټول خپل د ګوند کسان حاکم کړي او دا د ټولو محاسباتو پر بنياد مطلق ناکامولاى شى او سخت بد عواقب لري. دا تماميتخواهۍ د  مقاومت!؟ غوندې غېرو مطلبو او حتى مفسدو  عناصرو ته د سوء استفادې فرصت په نړېواله کچه او داخل کې برابرولاى شي او برابر کړاى دى.
افغان ملي مبارزين ددې واقعيتونو په درک او درست فهم افغانستان کې ټولټاکنې، ېو فرد او ېو وګړى يوه رايې لپاره کار او هڅې کوي او له ټولو ملي او با عزته وطنوالو په کلکه غوښتنه کوي چې دغه لار کې سره ګډ لاسونه ورکړو او د طالبانو تر غوږو هم دغه منطق او استدلال ورسوو. سياسيت کې خېر او خېرات نه شته! سياست کې  د امکاناتو په چوکات کې دمناسب استادانه انتخاب لار نيول  اودغه  اصولو ته پوره  پاملرنه او د عيني واقعيتونو قبولول او د هغو په چوکاټ کې له تأخيره پرته کار کول دي. که تأخير وشي بيا سمه نسخه هم که ناوخته شي، بيا کاري نه وي. فرصتونه له لاسه مه ورکوٸ. د انساني ټولنو او نورو حيواناتو ېو تفاوت په دې کې هم دى چې معقول انسانان له تېرو بدو او ښه تجاربو ګټه اخلي او په بدو او ناکامو لارو بيا له سره تجربه نه کوي. اوس نو  انتخاب ستاسودى!
و ما علينا الا البلاغ المبين
داکتر صلاح الدين سعيدى
٣١/١/٢٠٢٢
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨