آرشیف

2020-5-9

دوکتور ص. سعیدي

سياست – دوستي او دښمني!

زمونږ د تحليلو، ليکنو او ارزونو، او نړۍ سره د تعامل په موخې استدلال او تنويري کار
يوستر نقص ( کاشکې يو ) لري  چې ما او ډېرو کې لږ او زياد  شته هغه دا چې افغان او انساني ملي او وطني موضع او موقف او د افغان اولس او انسانيت  د عزت او سرښندنو تأريخ، لاس ته راوړنې او افتخارات بيانوو او د خغوى د ملاتړ د جلب لپاره پرې وياړو او ….   نړۍ او يا دقيق ووايم سياستوال داسې مسايلو سره د اولويتونو او خپلو کارو په  سمت ورکولو کې او داسې  کسانو او داسې  کارنامو او  سرښندنو  او د غيرت قصو  سره کومه دلګرمى نه لري او حتى هغه   نه خوښوي  او له سره ورته جالبه هم نده. دا چې افغان رور د خپلې خور د عزت د بچولو لپاره متجاوز وويشت او مړ کړ او مونږ پرې وياړو هغه بل راته کښته او پوره ګوري، غلى شي او له ادبه څه نه وايي خو راته د رواني تکليف لرونکي خيال کوي. هو نړى ته داهم د تعجب خبر ده چې باغيرته افغان نړۍ نه له خيرات غوښتو سا وختله، افغان ځوان او زاړه نړۍ ته د ګدايي په لار کې اوقيانوسونو کې غرق او هغه مسلمان د مکې پر ځاى جرمني، فرانسې او  انګلستان ته د پناه غوښتلو لپاره ځان ورساوه او … او داسې نور افراط او تفريط او د دقت وړ حالت او موقفونه خو چې راشو دا يو ته چې زمونږ عنوان دى بايد ووايم چې ولې نړۍ لا تر اوسه د پنجاب اردو او اى اس اى مظالمو ته چپ او غلى پاتې او حتى لا مادى او معنوى ملاتړ او مرستې ورسره کوي؟ دوى ته غلي دي او دوى باندې حساب کوي. ددې موقف بنيادي علت دادى چې دوى د شنو دالر او پېسو مقابل کې خپله نيا هم پلورلاى شي. دا  هغه وړه باريکۍ ده چې لاتر اوسه پرې ډېر له سره خبر نه يو. 
 
دا چې وايي د سياست الفباء او د دوستۍ معيار د ګټو  او مصالحو، ګټې او زما ګټې او د هغو  په چوکاټ کې دوستي او دښمني هغه بنيادي خبره او راز دى چې پرې سر خلاصول په کار دي. دا اصل او دا ظاهر کې ذليل اصل، ذليل هم په دې نه دى چې يو ملي او با عزته کس ته د هغه د دوستۍ معيارتل د وطن او ملت ګټې او تل په همدغه استقامت کار دى او بى عزته او وطن پلوري کس ته  د هغه خپلې شخصي ګټې او شخصي منافع او مصالح دي. نو نړۍ سره په تعامل،  لارو جوړولو او قناعت ورکولو کې بايد ورته د هميشه لپاره دا  مستنده کړاى شي چې زما سره ددوى ګټې په کوم ګډ شي او څيز کې نغښتي دي. 
 
تر پرونه مړه کېدم، وژل کېدم او ايراني آخوندانو لوټ کړم او جبهه پر جبهه يې کله فاطمي، کله زينبي او کله حيدري او<< افغان پدر سوخته، کثيف >>، کړم.  هم يې مړکړم، هم يې پړ او  هم يې لوټ کړم خو چاته يې باک نه وه، حتى ژوند مې ورته له لاسه ورکړ خو په ايرانى محلي قبرستان او مقبره کې د ښخېدو اجازه رانکړاى شوه، او دا زما حالت  چاته جالب  نه وه،  په اوقيانوسو کې غرق او توره بوره کې يې د نړۍ ستر بمب راباندې استعمال کړ، ووژل شوم او لوټ شوم، او په لسهاو غير قانوني جېلو کې هرې نارواوې  راباندې وشوې خو چاته مهمې نه وې، پښتانه او بلوچو ته په اوسني پاکستان کې د پنجاب لخوا اول ترور او دهشت صادر او هلته  وروزل شو او بيا هلته پرې پښتون، بلوچ، سرا يکي او سندهى تر دانننه  ووژل او ولوټل شو او دا لړۍ لا دوام لري. پاک او با عزته  لوڼيان ، عارف  وزيران او لسهاو پښتانه او بلوچ مشران په رڼا ورځ د پاکستان  او پنجابي ظالم پوځ لخوا ووژل او شهيدان شول، سلهاو افغانان په ايران کې د سترو نمايشونو  او ميديا په حضور کې په لاقانونه توګه اعدام شول، خو چا دې برخه کې لازم اقدام او اعتراض په لوړه کچه ونکړ خو نن چې د چا ګټې او د جناب  پمپيو پاليسي او برنامه ايجابوي د ايران لخو د 70 تنو مهاجرو، درياب ته اچونه د ايران د آخوندان له خوا او دغه جنايت غندنه او افغان حاکميت دعدالت غوښتنه نن سبا د جناب پمپيو د   امريکې د خارجه چارو  د وزير له خولې غندل کيږي او دوى مونږ ته دغهد برخه کې  ملا تړ او قوت راکول غواړي چې دا موضوع او عدالت غوښتنه د ايران پر د حاکميت پر ضد بايد  په جدي توګه کلک اقدام وکړاى شو او ددې عدالت غوښتنې، امريکه ملاتړ کوي. مونږ د امريکې ددې عادلانه موقف نه مننه کوو او له ملاتړه يې ملاتړ کوو خو په دې ځان پوهول غواړو چې افغانان او افغان تحليل ګران  او څېړونکي، محققين او نړۍ سره په تعامل کې افغانان بايد  پوه شي چې خپل هر تحليل اود تعامل منطق او غوښتنه په داسې منطق او قوت قوي کړي چې هغه کې  د مقابل لوري د دوى د ګټو پر اصول او تحقق ميندلو بنا وي. په ده ځان پوهول په کار دي چې  زمونږ تحليل او ارزونې بايد  دغه منطق  او بنياد مستند کړي چې زمونږ سره ددوى ګټې دي. دا تصادفي نه ده چې د انګلستان د وخت لمړى وزير توني بلير وايي چې د افغانستان غرو کې امنيت د لندن د ښار سړکو امنيت سره تړاو لري. که مو خپل تعامل او تحليل داسې عيار او تنظيم  نه کړ،  نو زمونږ تعامل،  تحليل او ارزونه به مو خپله خوښه شي او ځان به پرې خوشاله کړو خو مٶثر آثار چې د نړۍ ملاتړ تر لاسه کړي، به پرې مرتب نه شي. 
 
زه باور لرم او داسې ډېر مستندات شته چې افغانانو دا 40 کلو کې د ترور او دهشت ضد مبارزه کې اول صف کې قربانۍ  ورکړې او نتيجه کې دا د نړۍ وجيبه ده چې د افغان اولس سره د خيريه مٶسسو د مرستو پر منطق نه، بلکې د نړۍ د امنيت د ساتلو په لار کې د افغان اولس د سرښندنو ملاتړ دنړۍ د وجيبې په توګه وکړي  
 
دا هغه نقطه او اړخ د خبرې دى چې حتى  زمونږ داخلي او بهرني تحليل ګران، څېړونکي او سياسيون پرې يا لږ او يا هم له سره تماس نه نيسي او په دې توګه  د خپل مشروع او روا کار نتايج او ملموسې پايلې نه لري. 
 
پاى
 
 داکتر صلاح الدين سعيدي 
9/5/2020
00447886474638