آرشیف

2021-4-11

شاه ولی آرین

سوله که امتیازات؟

 

تر هغه ځایه چې لیدل کېږي په دې تیرو دوو اونیو کې د سولې د پروسې بازار خورا تود دی. د افغان دولت، سیاسیونو، سیاسي وسلوالو ډلو او د سولې عالي شورا ته د سولې د عملي کولو په لار کې د ۳۵ په شاو خوا کې طرحې وړاندې کړي دي.

 

تېره ورځ د ملې مصالحې د شورا ویاند، فریدون خوځون هم په خپلو خبرو کې وویل:

دوي ته تر اوسه دیرش طرحې د سیاسیونو او احزابو له لوري ورګړ شوي، چې دوي د یوه کمیسون له لارې غواړي له دغو ټولو نه یوه جامع واحده طرحه اماده کړي چې د ترکیې ناستې ته یې وړاندې کړي، اما د ملې مصالحې عالي شورا تر اوسه د هغې طرحې په اړه چې د جمهور رئیس محمد اشرف غنی له لوري د ارګ په یوه ناسته کې تشریح شوه، مشخص د تائید یا رد څه نه دي ویلی، چې دا په خپله د هیواد په نظام کې د دوه ګوني او یا د څوګونو توپیریزو نظرونو انعکاس کوي.

زما په اند تر اوسه د وړاندې شوو طرحو نه یوازینۍ طرحه چې عملي بڼه لري او د ستونزو د حل اساسي او محوري ټکي په کې لیدل کیږي، د جمهور رئیس محمد اشرف غنی طرحه یادولي شو.

که د طرحې محتوا ته زېر شو، هلته د مصالحې د حکومت په ډېر صراحت وړاندیز شته چې د مشارکت له لارې به جوړېږي، د مشارکت مفهوم په اصل کې له یو لورې افغان دولت او ورسره د نظام سیاسیون او احزاب او بل اړخ یې طالبان دي، چې د همدې حکومت په موجودیت کې به په نظام، ادغام، تعدیلات د راتلونکی انتخاباتو له پاره ګډ اقدامات تر سره کېږي، چې کنترول به یې د همدې مصالحې د حکومت او نړیوالو با صلاحیته نهادونو لکه ملګری ملتونه، اروپائي اتحاد او داسې نورو معتبرو نهادونو له خوا تر سره کېږي، همدا ډول په دې طرحه کې د نړیوالو ضمانتونه مطرح دي، ځکه چې دا جګړه افغاني نه ده، بهرنیو پیل کړي او دوي به یې د ختمیدو تضمین ورکوي، همدا ډول د غنی په طرحه کې چې وائې زموږ توافق یوازی له طالبانو سره نه، بلکې له نړیوالو سره چې په هغی کې ګاونډی هیوادونه هم راځی مهم ټکي دي.

د محمد اشرف غنی په طرحه کې د وخت له مخه د ټاکنو وړاندیز او په کې د ده برخه نه اخستل بل هغه مثبت ګام دي چې، د ده د مخالیفینو اندیښنو ته ښه ځواب ورکولي شي.

دغه طرحه په دریو برخو وېشل شوې چې لومړۍ برخه یې سیاسي جوړجاړۍ، دوهمه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې ټینګښت، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې ده.

زما په اند دغه طرحه دریو ډېرو اساسي او عملي پوښتنو ته ځواب ورکولای شي:

  1. د افغان حکومت کاملآ د سولې د تحقق لیوالتیا لري، او هر ډول شرایطو ته چې پراساسي قانون، نظام او یو شمېر تیرو مثبتو لاسته راوړنو معامله نوی حاظر دي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غنی وروستۍ طرحه یې غوره بیلګه ده.
  2. افغان دولت تر اوسه وار وار، د اجماع، سیاسیونو او ګوندونو د یو واحد نظر د تر لاسه کولو له پاره حتا د ځینو بې ځایه امتیازاتو د ورکولو تر بریده هم ګامونه پورته کړي دي.
  3. افغان دولت وار، وار د سولې د تحقق له پاره د اوربند وړاندیز کړی، اما طالبانو په مختلفو بانو، د جګړې لار خپله کړي ده.

باید ووایم چې زه نه د افغان دولت پلوي یم، او نه مې چندان له غنی نه ښه ایسي، ځګه ما وار، وار ویلی، چې د استعمار په موجودیت کې حکمتونه نا مشروع او پیېلي خصوصات لری او پری محاسبه نه شي کیدای، اما پر موجود نظام تل ولاړ یم او تل مې ویلی دي، چې هر څوک چې د موجود نظام د ضعیفولو په لار کې کار او هلې ځلې کوي، د هیواد دښمن دي او ملي خیانت کوي.

بله خبره داده چې، د هیواد په دې حساسو شیبو کې چې هر څوک یو مثبت ګام هم د عملي سولې د تحقق په لار کې اخلی باید څوک پرې سترګې پټې نه کړي.

اوس راځو دې خبرې ته چې ولی یو شمېر سیاسیون او د ګوندونو مشران یا طالبان د جمهور رئیس محمد اشرف غنی طرحه عملي نه ګڼي، دا ځکه چې دوي امتیازات غواړي، او د خپلو تیرو کړنو، د چور چپاول اصلي څیرې غواړي په راتلونکي نظام کې د نامشروع معاملو له لارې د ځای پیدا کولو له لاري پټې کړي او یا د سولې پروسه تخریب کړي تر څو نوره هم فضا خړه پړه کړي او خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی، نو ځکه د دوي دغه اهداف د انتقالي ، مصلحتي حکومت له لاري چې نظام په کې ګډوډ کیدای شې ممکن دی، نه د دوه اړخونو د مصالحې د مشارکتي حکومت له لاری.

همدا ډول دا چې طالبان او پلویان یې تل ټینګار کوی چې دوی  په سلو کې تر پنځه اویا زیاته خاوره تر حاکمیت او تصرف لاندی لری او ولس تری پلوی کوی، اما ټاکنو ته غاړه نه ګدي، دا هم د دې مانا لری چې حقیقت نه لری او په خپل ولس او خلکو نه باور لری، یا د دوی کمزورتیا ده او یا نه په  دموکراسي او نورو مدني  اصولو او ازادیو باور او اعتقاد لری، دوي د هیڅ ډول تغیر له پاره اماده نه دی، غواړی چې د خبرو او جګړی د دواړو لارو امتیازات او تیر اسلامی امارت را ژوندي کړی چې دا هیلې د دوی ممکن ناشونی کار وي.

 

د افغان جرمن انلاین په خبری برخه کې:

عکس العمل‌ها به طرح صلح رئیس جمهور غنی

گروه طالبان در واکنش به این طرح رئیس جمهور افغانستان گفته است که این طرح عملی نیست اما آگاهان سیاسی افغان در این مورد دیدگاه‌های متفاوت دارند. شماری طرح صلح رئیس جمهور غنی را یک طرح همه شمول و جامع می‌دانند و می‌ گویند که این طرح رئیس جمهور افغانستان با حمایت جامعه جهانی و سیاسیون افغان همراه خواهد شد.

عبدالشکور سالنگی کارشناس روابط بین الملل به دویچه وله گفت:

« به نظر من طرح رئیس جمهور یک طرح سنجیده شده و جامع است، اما اینکه این طرح چقدر جنبه عملی به خود می‌ گیرد وابسته به طرف مقابل پروسه صلح است که طرف مقابل نیز این طرح را رد کرده است».

سالنگی می‌ گوید طرح صلح رئیس جمهور غنی، گروه طالبان را از نظر روانی تحت تاثیر قرار خواهد داد. و هیچ بهانه برای این گروه باقی نمی‌ گذارد که به جنگ خود ادامه دهند.

اما عبدالناصر شفیق استاد پوهنتون، طرح صلح رئیس جمهور غنی را عملی نمی‌ داند و می‌ گوید که این طرح به دلایل زیاد عملی نیست و از جمله:

« اینکه اجماع سیاسی در حکومت و بیرون از حکومت در مورد مسئله صلح وجود ندارد و از طرف دیگر گروه طالبان نیز آتش بس را قبول نخواهند کرد».

قرار است نشست استانبول ترکیه پیرامون صلح افغانستان به زودی دایر شود. در این نشست سران حکومت افغانستان، رهبران گروه طالبان و مقام های بین المللی اشتراک خواهند کرد.

داسی ویل کېږی چې د ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې له لوری چې د استانبول د کنفرانس په ګډه کوربانه دي، د اجندا یوه طرحه افغان حکومت او طالبانو ته سپارلي ده، چې د دوه ورځو په لړ کې دی، دوی خپل نظر څرګند کړي.

په دغه طرحه کې د کنفرانس د اجندا اصول، چې د دواړو لورو له خوا د جګړی د ختمیدو او د او د سولې د منځته راتلو تعهدات او تائید، د اسلام دین د افغانستان د رسمي دین په توګه پیژندل، د یو پراخ بنسټه او ټول شموله اداری پر جوړیدو تاکید شوی دي. په سند کې د اجندا د اصولو پر اساس د یو انتقالي حکومت جوړیدل د یوه معین وخت له پاره، د اقلیتونو د حقوقو رعایت، د هیواد بیا رغونه د سولې نه وروسته، د تروریزم پر ضد مبارزه او د ګاونډیو هیوادو سره نیک مناسبات د استانبول د مذاکراتو اساسی ټکي دي.

داسی ویل کېږی، چې افغان دولت د دغې اجندا په رابطه جدی عکس العمل ښودلی ، اما د طالبانو ویاند ډاکتر نعیم وردک ویلی دي، چې تر اوسه دوی ته داسی څه په لاس نه دی راغلی.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږی که دغه اجندا رښتیا هم همداسی وی، دا به هسی د وخت ضایع کول وی، او هغه اساسي موضوع چې افغانان ورته تر ټول خورا اړتیا لری اوربند دي. همدا ډول د مؤقت حکوما سره نه افغان ولس، نه افغان حکومت او نه هم طالبان توافق لری.

همدا اوس افغان دولت او د ملی مصالحې شورا په ګډه هلې ځلې کوي چې له یوې کاری او عملي طرحې سره د ترکیې کنفرانس کې برخه واخلي، مګر د طالبانو د مشخصې طرحې نه شتون او یوازي د دوحې پر پریکړو ټینګار، چې دغې توافقنامې لا تر اوسه د امریکا د اوسني نوی حکومت له پاره خورا ډېر سوالونه مطرح کړی، او له ډېرو برخو سره یې هماهنګي نه لیدل کېږي، په رښتیا سره به هم د طالبانو له پاره دغه کنفرانس یو ستونزمن ازمون وی.

 

بریا د حقیقت پر لور ده!