آرشیف

2021-5-16

دوکتور صلاح الدین سعیدی

سوله نه شته! 

 

سوله نشته د طالب د سر سودا ده!

د پنجاب په لاس خوره توره بلا ده!

شاړې ځمکې به خړوب په سوله نشي!

د افغان کور بدل شواى په بيديا ده!

بيا قصه د ګندمک  بر سيره شوې!

د پنجاب د جوړجاړۍ دا مدعا ده!

نن د سولې په دوکو هيواد راپلوري!

د وطن نه جوړه شوې کربلا ده!

د ترور او د دهشت نه لاس په سر شه!

د ېو نوي  تړون دې کې څه  اړتيا ده؟

له آمو تر اباسينه که يو نشو

نو ورکيږو باور وکړئ دا رښتيا ده

 

ډاکټر صلاح الدين سعيدي

17/5/2021