آرشیف

2020-3-28

دوکتور ص. سعیدي

سوله او لنډ مهاله حکومت!

( خپلې زړې ليکنې ته لاندې نوې کتنې سره ګډ او درلېږم.).
سوله به کوو، خو سياسي سوله. ايديالوژيکي سوله او سياسي مصالحې پر ځاى او سياسي مصالحې د ميز پر سر مناظره کول او د ايديالوژيکى مناظرې بحث قاتى پاتي کول له سره خطاء، د وقت ضياع او د ملت د تراژيدۍ اوږدول دي. داسې افراد چې سياسي مسٶولينو کې هم دي، په تأسف سره کم نه دي. سوله او استقرار، با عزته سوله او هغه چې د بلې جګړې لپاره تيارى نه وي ، زمونږ حق دى او   ملت سوله غواړي.  ښه شو حزب اسلامي سوله وکړه، سوله وکړئ بیا درته یو څو دولتي څوکۍ درکوو، سلاح مو تسلیم کړئ، راځئ زمونږ تر ادارې لاندې چې سوله وشي، راته تسلیم شئ، مونږ هغه پروني نه یو او مدرن شوي يو، له مونږ مه ويريږئ اوس سربازان په تېره چاړه حلالوو،  د سولې خبرو کې باید د سیمې هېوادو اجماع تر لاسه کړو، والصلح خیر، دااو داسې نو شعارونه او تأکیدات چې تور، سپين، مقدس نصوص، غنم، سياه دانه، جودر او … ګډوډ سره ګډوي او ګمان کوي چې مانا دار خبر مې وکړه په يقين د چوکۍ، قدرت، پېسو او خود خواهۍ څنګ ته د ستر حماقت او ناپوهۍ او د ضميره انسان مشخصات هم دى. هو  لاره ترې  ورکه ښکاري،  نه پوهیږي څه وایي که عمداً ریښتیا او درواغ ګډوډ ، په عمدي او يا د ناپوهۍ له وجهې وړاندې کوي او ځان ورته هوښيار ښکاري. د جناب داکتر عبدالله عبدالله د 26/3/2020 تلويزيوني اظهارات داسې اوتې بوتې لرلې او لري. هغه غر دى او هغه لمر، زه په حقه يم او چوکۍ غواړم. دا د اوبو خړول،  ګډې وډې ويل، نور ملت نه شي غولولاى. ددې کار او کړنو  لامل  د جهالت او خودخواهۍ تر څنګ  د پردي او په  ځانګړي توګه د افغان دښمنه، سولې او اسلام  دښمنه، مکارو همسایګانو موخو ته خدمت وکول او ځینې یې  سیاسي قدرت ته په هر دنایت او رذالت ځان ورسول هم دي.
 هغه غټ ناست سیاسي معتبر؟! شنونکي غټ غټ اکټ او غټې غټې  خبرې لکه چې خط کش يې خوړلاى وي هم د تأسف حالت دى. دوى خلک او اذهان مغشول غواړي او خپلو ناروا موخو ته ځان  په هر قیمت رسول غواړي. د مسلمانۍ دعوه هم لري، د کرونا رنځ، مرګ او د الله ( ج ) دربار او عدالت ته درېدل هم  ورنه  هېر ښکاري.  
زه له سره په ده نه پوهیږم او منطق مې اجازه نه ورکوي چې زه به د طماع او ظالم همسایه اجماع څنګه تر لاسه کړم چې اوبه، برق، معدن، متخصص، انساني قوه، سړک او لار مې، خاوره او مځکه مې تصرف او اختیار کې لري، په وطن مې زرهاو ګولۍ اوروي او د سیمو خلک له خپلو زرکلنو سيمو کوچوي او د جنرال زيدحامد د 50 کيلو مترى فاصل زون د افغانستان او اوسني پاکستان تر مېنځ د امريکې په مصرف جوړوي او دوى دې دې ته قانع او اجماع وکړي. دوى د طالب د سوټي او جګړې له برکته   زما د وطن داخل کې په خپله خوښه خپل سرحد جوړ کړي او پېسې یې هم بهرنیان او زما ظاهر کې متحد ورکوي. ددې خبرې منطق چېرې او څوک داسې هېواد زما وطن کې اجماع ته راولي او د سولې خبرې به کامیابېدو ته پريږدي؟ دا هیڅ سلیم عقل نه شي منلای او دا غېر عملي خبرې دي! 
د داسې او ورته افکارو زه یو څو یابوان غټ غټ تلویزیونو کې ناست، د پښتو ټيکه دار او د اقتصاد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر، د فن متخصص او شنونکی ځان ته هم وایي او اضافه کوي چې طالب سره مو مسکو کې ولیدل، سوله راځي اومونږ  ورسره پاکې خبرې وکړې  او توافقات مونږدې دي. وایي چې طالب ومنله چې د انجونو د تعلیم مخالفت  نه کوي،  خو د ښځو د قضاء برخې کې  چې ښځې قاضي نه شي کېدای توافقات موسره وکړل، او نور هم ورسره توافق کوو او دا مسایل به ورسره توافق وکړو حل به شي او … دغه متخصص!؟  څېړونکي !؟ دغو اسلامي بحثو  له اساسه بې خبر ، اسلام کې د قاضي مسأله، د انجنو د تعلیم مسأله، د ښځو د کار مسأله، او ورته مسایلو  نه د طالبي برداشت  او عقیدې نه له سره دا یابو! متخصص بې خبر ښکاري. په یقین دده اظهارات دده د ناقص پوهې مسئله هم دده له اظهاراتو ثابتوي او تأکید لري چې دې خبرو کې د طالب سره توافق کیږي.  دا مکتب او مشخص فهم او تعبير د ديني مسايلو دى او  دې برخه کې تاسې مسکو کې توافق نه  شئ کولای او بیا دا ستا کار نه دی چې د ملت له نومه دې مسایلو کې چا سره توافق د مذاکراتو د میز په سر وکړئ! ددې مسایلو حدود او ثغورو  د سولې کنفرانسو کې تعین لکه د نورو اساسي مسایلو په شان د سیاسي مصالحې او مذاکراتو د بحث موضوع نه ده او دا د ملت او اسلامي علماو صلاحیت دی، نه د هر یابو!؟  
سیاسي مصالحې او مذاکراتو کې  د ارزشونو قبول  د اسلام، د ملت د انتخاب او د هغو لخوا  د مشروعیت ورکولو  فیصله او حق دى!
بل تصميم او بله پريکړه دا د کوم قوى؟! ټيم کار هم نه دى، دا د ملت په غیاب د ملت د صلاحیت محرومول دي.

د مذاکراتو یواځنۍ اجندا دا ده چې ملت څنګه اصلي تصمیم نیونکی شي.
 داسې حال کې چې سیاسي قدرت د یوې خوا انحصاري لاس کې دی، کوم میکانیزم فعال شي چې د خلکو او ملت اراده د احزابو، سازمانو او مشخصو نسخو ته د تطبیق مشروعیت ورکړي. بل بحث اضافي، د وخت نه مخکې او د صلاخیت نه بهر بحث دی. 
دغه متخصصینو او څېړونکو ته چې ماورته د  ېابو لقب ورکړ علت یې چې یابو د خره او آس له ترکیبه جوړ موجود دی. اصل او نسب یې نه دی مالوم.
 په تېرو اتلس کلو کې دغو مسايلو ته عدم دقت،  په خپلو بې کفایتو کړو دا وطن تباه کړ، قومي او سمتي تربګنۍ یې د اسلام د وحدت د پراختيا  د مخنوي په خاطر هم چې وي، چاغې کړې او اوس  پخپلو خبرو او تأکیداتو کې داسې ښکاره افاده کوي چې دا معضل او دا کړکېچ زمونږ داخلي کړکېچ او مونږ خپلو کې په توافق رسو او همسایه ګان باید راسره اجماع وکړي. 
نه همسایګان د خپلو ناروا  ګټو خلاف له ما سره توافق کولای شي او نه دوی ( پاکستاني او ايراني استابلشمنت  ) سره کومه اجماع کېدای شي. 

په دې سلسله کې هغه نظام او سیستم  چې اتلس کاله دلته په ملیاردو پېسو او وینو جوړ شوای او حد اقل دغه شکلي موجودیت چې له نشته نه، ښه دی. دلته یوه اداره شته او وجود خو لري، بې محتوی وه او ده خو سیستم  یعنې پارلمان، اجرائيه قوه  او قضاء جوړه ده ددې پر ځای چې دې ته محتوی ورکړي، سیستم نهادینه کړي،  وایي او تأکید لري چې دا  ټول ړنګوو او له صفره بیا پېل کوو. داسې خبر ېواځې دشمن او خاین کولای شي.  دا دشمنانه، خاینانه او د پردو اجندا ده.  
داسې غوښتنه او داسې مطالب  د سولې د میکانیږم د دقیق توافق نه پرته او د نړېوالو  د تضمین نه پرته  او  د ټولو جوانبو له توافق پرته او د یو شمېر مقدماتي توافقاتو پرته افغان ضد، ملی خیانت او دا تأکید کوونکي   یا یابوان، یا اجیران او یا د قدرت د رسیدو لېونیان او یا د پاکستان د ادارو اسیران دي، بل څه نه شي کېدای.
م‌ؤقته اداره  د پردو او دښمن اجندا ده او په کلکه ردوو! دړنګولو پر ځای پر محتوی ورکولو سرمایه ګذاري او تمرکز وکړئ! 

او ھو د افغان  حاکمیت پر ضد  د مسلحو مخالفینو  د جګړې  مبرر یوه ستره او بنيادي بهانه او ددوى  مبرر او توجيه په افغانستان کې  د کفري هېوادو د پوځ حاکم  وجود ويل کېده اودى چې  د طالب او مخالفينو په ځانکړي توګه د طالب د صفوفو او افقي رهبرۍ ته وړاندې کېده او استناد پرې  ولاړ وه.  داچې دا بهانه او یا مبرر نفیه  او   د جګړې دا یو ستر لامل منتفي د طالب او امريکې تر مينځ د امريکې او طالب ډلې تر مېنځد سولېد توافق روسته عملي  شو نو دا په ښکاره  د سولې په استقامت اقلاً په ظاهر کې  غټه او ستره برياده. 
افغان ځواکونه باید خپله په خپلو مټو د مستقلې دفاع صلاحیت باید ولري چې طالب دهغو ړنګول هم غواړي! 
هو که افغانان د بهرنیو له مداخلې خپلو مېنځو کې پرېښودل شي د بهرنيو پوځيانو ته افغانستان ته ضرورت او اړتیا به له مېنځه ولاړه شي. افغانان به د جنګ د دوام په صورت کې  هم د وطن او خلکو نه د دفاع توان ولري. د بهرنیو د عدم مداخلې خبرې دې په ټولو خواوو کې مطرح او حل شي. 
 د مسئلې د هر اړخیزې حل نه پرته د جناب خلیلزاد او امریکې په مقدماتي شوې موافقې  کې پاکستان او طالبانو دواړو غوښتنو ته مثبت جواب ورکول دي چې دا سخت خطرناکه وينم.  دې ته نادرست تنازل  ويل کيږياکستان د مذاکراتو نتیجه او پایلې نه بلکې د امریکې تنازل د پاکستان او طالب غوښتنو ته ښکاره  مظهر او سند دی. داچې د امریکایی جانب لخوا ویل کېدل چې طتلب یسره به توافق په کل او یا په هیڅ کیږي او اوس دا دوه پاکستانۍ مطالباتو توافق؟! تسویدیږي او دغه امریکایې تنازل ته توافق ویل کیږي. داحالت حد اقل ځان غولونه او د سپينې ماڼۍ غولونې ادامه ده.
 نړۍ خپل قضاوت او برداشت له دغه تنازله لري او عواقب یې د پاکستان په ګټه، په لمړي سرکې دي.
 د جزیى ورکولو سیاست به ‌‌‌‌‌‌ډېر بد عواقب ولري! 
زمونږ هریو ته په کار ده ددغه منطق په عامولو د افغان اولس  پاکستان ته د ګون‌‌‌‌‌‌ډه کولو هڅې مخه ونیسو او دا کار ان شاء الله تعالی) ممکن دی.
بې پایانه پای
د. صلاح. سعیدی