آرشیف

2018-3-29

دوکتور ص. سعیدي

سوله او د افغانستان روان حالات!

 

دیني فتوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وجود په برخه کې واحده نه ‌‌‌‌‌‌ده او ډیر تعابير  لري. هو تعابير مختلف دي!

د بهرنیو ځواکونو د وتلو نيټه او لړ لیک مالومول ددې مشکل د مذاکراتو د خن‌‌‌‌‌‌ډ د برطرفولو  لار کې،  د حل یوه توجیه کیدای  شوه او شي خودامشکل یو وار بیا جدي شوای دی. عوامل به زیاد وي خو د افغانستان د کابل د حاکمیت د مسلحو مخالفینو پر جنګ تداوم او تکرار، د بهرنیو ځواکونو د وجود او ازدیاد بهانه په لاس ورکړي او د ایجاد بحران قابل کنترول تیوري تقویه کوي. د ښاغلي ترامپ حکومت او یو شمیر  تیورسنانو یې د وتلو تاریخ تعینول د افغانستان د جنګ د اوږدیدو عامل بولي او همداسې هم همداسې هم عملاً استدلال وشو او همداسې هم ښکاره کړای شوه. طالبانو او ای اس ای عملاً وښوده چې اوس لږ لږ جنګیږو او د بهرنیو د ځواکون له وتلو روسته به بیا ګورو او خبرو او تفاهم لار یې رده کړه. 

اما د دیني لحاظه دا معضل چې دلته بهرني ځواکونه حضور لري که یې منو که نه، د جنګ د دوام د یو عامل په توګه وجود لري او  دی. 

د ای اس ای پاکستان پلوه  ملایان وایي چې پاکستان کې خلاف اسلام اعمال شته خو کفري ځواکونه نه شته. زه ورته ویل غواړم چې زمونږ قوانین او محاکم اسلامی او ستا د لارد کیرالی او غیر دیني اساس لري او د پاکستان له خاورې او حاکمیت په مرسته او د پاکستان او اسلامی دولته او ددې هیوداد هوایي  ‌‌‌‌‌‌ډګرو او پوځي تأسیاتو همدو  بهرنیانو د ستاسو د مشرانو  په خپل اعتراف او شته مستنداتو پر بنیاد په زرهاوو حملې پر افغانستان کړي. هوهمدا  پاکستاني اُجرتي اردو او جنرالانو ( جنرال ضیاء،  مشرف، کیاني، باشا، درانی او …) په زرهاو عرب مسلمانان، فلسطینیان او د سیمې بې ګناه خلک د همدو بهرنیو په امر وژلي او د جنرال مشرف د قهرمانو عربو مجاهدو میرمنې همدوی د هر رأس ۵۰۰۰ دالر مقابل کې سر خرئيلې په بوجیو کې لوچې، لن‌‌‌‌‌‌ډغرې  بهرنیو ځواکو نو ته ورتسلیم کړي. دا د پاکستان د  د برحال وزیر خارجه، تیرو او اوسنیو جنرالانو  ) ( مدني فعال!؟ جنرال اسد دراني) اعترافات دي. نو د بهرنیو ځواکونو وجود معضل د دیني مبرراتو توجیهاتو مشکل شته خو دا پاکستان او د هغه ملایان  هغه څوک نه دی چې دا صلاحیت، اسلامي  او اخلاقی حق دې ځان ته ورکړي چې دې کې ځان بې ګناه کړي او په افغانستان مرګ، او ژوبلې او مسلمان وژنې ته حتی د لمانځه او جنازې د اداء پر وخت ظالمانه او حرامه فتوا ورکړي. د پاکستان امنیتی او پوځي ځواکونو داسې جنایات د پيسو په مقابل کې تر سره کړي او کوي چې د اسرائيلو عسکرو د فلسطینیانو مقابل کې به کم تر سره کړي وي. 

 راشو دوهم اساسي معضل ته او هغه د ای اس ای او ایراني استخباراتي کړیو زور او امکانات په داخل د افغانستان کې دي. دوی افغانستان او سیمه کې اقتصادي منافع، د افغانستان ارزانه انساني منابع او د افغانستان د کړکیچ د وجود په صورت کې ایران کولای شي امریکایانو ته دلته او هلته په سوریه، لبنان او هلته په … مشکلات او سترې ستونځې ایجادې کړي، تر څو د ایران نوبت و نه رسي او امریکه یواځې دلته افغانستان، سوریه، یمن او عراق کې مصروفه کړي. 

شواهد ښکاره کوي چې ایراني او پاکستاني برنامې موفقه هم دي.

پاکستاني استابلشمنت خبر دی او پوهیږي چې یو غیر مشروع او د بل پر زمکه  غیر معمول هیواد دی. نه اتباع لري، نه تاریخ، نه عزت او نه افتخارات لري او نه هم مشروع تریتوري ( زمکه). نو داسې هیواد او د هغه جنرالان  په ده پوهیږي چې متحد، پرځان متکي او پر ځان باورمند افغانستان د پاکستان موجودیت او د سر خطره ده. نوكوي هغه چې کوي او زه باور نه لرم چې پاکستان به د افغان او افغانستان ضد سیاست نه له سره لاس  په سر شي. دا ددې مانا نه ده چې مونږ د سولې د برنامه نه لاس په سر شو. د سولې برنامې د متخلف د تجرید لپاره هم ضرور دي. 

د حل د اساسي لارو څخه یو څو هم  ښه دولتداري، اقتصادي مشترکې برنامې، نړیوال او سیمه ایزه اجماع د شر او ترور مقابل کې او بلاخره د آی اس ای انحلال د یوې تروریستي سازمان په توکه او د تاریخ بشپړ تاریخي افغانستان د احیاء نه پرته بله لار نه شته. 

که داکار ونه شي نو د ‌‌‌‌‌‌ډیرو افغان مشرانو د پاکستان د ای اس ای د میز پر سر اوپراتیفی دوسیه به همداسې خلاصه او افغانستان کې به وینه او خرابۍ بنده نه شي!  

او هو که روسیه او ایران د امریکې له خوا توهېن  او تحقیر کړای شول نو دوی به وتوانیږي افغانستان او سیمه کې د امریکایانو او متحدینو لپاره سخت درد سر او مشکل جوړ کړي چې دا جګړه لا همدا اوس د یو شمیر غربي هیوادو نه د روسي دیپلوماتانو د اخراج له کبله مخ په ګرمیدو ده. 

د بهرنيانو  او په خاص او ځانګړي توګه د افغانستان حتی په سیاسي ستیج کې د پاکستان او ایران د نوکرانو او حتی اتباع وجود  د افغانستان د خلکو د تراژيدی سلسله او لړۍ اوږده کړې ده او اوږدوي. 

دا او یو شمیر نور لاملونه او عوامل دې چې دحل لارې لري او جدي، عیني با صلاحیته بحث او تصامیمو ته اړتیا لري . 

او هو  د قابل کنترول بحران د ایجاد او دوام تیوري  بحث او د ب ٥٢ په زور د لن‌‌‌‌‌‌ډغرو او میلیونرانو د بې عدالتیو او حق خوړلو پر بنیاد د خلکو د قیامونو بحث او د هغوی تنازع للبقاء د یکه تاز د بقاء بحث  د بحران او یکه تازۍ د ادامې هڅې د  افغانستان او سیمې د بې ګناه خلکو د وینو تویدو د اوږدیدو لاملونه او بحثونه دې پر ځای پاتې وي.