آرشیف

2018-4-27

دوکتور ص. سعیدي

سر خپل گریوان ته کړئ!

سر مو خپل گریوان ته کړئ او وګورئ او وجدان مو قاضي کړئ! 
د څه د پاسه دریو میلیونو انسانانو وژل او د میلیونهاو نورو تباه کیدل، عزتونه بربادیدل، د چا پلار او د چا زوی، د چا لور او د چا خور  وه. دا چا وکړل؟ دا پيریانو نه دي کړي. هو د څه د پاسه د تېرو ۴۰ کلو جنایات یادوم.  

دلته تیره د انتقام لپاره نه، بلکې د عبرت لپاره یادوم او ټولو ته د توبې او مغفرت سپارش کوم. هو ټولو ته او هغو ته هم چې د جنایت په لیدو ساکت پاتې دي. 

مسوولیت اخلاقي، وجداني، سیاسي او جزايي دی او دا ټول په یوه جوال کې اچول غیر عادلانه دی.

اتم د ثور عمل کې د اوم د ثور ادامه ده، دواړو صادق او عملاً خاین عناصر لرل او لري. 

اتم د ثور د اوم د ثور ادامه ده، دواړه لاس ته راوړنې او نه بښونکي جنایات له ځانه سره لري.

اتم د ثور د اوم د ثور ادامه ده ، خو د دواړو اضرار د مفاداتو په پرتله ‌‌‌‌‌‌ډير زیات وه! 

هو کور مو وسوځيده خو دیوالونه یې پاخه شول خو دا منطقه درست منطق نه دی. 

تیره له یاده مه باسئ خو زمونږ اولویت اوس او راتلونکې ده! 

تیرو ته د مغفرت دوعا وکړئ او ژوندو ته د خدمت د توفیق دوعا!

دغه ملت ته د بل  ټوپک په اوږه شو او د بل لپاره  د خپل رور په  وژلو مصروف کړای شو!

د حل لار د سولې او ښه تفاهم په فضاء کې د اوس او راتلونکو مسایلو او کړکیچو د ریښتې حل لپاره ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار دی! 

دا تأکید له سره په ده مانا نه دی چې ټول باید د کړکیچونو د حل په لار کې زما د حل لار انتخاب کړي. 

مونږ هریو جدا تجارب، جدا تیره او جدا سوچ لرو، جدا اولویتونه او  ډېر ‌‌‌‌‌‌ډېر مشترکات لرو! 

مونږ ته په کار ده چې د خپل هویت او رغنده تفکر وساتو او په متمدن ‌‌‌‌‌‌ډول د خپلو لارو او نسخو د عملي کولو متمدنې لارې غوره او ملت معتقد او باورمند کړو چې دا زما لار درسته او دلیل یې هم دادی، نو ما ته ټاکنو کې صلاحیت  راکړه چې د مشکلاتو ، کړکیچو  او رغنده نسخې مې عملي کړم! 

و ماعلینا الا البلاغ المبین 

دوکتور صلاح الدین سعیدی