آرشیف

2017-2-6

دوکتور ص. سعیدي

سرخلاصی لیک !

دافغانستان د اسلامي دولت جمهور رئيس ته سرخلاصی لیک! 
څه موده وړاندې له اوسني پاکستان او هلته د افغان له خاورې یو تکړه او د افغان- پښتون  ولس ستر پوه، او د افتخار وړ مخکښ شخصیت جناب مشال خان ټکر  د افغانستان د اسلامي دولت  د جمهوریت د هویت کارت او تذکرې غوښتنه  له افغان چارواکو کړې ده. 
جناب مشال خان ټكر افغان وه او دی او تل یې د تاریخي بشپړ  افغانستان د احیاء لپاره مبارزې، جد او جهد جاري ساتلې دي. 
مونږ له یوې خوا دغه افغان او افغانانو ته د افغانستان د اسلامي دولت د اسناد ورکونه د حقوقي ، قانوني او سیاسي لحاظه ضرور، زمونږ وجیبه او ددوی حق بولو. او اضافه کوو چې   دغه  پروسه دې د ساده کړای شي. افغان ولس، پښتنو او بلوڅو په لر او بر افغانستان کې د تأریخ په اوږدو کې د واحد او تاریخي افغانستان د احیاء لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې  قربانۍ ورکړي او لا ورکوي. 
افغان حاكميت لورۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر ځاې اعلام کړای چې لر او بر یو افغان او د تاریخ په اوږدو کې د ‌‌‌‌‌‌ډیورند ننګینه، خیالي او تحمیلي کرښه نه ده منلې او نه مني، خو په عمل کې یې مشخص اقدامات نه دي کړي. 
د پاکستان د تحریکاتو او تخلفاتو پر بنیاد به نن سبا دغه افغانان خپل پلرني وطن ته په ویزه راځي چې دا حالت د منلو نه دی. افغان حاکمیت ته په کار ده چې خپل رسالت اداء او ابتکار په خپل لاس کې ونيسي. 
افغان حاکمیتونو ‌‌‌‌‌‌ډېرځلي هم په  شف شف ویلو، د عمل نه پرته وعدو او کله هم بیا په اتمام حجت فرصتونه یو په بل پسې له لاسه ورکړي او ورکوي. په دغه برخه کې د افراط او تفریط اظهارات هم کم نه دي.
 افغان لوري ډېر بالقوه امکانات بالفعله نه کړل او فرصتونه له لاسه ځي. 
دلته او هلته د مدني ټولنو تر نامه لاندې د ای اس ای برنامې د افغانستان د میدیا او تلو راتلو له لارې عملي کیږي. په دغه ناستو ولاړو کې اکثر هغه افرادو او اشخاصو ته د تبارز فرصت برابریږي  چې د ای اس ای د اوږدو او لن‌‌‌‌‌‌ډو برنامو، موخو او دغو برنامو او موخو ته ذهنیتونه اماده کوي. 
شواهد او قرائن ثابتوي چې د افغانستان په داخل کې هم د دښمن اجیر عناصر په افغان حاکمیت او ساحه کې ددوی سره همغږي، ناستې ولاړې او ښې مراودې لري. 
حالات داسې هم دي چې د مزدور، مجبور او مأمور تفکیک هم ګران شوای دی. 
نو د حل د مشخصو کارو، لارو او لازمو اقداماتو  په لټولو کې باید متناسب اقدامات وکړو. 
باید قبول کړو چې په ژوندو کې مونږ  دایمي قهرمان او اتل نه شته او مونږ ته د هر چا جاري مواضع او کړنلارې یو د بنسټیزو معیارو نه شمېرل کیږي. 
نوکه باور لرو چې افغان ولس، تاريخي شواهد او مستندات ثابتوي چې مونږ هیڅکله هم د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نامه فرضي او تحمیلي کرښه د افغانستان او موجود پاکستان ترمېنځ د سرحد په توګه نه ده منلې او نه منو او په دغه سده کې د نږدې والې پر ځای د جدایی کرښې خو له سره نه منو او  نه منلي. افغان ولس له آمونه تر اټکه، مارګلۍ او اباسینه پورې یو افغان وه او دی. افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نامه له سره فاسخه، تحملي کرښه چې د هماغه اوله هم پاسخه وه د افغانستان پارلمان په اومه شوراء کې پاسخه او ملغی اعلان کړای شوې. نو زمونږ وجیبه ده چې په مقبوظه افغانستان کې افغانانو ته چې اوس د پنجاب د ظلم لاندې کړول کیږي د توان تر حده مرسته وکړو. 
هو پاکستان تل غوښتلي مونږ ناتوانه وساتي خو د توان تر حده باید مرسته وکړو. 
نو په مشخص ‌‌‌‌‌‌ډول د اوس لپاره مشخص وړاندیز دادی چې د پښتنو او بلوڅو هغه مشرانو او کشرانو ته چې د افغانستان اساسي قانون مني او خپل ځان د افغانستان گڼي او غوښتنه لري چې  د افغانستان د اسلامي دولت د جمهوریت اتباع، وګړي وشمېرل شي، باید دغه پروسه او پروسیجر  د یو فرمان او بیا د یو ساده اداري پروسیجر په لړ کې حل کړای شي. 
پدې توګه له ټولو وطنوالو، سیاسي او ټولنیزو سازمانو او واحدونه نه په درناوی غوښتنه کوو چې دغې پروسې او آواز د لیا جګیدو او قوي کیدو لپاره د يو مشخص عملي قدم په ‌‌‌‌‌‌ډول کار ته  همغږي شي. 

درنو وطنوالو، خويندو او ورونو 
ددغې پروسې د تشدید او تسریع لپاره هریو او هر سازمان او افغاني طاقت او ځواک ته په کار ده چې د امضاء ټولولو او اعلامیو په خپرولو خپله برخه کې اقدام وکړي. 
د افغانستان له حکومتي مقاماتو غواړو چې د جناب مشال خان ټکر د افغاني  تابعیت د اعلام پروسه او د افغاني د هویت د اسنادو د ورکولو پروسه په متناسبه ‌‌‌‌‌‌ډول په  چټکه توګه حل کړي. 

تدارکاتی کمیټه

٥/١/٢٠١٧