آرشیف

2018-1-4

دوکتور ص. سعیدي

ستر فرصت او د حل لاره!

 

وایي کله چې صدام حسین په اوپک کې د تیلو د تبادلې خبر او معامله له دالر نه د ایورو خواته اړوله او امریکا ضد او … ضد اقدامات یې پېل کړل نو دا کار د زغم نه وه او عواقب یې جهان ولیدل. 
نن (3/1/2018) د پاکستان  مرکزی بانک د معاملاتو په راکړه ورکړه کې د دالر پر ځان د چینایی پيسو د معيار ګرځولو او راکړو ورکړو اعلان وکړ. ددې سره د پاکستان د خارجه چارو وزیر د امریکې د رئيس جمهور د روستیو مواضعو او اظهاراتو  په تړاو چې پاکستان یې د امریکې د ملیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالرو اخیستو سره سره د امریکې غدار او د امریکې پېسې د امریکې پر ضد چلوونکی وباله، نو پاکستان په تمرد جواب ورکړ. پاکستان کې یې د امریکې سفیر د پاكستان د خارجه چارو وزارت ته احضار او په ده برخه کې یې توضیحات ځينې وغوښتل. د پاکستان د دفاع وزیر بیا ور اضافه کړل چې امریکې مونږ ته پېسې زمونږ د خدماتو په مقابل راکړي او خیرات یې نه دي راکړي. په یقین منظور به یې هغه خدمات وه چې افغانستان کې انفجار او انتحار او د جنرال پرویز مشرف د اتلوالو عربو مجاهدو زنانه وي، چې پاکستانی پوځ د فی رأس ٥٠٠٠ دالرو مقابل كې لوچې او بربن‌‌‌‌‌‌ډې، سر خرييلې په بوجو کې د پاکستان هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګرو کې بهرنیانو ته 

ورتسلیم کړې. 

 

 نو اوس امريكۍ  او نړۍ ته چې پاکستان یې لن‌‌‌‌‌‌ډی مار کړ او مړ یې نه کړ( مار دې لن‌‌‌‌‌‌ډی کړ، مړ دې نه کړ!)، څه کول په کار دي؟ 

امریکې او نړۍ ته پکار دي چې د تأریخي او حقوقي مستنداتو پر بنیاد، د انساني او عدالت د اصولو پر بنیاد د اروپایی اتحادې د معاون د سپارښتونو پر بنیاد، د سولې او عدالت  پر بنیاد د پاکستان په هکله په خپل دريځ کې له سره کتنه وکړي. او هغه داچې اقرار وکړي چې: له آمو نه تر آباسینه، مارګلې او اټکه یو تاریخي، بشپړ افغانستان حق ومني او د پښتنو او بلوڅو د خلکو د اوږدې آزادۍ بښونکو مبارزې او هڅو ته د  احترام سره، له دوی سره ددې خلکو سره ددې خلکو د پنجاب د ولکې د وتلو لار کې مرسته او د لوی، تاریخي، بشپړ افغانستان او بلوچانو حق په رسمیت وپېژني. 

دا به هغه درست او پر ځای کار ، تاریخي  او اخلاقي لحاظه امریکه خپل رسالت اداء کړي او د پاکستان په نامه غیر مشروع، غیر طبعي او ناان‌‌‌‌‌‌ډوله ترکیب د له مېنځه وړلو او ددې سرطاني غدې اساسي علاج وي. 

امریکه یواځې خپل مشروع، عادلانه موضع اعلان، باقی افغان اولس او بلوچان خپله خپل تقدیر په لاس کې هم نیولای شي او  بریا به ان شاء الله د حق او مونږ ترلاسه کوو!  

 

مونږ ویلي وه او بیا تکراروو:

پاکستاني استابلشمنټ د افغان اولس، د سولۍ، د افغانستان، دشمن وه، دشمن دی، زمان ثابته کړه او زمان به ثابته كړي  چې دشمن به پاتې شي! 

و من الله التوفیق

٣/١/٢٠١٨

٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨