آرشیف

2020-8-3

شاه ولی آرین

ساقي

ساقی ډک راکړه جامونه
د ژونـد هـیلـه تـر سبـا ده

یـا بـه مرو که پاتې کېږو
ژونـدون هـڅـه د دنـیا ده

د جفا پـر ځای وفـا کړئ
دغـه تـومنـه د عُـقـبـا ده

ښه کوه  ښه به در رسي
دا یـو اصـل په رښتیا ده

عاشق موخې ته رسيږي
معـشوقـه د زړه رڼــا ده

شاه ولی ارین
اغوس دنمارک
۲۴/۰۷/۲۰۲۰

 

 ساقي