آرشیف

2018-7-25

دوکتور ص. سعیدي

زمونږ برداشت له پ ټ مه!

( PTM and me)

 پ ټ م د افغان مظلوم اولس اوسیلي، د مظلومیت آواز، دحق او ريښتیا او عدالت آواز و درنه ټپه او د ددې ملت د زړه د سوز او داغ انعکاس دی. 
دا چې څنګه وشوه، چا وکړه او چا ونکړه، څوک ملامت او څوک سلامت دا دې پر ځای بحث وي او دا به کوو خو بیا روسته. د تشدد او عدم تشدد بحث او منطق او …
خو اوس یو څه چې روښانه لکه لمر دي هغه دادي چي چې:
– پنجاب او پاکستاني ریاست په مکر او دوکې، تروریزم سره د مبارزې تر بهانې لاندې اول ترور او دهشت د پښتنو او بلوڅو سیمو ته راوست او بیا یې همدلته دترور او تروریست د پرچون فروشۍ تر څنګ د نړیوالې ټولنې او امریکې برنامې د عملي کولو ترڅنګ او په متوازي ‌‌‌‌‌‌ډول په ‌‌‌‌‌‌ډېره بې رحمۍ، مکر او فریب ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتنانه، بلوڅ او افغان اولس مشران او کشران ووژل، تري تم کړل، بې عزته او د خپل دین، قوم او افتخاراتو، ژبې او کلچر نه بیګانه کړل او دا پروسه لا په پراخه توګه جریان لري. مشر منظور پښتین دا حقایق په خپله ځوانه، خوږه او ساده ژبه بیان کړي او بیانوي او همدا وجه ده او همدا وجه شوه چې په میلیونهاو افغانان د ښاغلي منظور پښتین او پ ټ م تر شا او ملاتړ ودریدل. 
پ ټ م هغه تشه پوره او ‌‌‌‌‌‌ډکه کړه چې ملت غوښتله او غواړي. 
ملت نور د پلورل شوو، تطمیع، ‌‌‌‌‌‌ډارول شوو، وژل او شهید شوو مشرانو کې خپله مرجع او د أمید مرجع نه لیدله او نه ویني. شهیدانو مشرانو ته چې شمیره یې اوږده او د افتخار وړ دی دعا کوو او ورته د جنت برین دعا او غوښتنه کوو خو د پاکستان ریاست وتوانیده چې د سترو بابا ګانو او مشرانو اولاده دې ته وهڅوي او تطمیع کړي چې د لر او بر یو افغان شعار پاکستانی او د ای اس ای تعبیر او تفسیر وکړي. 
د سترو تېرو مشرانو لمسیانو د ای اس ای ټوپک په اوږه کړ او داسې نور په داسې شعارو او مسایلو اخته شول چې پښتون او افغان اولس ته د شرم او ننګ خبر وه او ده. 
د پاکستاني ریاست ظلم او جبر د انتها بحث او څېړینې د پښتون اولس د تراژيدیو قصې او داستانونه د منظور پښتین په ساده او مظلوم بیان د پښتون تحفظ موومنټ میلیوني کړ او د افغان اولس په سیاسي ستیج کې دغه تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه شوه. 
د پ ټ م میلیوني کېدو د علت،  د افغان ژغورنې موومنت زمونږ آرمان او زمونږ ایدول کېدو علت او ددغه حرکت او وسیع پلاتفورم سره خپل سیاسي ژوند د شریکول علت او غوښتنه او ددې حرکت په اختیار کې د خپلو ټولو امکاناتو ورونه د پورتني تحلیل او ارزونې پر بنیاد دي. 
زمونږ ملاتړ آګاهانه او هدفمند دی. 
دلته د کوم شخصي علایقو او شخصي منفعت خبر نه شته. 
دلته پر چا د احسان اچونې خبر هم نه ده. 
دلته قربانۍ او خدمت ته د چمتو والې خبر او هو‌‌‌‌‌‌ډ دی. دا ددې مانا نه ده چې دا یواځې زه یم او بل دا کار نه شي کولای. دا ددې مانا نه ده چې د عنعنوي احزابو او سازمانو کې داسي متعهد او خدمتکاره نه وه یا نه شته. د افتخار ځای دادی چې دا متعهد او قربانۍ ته حاضر مشران او کشران وسیع او د موجوده سیاسي احزابو کې هم وه او شته او له دوی ټولو سره مو د وطن او ملت د تراژيدۍ د ختمیدو لپاره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه کار کړای او کوو. خو د پ ټ م چوکات او پلاتفورم ستر او وسیع دی او همداسې ستر باید پاتې شي. 
زمونږ برداشت او ارزونه د پ ټ م له تاکتیکو نه داده چې. 
پاکستاني ریاست او استابلشمنت ته په کار دي چې د پښتنو او افغان اولس له غلامولو، وژلو او تري تم کولو لاس واخلي. 
د وژل شوو، تري تم شوو او زنداني شوو په هکله دې عدالت تأمین شي. 
قاتل او غاصب دې محکمې او عدالت ته پيش کړای شي. نو که بیا دا نه کوې  ستا لار جدا او زما جدا. 
پ ټ م د هماغه قوانینو او اساسي قانون تطبیق غواړي چې پاکستان کې چلیږي. که نه نو بیا …
مونږ باور لرو چې ظالم او جابر، قاتل او وردیان  عدالت په خیرات نه راکوي او حق اخیستل کیږي. نو اوس پاکستاني ریاست ته د عدالت د تأمین فرصت ورکوو، که نه نو بیا … 
مونږ د خپل حق مطالبه کوو او حق او عدالت ملا تړ یو خو د بل حق العبد پاکستانی ریاست ته زمونږ لخوا نه د بښلو دی او نه یې صلاحیت لرو. 
لر او بر له آمو تر اباسینه، مارګلې او آټکه یو افغان، ګ‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ او ګ‌‌‌‌‌‌ډې کارنامې لرو. 
مونږ سیمې کې د ملتو سره دښمني نه غواړو. 
مونږ په آزاده فضاء کې د سیمې لوی اتحاد او هرسیمه کې د خلکو حاکمیت او پر ټولو مسایلو د تصمیم حق غواړو. داچې څوک د چا تاریخي برخه ده او څوک د چا رور دی او کوم رور د کوم رور او یا د تربور سره ژوند کول غواړي بیا  به د وخت په تیریدو او د آزادۍ په درلودو بیا روسته غږیږو خو اوس دا د پ ټ م پېنځه مطالبات دي چې مطرح دي او تاسې ( پنجابه) ستاسې د قوانینو په عمل کې پلي کولو د هغوی تحقق غواړو. که پنجاب داسې نه کوي نو بیا مجبور یو نورو لارو ته مخ کړو. 
ددې مسایلو په نظر کې نیولو سره مونږ نه غواړو چې پ ټ م کوم تېر سیاسي ګوند ‌‌‌‌‌‌او یا حزب هایجک او ګروګان کړي او د افغان اولس ارمانونه بیا د خارو سره برابر کړي. 
دا کار نه د پښتون، نه د افغان او نه د پ ټ م او نه د حرکت او عدالت په ګټه دی. زه یې تصور کولای شم چې دغه تېر سیاسي  احزاب خپل ځان منحل اعلان کړي او د پ ټ م په صفوفو کې تنظيم شي. دې کار کې د  افغان اولس او ددې احزابو اقلاً د رسمي آرمانونو د تحقق امکان زیاد وینم.

ومن الله التوفیق
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
۲۶/۰۷/۲۰۱۸