آرشیف

2020-6-4

شاه ولی آرین

زمانې څـه دې تدبـېر زمـوږ پـه حال دي

زمانې څـه دې تدبـېر زمـوږ پـه حال دی
پـه هېـواد مـو غـوړیـدلي د وېـر جال دی
 
لـه مـوږ سوله او هــرڅـه یـرغمل شوي
هـرغــلیـم مـو تـل خطـر د سرومـال دي
 
ورور د ورو ویـنـو تـه تـږی لیـوني دي
ای ولسه دا مـو ولـې خـوب وخـیـال دی
 
نـاپـوهـي، نـفـاق مـو ستره کمـزوري ده
خپـل پـردی مولوبـوي دغـه مو ټـال دی
 
چې نـا اهـلـه واکـداران مـو د وطن وي
دا پـلان یې راجوړکـړی اوږد مهال دی
 

شاه ولی ارین
اغوس دنمارک
۰۱/۰۶/۲۰۲۰