آرشیف

2019-4-24

شاه ولی آرین

ریښتینی سوله او شته خنډونه:

ددی له پاره چې ځنی پوښتنو ته ځواب پیداکړو غواړم د قطر د بین لافغانی غونډی د ځنډ او یا د له منځه وړلو په هکله ځینو هغو لاملونو ته اشاره وکړم چې یادونه یې ضروری ګڼم.
له دی نه باید سترګی پټی نه شې چې د روانی سولی هلی ځلی تر اوسه بهرنی اومنطقوی انحصار کې په یو مرموز او د اندیښنو په ورکه کې قرار لری چې تر ټولو زیات یې هیوادوال او موجود نظام د ګواښ اوپوښتنو سره مخ کړی دی.
امریکا په سیمه کې ستراتیژیک ملګري لکه سعودی عرب، پاکستان هیڅکله له افغانستان سره نه بدلوی نو ځکه هڅه کوی چې په راتلونکی سوله کې به د پاکستان او سعودی عرب ګټی په نظر کې نیسی.له بله پلوه د استعماری سیاستونو د انډول په نظر کې نیولو سره امریکا شاید ونه غواړی چې روسیه هم له پامه وغورزوی ،همدا ډول د روسیی اړیکی د ایران سره او د دی دواړو رابطه له طالبانو سره هغه څه دی چې د بین لافغانی مذاکراتو مخه یې ډب کړی او د طالبانو کومه خبره چې دوی نه غواړی د افغان دولت یا اشرف غنی سره د سولی خبری وکړی دا د طالب چارواکو اصلی خبری نه دی بلکه د پاکستان،ایران او روسیی خبری دی.
د پاکستان لمړی وزیر عمران خان وار وار وویل چې په افغانستان کې دی مؤقت حکومت جوړ شې د ښاغلی خلیل زاد سره یې په خبرو کې په ډاګه وویل چې جمهور رئیس اشرف غنی د سولی خنډ دی، همدا خبره د افغانستان په چارو کې د روسی سلاح کار کابلوف هم په ډیره بی شرمی د قطر د غونډی د لغوی مسؤل افغان دولت په ګوټه کړ. همدا ډول بله د
یادولو خبره دا هم ده چې طالبان یو لاس او واحده ژبه لری نو د دوحی د کنفرانس له پاره یې په خپله خوښه د ۲۰۰کسیز لست غوښتنه وکړه ټول ورته چوپ پاتی شوول اما کله چې افغان دولت د ټولو هغه ستونزوپه نظر کې نیولو سره چې هم به سیاسی احزاب په نظر کې نیسی هم به سیاسی اپوزیسیون اوهم د ټولنی مختلف قشرونه ددی ټولو په نظر کې نیولو سره د۲۵۰کسیز لست ستونزه څه وه ؟، که بی پری او د تعصب نه پرته قضاوت وشی د افغان دولت ټاکلي استازی خو تیار وو  چې د قطر کنفرانس د ګډون له پاره هلته ولاړ شې مګر د قطر له لوری غونډه لغو شوه،اوس نو ای افغان ولسه راویښ شه ته قضاوت وکړه چې دا غونډه افغان دولت، غنی لغوه کړه؟ او که امریکا، پاکستان،طالبانو او حامد کرزی؟.
امریکا ،ګاونډیو هیوادو او روسیی هیڅکله د تاریخ په اوږدو کې نه دی غوښتلی چې زموږ په هیواد کې با ثباته په خپل اقتصاد ولاړ او ځواکمن نظام رامنځ ته شې او تل یې هلی ځلی کړی چې د دوی لاسپوڅی نظام اوپه سر کې یې بیکاره اوفاسد هیواد پلورونکی عناصر قرار ولری.زه د ښاغلی اشرف غنی پلوی نه یم او تل می نیوکی پری کړی او اوس یې هم پری لرم، خو ځنی حقیقتونه شته چې څوک تری سترګی پټولی نه شې.د توان په اندازه یې د په نوم مجاهد رهبرانو رول او ځواک چې د جناب کرزی په وخت کې یې درلودل کمزوری کړل، د ځمکو د یو شمیرغاصیبینو او زورواکو مخه یی هم د خپلو امکاناتو سره سم ډب کړه.د اوبو د مهارولو ستراتیژی یې داسی مطرح کړه چې ایران همدا اوس حتا باج ورکولو ته اماده دی، څومره  چې موږ د وارداتو له پلوه پاکستان ته اړ وو هغه ستونزه اوس د نورو بدیلولارو په واسطه هواره شوه او اوس پاکستان موږ ته اړ دی. هوائی دهلیزونه، د اوسپنی د پټلیو او داسی نوری اړینی چاری چې یې تر سره کړی نو ځکه پاکستان، ایران او روسیه چې اوس د طالبانو ملاتړ کوی نه غواړی چې اشرف غنی په قدرت کې پاتی شې،د مسکو غونډی ته د کرزی او ۴۰ غلویارانو منډی د دوحی د کنفرانس لغوه او پړه یې په غنی ، د مؤقت حکومت ناری او سوری ،په هیواد کې په نوم د هغوسیاسی ګوندونو چې د قانون سره یو هم برابر نه دی د نظام ضد موضیعګیری، د مشورتی لوی جرګی ضد دریځونه ، د موجود نظام ویشل ، د اتمرد کاندیداتوری نه په بربنډ ډول د روسیی او پاکستان ملاتړاو همداډول
د ډبل عبد الله ضد او نقیض دریځ، د جمهور رئیس د دندی دختمیدو ناری سوری یې دا ټول هغه څه دی چې د یوی دایمی او واقیعی سولی به لارکې یا ستر خنډونه دی اویا دغه روانه سوله هسی په نوم یوه غیرعادلانه مرموزه او خطر ناکه نوی لوبه ده چې امریکا،روسیی،پاکستان او سعودی عرب د طالبانو له لوری په کار اچولی ده چې هیواد ،هیواد وال او موجود نظام له ګواښ او یوی بلی ستری غمیزی سره لاس اوګریوان کړی بل څه په کې نه لیدل کیږی.
که چیری امریکا په ریښتیا هم غوښتلای چې سوله راشی، نو د سولی د راتګ لمړی شرط اوربند و، دوم دا چې اوسنی نظام ته طالبان د امریکا لاسپوڅی حکومت وائی نو ځکه امریکا  لمړی  باید له همدی نظام سره د سولی په رابطه یو واحد دریځ غوره کړی وای اوسنې داخلی ستونزی یې د نظام اوهغو مافیائی زورواکواو په نوم اپوزیسیون چې دوی ځواکمن کړی ترمنځ هواری کړی وای او د جمهور رئیس اشرف غنی نه چې دامریکا د اوسنیو مهرو تر ټولو مناسب شخص دی په اوسنیو حساسو شیبو کې تری ملاتړکړی وای. د پاکستان افغان ولس ضد پالیسیو اصلی څیره یې بربنډه کړی وای چې برعکس د ښاغلی خلیلی زاد د سولی د پروګرم د مخه د هغه دریځ د پاکستان په اړه او اوسني دریځ یې زما ددی خبری ښه بیلکه ده.
تر هغه ځایه چې معلومیږی او د ښاغلی خلیل زاد وروستیو څرګندونو په ډاګه کړه  چې امریکا یوازی خپلی ګټی په نظر کې لری نه د افغانانو،داسی بریښی چې ترامپ د خپل انتخاباتی کمپاین له پاره یو ځل بیا افغان ولس له سترو غمیزو سره مخ کوی.د طالبانو کړني او دریځ نه هم د سولی کوم څرک نه تر سترګو کیږی تر اوسه خو دوی یوازی او یوازی غواړی افغانان سره وویشی نظام کمزوری کړی او د روسیی، پاکستان او ایران اور ته پکی ووهی چې د مسکو غونډه د قطر د کنفرانس لغوه چې د بین لافغانی خبرو اترو له پاره نیک اقدام و د یادولو وړبولم.
زما په اند امریکا غواړی هم خرما تر لاسه کړی ،هم ثواب او هم د داعش د ګواښ تر نامه لاندی خپلی مهمی اډی هم په افغانستان کې تر یوه لازم وخت پوری وساتی ددی موخو دعملی کولو له پاره  یې ممکن ستراتیژی دا وی چې د پاکستان،
ایران، او روسیی د ګټو او غوښتنو په نظر کې نیولو سره جمهور رئیس اشرف غنی په یو معامله ګر لاسپوڅی غلام لکه حامد کرزی ، حنیف اتمر او یا بل داسی یو شخص بدل کاندی چې طالبانو ته به هم د منلو وړ وی ،همدا ډول له طالبانو سره د امریکی د لمړیو پړاونو خبرو دا څرګنده کړه چې امریکایانو له طالب چارواکو تظمین وغوښت چې له افغانستان نه به بیا امریکا او نوری نړی ته ګواښ نه پیښیږی دا په خپله ددی وړاندوینه کوی چې امریکا هم منلی ده چې په هیواد کې به راتلونکی نظام د طالبانو په ولکه  او یا یې په خوښه وی.
اصلی پوښتنه خو اوس داده چې ای خوار، بیچاره او مظلوم ولسه، ملی دموکراتیک قشرونو، د ښخو او ځوانانو بادرکه او په هیواد مینو ټولنو ، موجود نظام، په سلګونو مدني ټولنو او فرهنګی نهادونو په هیواد او خلکو مینو خوخښتونو د سلګونو شهیدانو او معلولینو کورنیو د تولو قومونو وسیمو ملی او هیواد پالونکو استازو د مشورتی جرګي غړو او ټولو هیوادوالو ته افغانی، انسانی اواسلامی بلنه ورکوم چې خپل منځی اختلافات په اوسنې حساسو شیبو کې چې اوس موهیواد د یوی بلی ستری فاجعی او ناورین سره مخ  کیږی تر شاه کړی په یوه خوله واحد هدف او موضیعګیری د یو واحد ملت په توګه ملی یووالی تآمین او د اوسنی نظام او اساسی قانون نه د ملاتړ په نتیجه کې خپلو خلکو او هیواد ته نجات ورکړی بله لار نشته.

 د یو لوی ځواکمن او با ثباته افغانستان په لور

شاه ولی ارین دنمارک