آرشیف

2018-3-19

دوکتور ص. سعیدي

ریښتونې آزادي!

د ملتونو په تاریخ او د هغو د مبارزو په لړۍ کې لسیزې او قرن د آزادۍ په حصول کې د منلو ده او داسې پېښيدای شي خو د حق او باطل جګړه دوام لري او دادی اوس اوس د افغان اولس ، پښتنو او بلوڅو مبارزې او سر ښندنې د یوې امیدوارۍ مرحلې او مهم پړاو ته رسیدلي دي. 
ددې مبارزې مهمه نښه او نشانه داده چې ددې رهبري او مشري د ځوان او بېدار نسل په نوي او مدرن تخنیک آګاه نسل او تر ‌‌‌‌‌‌‌ډیره حده د ای اس ای له تأثیره بهر مشرتابه او ریښتوني پرګنیز حرکت مشخصات او ځانګرتیاوې لري چې ای اس ای یې شاته تګ ته مجبور کړای او وارخطاء کړای هم دی. 
ددې قومی حرکت او موممنت ټولې مشرتابه ته په کار ده چې د ای اس ای مکارۍ او ناځوانه حرکاتو ته پوره پوره بېدار او اجازه ورنکړي دا حرکت خپلو کې او په غیر اساسي مسایلو  او قضایاو مصروف کړي. زمان او د خبرې منطق ثابتوي چې 
د افغان اولس، پښتنو او بلوڅو د اوږدې تراژیدۍ عوامل به ‌‌‌‌‌‌ډېر وي چې دي خو یو یې هم د پښتنو او بلوڅو د مشرانو تاکتیک او ناسمه پالیسۍ ده چې ددغه ملت د تراژیدۍ د اوږدیدو په برخه کې غم لړلی تاریخ لري. داسې علایم هم شته چې مړخه او اساسي موخه د تاکتیک قرباني شوای، چې دا د منلو وړ نه دی. 
هو د پنجاب مکار، ناځوانه او ظالمه څیره او اړخ او د هغه نړیوال متحدین به خپل منفي تأثیرات د افغان اولس په غمیزه کې لري خو خطاء سیاستونه او کړنلارې هم په دغه برخه کې خپل منفي تأثیرات لرلي او لري. 

یو ددغو اساسي او بنیادي خطاوو څخه د پاکستان د اساسی قانون آیین  په چوکاټ کې د بعضې پښتني او بلوڅو مشرانو د مبارزې بڼه ده. دا مبارزه مبارزه نه ده بلکې په مقبوظه افغانستان کې د پنجابي ریاست او واکمنۍ د غلامۍ جال او زنځیر کلکول او مظبوتول دي! 

هو د پښتنو او بلوڅو د مبارزو لړۍدوام لري او مکار پنجاب هم بیده نه دی! 
مرکزی استقامت له پنجابه خلاصیدل دي.
مختلف تاکتیکونه په کار وړل او په تدریج مقاصد حاصلول کېدای شي خو  داسې نه چه اصلي اهداف او اصلي موخې د وسایلو قرباني کړای شي.
هغه وشي چې ایمیل ولی د ای اس ای ټوپک ته د افغانسنان د ویشتلوپه نیت او تعهد په ښکاره بیان و نه شرمیږي او د جناب اسفند یار ولي د ای اس ای په خوښه د لر او بر یو افغان د موجوده پاکستانې او مقبوظه خاوره کې د لر او بر تقسیم د یوکیدو تعبیر کوي او داسې هڅه کوي چې يواځې او یواځې خپل ګریوان د ای اس ای له منګولو 
او تیغه  بچولو غواړي. 
دا د حل اساسي لار نه ده. د حل اساسي لار د پنجاب  له قبضې او تسلطه وتل او ځان خلاصول دي. 
لوی، بشپړ او تاریخي، طبعي افغانستان د حل لار ده.
تاریخ مو څاري چې بیا خطاء قدم پورته نه کړئ!
له آمو تر اباسینه، مارګلې، یو افغان!