آرشیف

2017-10-15

دوکتور ص. سعیدي

روشنفکر او فرھنگي؟

ښې پوښتنې او  پوهېدل یې مهم او اړین دي. 
یوه لغوي او بله اصطلاحي مانا ده.  لغت کې تور تور او سپين سپين دي. 
لغوي مانا ثابته اما اصطلاحي مانا تغیر کوي. نو په همدې خاطر وایي چې هر قاموس باید هر شل کاله 
له سره کره کتنه وشي  او له سره چاپ شي. 
هر تعریف باید جامع او مانع وي! 
جامع وي چې د څيز او لغت  تمام اوصاف وړاندې کړي او مانع وي چې دا تعریف د نورو ځيزونو د داخلېدو وګرځي.. 
د امریکې ، اسرائيلو، روسانو او جهان اعمالو ته په افغانستان، عراق، سوریه او غزه _  فلسطين او د پاکستان د پوځ کړنو ته په بلوچستان او بعضې پښتنو سیمو کې  په کتو په یقین سره ویلای شم چې د حقوق بشر مدرن!؟  اصطلاحي او حتی لغوي تعریف باید له سره وشي.  موجوده تعریفونه او قاموسونه ددغو هېواد د اعمالو سره په کتو دا حکم کوي چې دا د حقوق بشر د تعریف قامونه له سره ولیکل شي.. په دغه علت چې ددې هېوادو  د  پوځيانو اعمال د قول تر عمله دزمکې او آسمان تفاوت شته. بې حیاء چارواکو خو لا دا چې ددغو سپين سترګیو او جنایاتو د اجراء سره سره د هغو سره تأثر ، تأسف او پښيماني نه ښکاره کوي او نشته، بر عکس هغه پر حقه هم بولي. 
سوریه او حلب کې کلي او ښارونه د زمکې سره د ټولو انسانانو او حیواناتو ژوندي ښخ او تباه  شول. اما ددې جنایاتو عاملینو ته د تلویزیونو مخې ته په ماسکو کې ستر مدالونه او انعامات ورکړل شول او ونازول شول.

راشو مشخصو پوښتنو ته:

الاشیا تُعرفُ باضدادها_ د څېزونو او أشیاءُ پېژندل او  تعریف د هغو د ضد په وړاندې کولو کیږي. تور سپین، روڼآندی، روشنفکر او مقابل کهنه فکر، ړوندآندی، ارتجاعی او کهنه فکر.  ارتجاعي چې عقب ګرا شو د تاریک فکره  مستقیمه  مانا نه ده خو لازمي مانا کېدای شي او ده. 

 فرهنګي بیا د بې فرهنګه ضد شو چې دا هم د فرهنګي هسبو د تولید برخه کې اد فرهنګي ارزښتونو د نازولو برخه كې پرې بحث کېدای  شي. 

اړتیا شته او لازمي ده چې وویل شي د روشنفکر او د کهنه فکر معیار د مشخصو افکارو د ظهور او پېدایښت د نېټې او تاریخي لحاظه د معینو افکار د معتقد پر بنیاد نه کېږي. مور، خور، پلار، زوی او دهغوی  مقام او حیثیت په کورنۍ کې، زمونږ د اسلامي، مثبت سلیم افغاني او انساني عقاید پر بنیاد ددې معاریو د زوړ والي او نوي والي معیار نه شي کېدای. ددې ارزښتونو ذاتي ښه والی مطرح دی. د تعجب خبر نه ده چې یو شمېر ړوند آندي او بې فرهنګه دغه ارزښتونو ته له سره   د روشنفکرانه نظر پر بنیاد باید له سره د کتلو سپارښت کوي او وایي چې مونږ باید روشنفکره!? او فرهنګي!? شو او دغو ارزښتونو ته له سره کتنه وکړو. زه دغه با فرهنګ بودن او داسې رشنفکري له سره نه منم. اسلام اسلام دی او هغه د چا خبر ( حزب نی، بلکې قوم و اسلام هم اسلام  معتدل و مدرن) نه منم. زما فهم ددې دواړو نه  غلط برداشت بولم. هو همدغه برداشت او فهم وه چې په تېرو ٢٠ كلو كې د یو شمېر نورو عواملو سره سره افغانستان د ستر و مشکلاتو او کړکېچو  سره مواجه او مخامخ کړ. 

بې فرهنګه هغه فرهنګي !؟  دی چې د فرهنګ او روشنفكرۍ په نامه زما د ټولنې او ملت اخلاقو اوارزښتونه توهین او تحقیر کوي . دی به د جرمني، انګلستان او یا امریکې هېواد کې ښه د هغه ځای د اخلاقو د معیارو مراعات کې  ښه روشنفکره به وي خو که هماغه مطالبات او ارزښتونه افغانستان کې غوښتل  او عملي کول ، چې وشول، بیا نو داسې  کس نه روشنفکر، نه فرهنګي او نه دیموکرات دی.  عام انساني ارزښتونو کې  چې ټولو ته د منلو دي بحث نه کوم. 

داچې مرحوم احمد  ظاهر په ښایسته  آواز وايي: او مونږ هم کله  کله اورو، خو پرې فکرنه کوو د یوبل  اوږد بحث دروازه خلاصوي چې دلته به د هغه د شاعر او معتقد د فرهنګي او روسنفکرۍ بحث و نه شم څېړلای. او هغه دا مصرع د شعر ده: 

و یا بی من نمی خواهم که بی یاری دیګر 

مانی! 

دا نو اوس روشنفکره او فرهنګي شو که بې فرهنګه؟ 

پای